د دوحې د هوکړې له مخې طالبانو ژمنه کړې وه چې له سیمه ییزو او نړۍوالو ترهګرو ډلو سره به اړیکې پرې کوي. خو د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، امریکا متحدو ایالتونو، روسیې، چین، تاجیکستان، اوزبیکستان، دټولیز امنیت د تړون سازمان او یو شمېر نورو امنیتي ارګانونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. اوس د طالبانو له واکمنېدو دوه کاله وروسته، د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې ګڼ سیمه ییز جهادیان له خپلو کورنیو سره فعال حضور لري. د دغو موندنو له مخې، د اوزبیکستان د اسلامي غورځنګ او د تاجیکستان د انصارالله د غړو شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ په شمال ختیځ په تېره بیا بدخشان کې ژوند کوي. د افغانستان په ختیځ کې هم باخبره سرچینې تاییدوي، چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د جنګیالیو زرګونه کورنۍ د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي. دغه راز له طالبانو نه د چین له ملاتړ سره سره، د ختیځ ترکستان غورځنګ جهادیان په افغانستان کې د دغې ډلې له حضوره ګټه پورته کوي. ډیری دغه جنګیالي پر طالبانو سربېره له القاعدې سره هم راکړه ورکړه کوي. طالبان په خپلو تشکیلاتو کې د یو شمېر جهادیانو د کارولو ترڅنګ، هغوی ته تذکرې او پاسپورټونه هم ورکوي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې ورته د اوسېدو ځایونه برابر کړي دي. په ورته وخت کې جهادیان هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د خپلو مرکزونو د ټینګولو لپاره له افغان کورنیو سره خپلویو ته مخه کړې ده.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه لیک د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه لاسلیک شو. د دې هوکړې له مخې، امریکا له طالبانو ژمنه واخیسته چې اورپکو ډلو په ځانګړې توګه القاعده ته به د فعالیت اجازه نه ورکوي. د هوکړه لیک دویمه برخه د جهادي ډلو د فعالیتونو اړوند مادو ته ځانګړې شوې ده. د دې هوکړې پر بنسټ، د طالبانو ډله باید په افغانستان کې د هغو کسانو او ډلو د حضور مخه ونیسي چې د امریکا خاوره او متحدین یې ګواښي. القاعده د بېلګې په توګه يادې شوې، خو دا ماده نورې جهادي ډلې هم تر پوښښ لاندې راولي. په بله برخه کې یې راغلي چې طالبان باید له دغو ډلو سره همکاري او د هغوی کوربتوب ونه کړي. ان په یوه بند کې یې ویل شوي چې طالبان باید له کډوالو یا هغو کسانو سره چې په افغانستان کې د مېشتېدو په لټه کې دي، د کډوالۍ د نړۍوال قانون او د دغې ډلې د ژمنو له مخې عمل وکړي.
د طالبانو له بیا راتګ وروسته بېلابېلو هېوادونو د افغانستان پر حالاتو اندېښنه ښودلې ده. امريکا، روسيه، چين او د منځنۍ اسيا ځينې نور هېوادونه په دې اړه ډېر اندېښمن دي. خو طالبان تل دغو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې په افغانستان کې هېڅ جهادي ډله حضورنه لري. دوی د دښمن په توګه د داعش حضور او د ملګرو او متحدینو په توګه د نورو جهادیانو حضور ردوي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې وویل چې په افغانستان کې یوه ترهګره ډله هم نشته. خو آیا د دوحې له هوکړې وروسته جهادیان په افغانستان کې ځای لري؟
القاعده او هغه حضور چې الظواهري افشا کړ
یوه له هغو ډلو چې ډېری هېوادونه یې په افغانستان کې د نه حضور غوښتنه کوي، القاعده ده. دا مسأله د دوحې په هوکړه لیک کې په څرګند ډول مطرح شوه او امریکا له طالبانو ژمنه واخیسته چې له دغې ډلې سره به هېڅ ډول اړیکې نه ساتي. سره له دې هم، په افغانستان کې د ایمن الظواهري وژل کېدو څرګنده کړه، چې طالبان له القاعدې سره خورا نېږدې اړیکې لري؛ داسې اړیکې چې هېڅ تړون حتی د دوحې هوکړه لیک یې هم نه شي شلولای. البته د الظواهري تر وژل کېدو مخکې هم نړۍ د طالبانو پر نیت شک درلود. د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وار وار په ډاګه کړې چې دې ډلې د القاعدې له جنګیالیو سره خپلې اړیکې ساتلې دي. هغه مهال ویل شوي وو، چې القاعده د افغانستان په ۱۵ ولایتونو کې فعاله ده. د د القاعدې غړو د معمول په څیر له طالبانو سره په جګړو کې لږ برخه اخیسته او د مشورې ورکولو او روزنې مسولیت یې پر غاړه درلود. اوس د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د دغې ډلې غړي د خپلې شبکې د بیا احیا کولو په فکر کې دي او غواړي د طالبانو له واکمنۍ ګټه پورته کړي.
بن لادن ته د الظواهري لیک چې ۸ صبح د ایبټ اباد دوسیې ته د بیا کتنې پر مهال په ګوته کړی و، دا په ډاګه کوي چې القاعده به تر هېڅ ډول شرایطو لاندې د افغانستان له جغرافیې لېرې نه شي. الظواهري په خپل لیک کې ویلي دي، چې القاعده باید د طالبانو له مشر سره نږدې پاتې شي او د باور جوړولو هڅه وکړي. له بلې خوا، دا لیک ښیي چې د طالبانو رهبري د القاعدې ساتلو او ملاتړ ته ژمنه ده. سره له دې چې په افغانستان کې د القاعدې حضور نه انکارېدونکی دی، خو د دغې شبکې د کسانو کره شمېر نه شي مشخص کېدلای، ځکه طالبان ان د القاعدې د غړو حضور ردوي او د دې ډلې د غړو د هویت د پټولو لپاره یې خپلې ټولې هڅې کړي دي. خو د تېر حکومت ملي امنیت له طالبانو سره د جګړې په وروستیو ورځو کې ویلي وو چې د طالبانو د ډلې په تشکیلاتو کې د القاعدې ۳۰۰ غړي جنګېږي. خو د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې کمیټې د دغو جنګیالیو شمېر له ۴۰۰ تر ۶۰۰ پورې اعلان کړ. سره له دې چې طالبانو په دغو کلونو په ځانګړې توګه په تېرو دوو کلونو کې خپلې ټولې هڅې پر دې راټولې کړې دي چې د القاعدې د غړو د هویت او پټنځای په اړه څه ونه ویل شي، خو د طالبانو په تشکیلاتو کې د مشاورې په توګه د دې ډلې حضور هغه مورد دی چې طالبان یې نه شي پټولای.
ټي ټي پي او د پولې دې غاړې ته خوندي پناځایونه
تحریک طالبان پاکستان (TTP) هم د طالبانو یوه پلوۍ ډله ده. دا دواړه ډلې ژورې اړیکې لري او په وروستیو کلونو کې یې فعالیت دا وښوده چې دواړه ډلې د یوې ایډیالوژۍ پیروي کوي او د یو بل په مرسته د جمهوري نظام پر وړاندې یې جنګېږي. هغه مهال پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو کوربتوب کاوه، خو اوس د افغان طالبانو وار دی چې د هغوی کوربتوب وکړي. په نړۍ کې د ټولو جهادي ډلو په منځ کې همدا ډله یوازینۍ ډله ده چې جغرافیه او حاکمیت لري. د پاکستان حکومت له طالبانو سره د نږدې تعامل او اړیکو له لرلو سره سره، په ځلونو له دغې ډلې غوښتي دي چې په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته پناه ورنه کړي. طالبان یې په ځواب کې وایي، چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ جهادي ډله ځای نه لري او نه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښوي.
بلخوا، د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې شاوخوا لس زره پاکستاني طالبان له خپلو کورنیو سره په افغانستان کې حضور لري. ډېری دغه جنګیالي د ننګرهار ولایت په ګوشتې، بټي کوټ او لعلپورې ولسوالیو کې له خپلو کورنیو سره ژوند کوي، دا ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمې او د تحریک طالبان پاکستان لپاره مناسب ځایونه دي. د ځايي سرچينو په وينا، سره له دې چې له تېرو څو کلونو راهيسې په ګوشتې ولسوالۍ په ځانګړې توګه سلاله سيمه کې د ټي ټي پي ډېر جنګيالي حضور لري، خو پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د هغوى د کورنيو او غړو شمېر زيات شوى دى. د سرچينو د معلوماتو له مخې، د تحريک طالبان پاکستان جنګيالي او کورنۍ يې د دې ولسوالۍ په سلاله، ماماخېلو، زيارت داغ، ژېړۍ او اوګرې سيمو کې حضور لري او د ګوشتې ولسوالۍ له بازارونو خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کوي.
ډېری دغه جنګیالي چې د طالبانو د احتیاطی تشکیلاتو برخه هم ګڼل کیږي، د ننګرهار له لعلپورې ولسوالۍ د پاکستان د حکومت پر ضد د جګړې لپاره د خیبر پښتونخوا ایالت ته تللي دي. یوې باخبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «له لعلپورې ډيری پاکستاني طالبان خیبر پښتونخوا ته تللي دي. زه یو قوماندان پېژنم چې په وروستیو ورځو کې له ۳۰ کسانو سره تللی دی. دغه قوماندان چې د خيبر پښتونخوا د سپين تنګي اوسېدونکى دى، وايي چې اصلي نوم يې ناصر دى او په قهرمان مشهور دی. نور قوماندانان بسم الله او عنایت الله دي. یو بل ملا پیران نومېږي چې په اصل کې د سوات اوسیدونکی دی او دا مهال په کاشکوټ او ګوریک کې اوسیږي. اوس اماراتي (افغان طالبان) پر ځانونو د تحریک مهر وهي او خيبر پښتونخوا ته ځي، هغوی وايي چې موږ جهاد کوو. دا د ټي ټي پي د قوماندان خبره وه چې ویلي یې وو، امارتیانو (افغان طالبانو) د پاکستان پر ضد جهاد اعلان کړی دی».
د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په ۱۴مه، پاکستان پر سلاله سیمه هوايي برید وکړ، خو د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یې مسوولیت ونه مانه. په ګوشتې ولسوالۍ کې ځايي سرچينې او ولسي خلک د پاکستاني طالبانو پر مورچلو د پاکستان هوايي بريد تاييدوي. د دوی په وینا، دا برید په هغه سیمه کې شوی چې د پاکستاني طالبانو کورنۍ پکې اوسېدې. ځايي سرچينې وايي، له چاودنې وروسته په ياده سيمه کې اورونه او لوګي هم ليدل شوي دي. د دغې پېښې د مرګ ژوبلې جزیات نه دي په ډاګه شوي. ځکه طالبانو په دې اړه خلکو ته خبرداری ورکړی و. یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، «هېڅوک نه شي کولای له وېرې خپل غږ پورته کړي، او [خلک] په دې اړه له یو بل سره خبرې نه کوي.» بل پلو، د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته یو غږیز کلپ رسیدلی چې پکې د طالبانو غړي په اراخي بازار کې د TTP پر پوستو د برید په اړه غږېږي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د جنګیالیو حضور تایید کړی دی. په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارنې ډلې د پاکستاني طالبانو ډله «د طالبانو د لویې جوړوونکې» په توګه یاده کړې ده. د راپور له مخې، د پاکستان تحریک طالبان په افغانستان کې له ۳۰۰۰ تر ۴۰۰۰ پورې جنګیالي لري. په دغه راپور کې د مفتي نورعلي محسود نوم د تحریک طالبان پاکستان د اوسني مشر په توګه یاد شوی او پر بنسټ یې، ټي ټي پي منسجم شوی او په سیمه کې لوی ګواښ رامنځته کولای شي.
بلخوا، د پاکستان د عوامي ګوند مشر افراسیاب خټک له ۸صبح ورځپاڼې سره په مرکه کې د پاکستان تحریک طالبان د افغان طالبانو یوه نه بېلېدونکې برخه ګڼي. هغه وايي: «پاکستاني طالبان د طالبانو نه بېلېدونکې برخه ده. د دوی تر منځ دغه سستماتیک تفکیک استخباراتي لوبې ته اړتیا درلوده، څو په پاکستان کې دننه د دوی مرکزونه د نړۍ په سترګو کې د افغان طالبانو تر اشغال لاندې نه وي. پاکستاني طالبان د پخوا په څېر په افغانستان کې حضور لري.» هغه په افغانستان کې د پاکستان د تحریک طالبان د زرګونو جنګیالیو حضور هم تاییدوي. د ښاغلي خټک په وینا، «د شمېرو په اړه ډاډمن کیدل ستونزمن دي، خو د هغو شمېر له څو زرو کم نه دی.» دغه پاکستاني سیاستوال تېر کال له ۸صبح ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې د داعش ډېری غړي د پاکستان د تحریک طالبان جنګیالي دي.
په ورته وخت کې د تېر حکومت د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د هرات امنیتي کنفرانس ته په خپله وینا کې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د جنګیالیو حضور ته اشاره وکړه. د ښاغلي نبیل د وینا په متن کې راغلي: «پاکستاني طالبان اوسمهال د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د نور ولي محسود په مشرۍ فعالیت کوي، چې له شپږو تر شپږ نیم زرو پورې جنګیالي لري.»
د افغانستان شمال؛ د تاجیکستاني او اوزبیکستاني جهادیانو مرکز
د هېواد په شمال کې د منځنۍ اسیا د جنګیالیو حضور په تېر حکومت کې یوه له جنجالي مسألو وه. امنیتي سرچینو په بدخشان ولایت کې د لسګونو بهرنیو اورپکو ډلو د حضور ادعا لرله. په هغه وخت کې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ د خوستک دره د منځنۍ اسیا د جهادیانو د شاوخوا ۳۰۰ کورنیو کوربه وه. خو د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته، ډېری بهرنیو ډلو د هېواد په شمال ختیځو سیمو کې د ولسوالیو او ښارونو مرکزونو ته مخه کړې ده. یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل: «د جمهوریت پر مهال [بهرني جنګیالي] دلته [خوستک] وو، اوس ټول له درې ښکته شوي دي. ډیری کورنۍ یې تخار ته تللي دي. د دوی یوه بله برخه یې د کندز د امام صاحب ولسوالۍ ځنګله ته تللې . شاوخوا ۲۰ تر ۳۰ کورنۍ بهارک ته تللې دي. یو څو محدودې کورنۍ فیض اباد ښار ته تللې دي. پنځه کورنۍ جرم ولسوالۍ ته تللې دي. په همدې توګه دوی له خوستګ درې راښکته شوي دي، ځکه چې هیڅوک پرې کار نه لري، مزاحمت نه ورته کوي او خپل کارونه او فعالیتونه په آزاده توګه ترسره کوي. د دوی یوه بله برخه د بلخ کلدار ولسوالۍ ته ولاړه.»
په همدې حال کې له بدخشانه د یوې بلې باخبرې سرچینې د معلوماتو له مخې، د هغو بهرنیو جنګیالیو شمېر چې له خپلو کورنیو سره د بدخشان په راغ ولسوالۍ کې حضور لري، له ۲۰۰ تر ۲۵۰ تنو پورې دی. د دغې سرچينې په وينا، دغو ډلو ته په نورو ولسواليو او د ښار په مرکزونو کې د ژوند او کار شرايط برابر شوي او له همدې امله هڅه کوي، چې په بېلابېلو سيمو کې تیت و پرک شي. دغې سرچینې زیاته کړه: «په راغستان کې د بهرنیو جنګیالیو شمېر ۲۰۰ تنو ته رسېږي. دلته تاجيکستانیان او ازبیکستانیان دي. خوستک یې پخوا مرکز و، اوس خواره شوي، راغستان ته راغلي، په خواهان کې هم شته. يو شمېر يې له خپلو کورنيو سره د کندوز امام صاحب ولسوالۍ ته تللي دي. په فیض اباد ښار کې هم حضور لري. یو شمیر یې په مایمی کې دي.»
یوې بلې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې ګڼو دغو ډلو د طالبانو په ملاتړ د افغانستان تذکرې اخیستې او د خپلوۍ اړیکې یې هم ټینګې کړې دي. دغه سرچینه زیاتوي: « ډېرو کسانو د طالبانو په مرسته د افغانستان تذکرې اخیستې دي. څو تاجیکانو [تاجیکستانیانو] په فیض اباد کې تذکرې اخیستې دي. يو شمېرنورو یې په ولسواليو کې تذکرې اخیستې دي. دغه سرچينه وايي، چې د تاجیکستاني طالبانو شاخوا شل کورنۍ د راغ ولسوالۍ په درېیو کلیو کې ژوند کوي. سرچينه زياتوي: «د هغوی دوو کورنیو په سیمه کې ودونه کړي دي، نجلۍ یې ورکړې او نجلۍ یې راواده کړې ده. دوی په سفیداب، دهن شاله او خوني لر سیمو کې ژوند کوي. دوی په همدې ډول د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې خواره شوي دي. دوی له راغ سره ډیره لېوالتیا لري، ځکه چې راغ سره زر لري. دا خلک [بهرني جنګیالي] اسانتیاوې او پانګه لري. دا معلومه نه ده چې اصلي پلان یې څه دی. وضعیت خورا پیچلی دی.» سرچینې څرګنده کړه: «د طالبانو په لاس د بدخشان له سقوط مخکې د بهرنیو جنګیالیو مرکز د خوستک دره وه. د ګل حیدر شفق په نوم یو چا لویې لویې همغږۍ ترسره کړې دي، یو بل کس عبدالرحیم نومېږي. دا دوه تاجيکستانیان په دې برخه کې پلانونه لري، خو څرګنده نه ده چې څه کوي.»
سرچينه د افغانستان په پوله کې د تاجیکستاني ځواکونو د یوه سرحدي قوماندان وژل کېدو ته په اشارې سره وايي: یو شمېر یې په مایمی کې وو، له شاوخوا ٦ تر ٨ کسانو غوښتل چې تاجیکستانيان وډاروي، هم خپل [مخدره مواد] ولېږدوي او هم وضعیت وڅاري. د تخریب کارۍ لپاره تللي وو، چې دوه تنه یې د تاجیکستان له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او څلور یې بېرته راستانه شول. ډېری بهرني جنګیالي چې په بدخشان کې وو، د کندز امام صاحب ولسوالۍ ته تللي او هلته روزنځای لري. د دوی شمیر له زرو تنو ډیر دی. دوی هلته لوی مرکزونه جوړ کړي او پر روزنې او د پوځي تجهیزاتو پر برابرولو بوخت دي. داسې ښکاري چې د منځنۍ اسیا لپاره ستر پلانونه جوړ شوي، خو هیڅوک له وېرې غږ نه شي پورته کولای.»
یوې بلې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، د بهرنیو جنګیالیو یو شمېر کورنۍ چې د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار ته راغلې دي د «ملي اردو د جلب او جذب له پخوانۍ قومندانۍ» ښکته ژوند کوي. پر دې سربېره، د یوې سرچینې په وینا، هغه بهرني جنګیالي چې پخوا یې له طالبانو سره د پخوانیو امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کې همکاري کړې، د وزلوبې میدان ته څېرمه د پخواني پوځ د جلب او جذب په قوماندانۍ کې دي. سرچینه زیاتوي: «د بهرنیان مرکز د جلب او جذب په هماغه کنډک کې دی. ځینې هغه بهرنۍ ډلې چې له طالبانو سره وې، د جلب او جذب په پخوانی قوماندانی کې دي. ښارته ډېر لږ تګ راتګ لري، مازدیګر او ماښام دباندې وځي.» دغه سرچینه زیاتوي چې په بدخشان کې د بهرنیو جنګیالیو ځینې کورنۍ د وسلو د پېر او پلور کار کوي او د سرو زرو د کان پر کار هم بوختې دي.»
په همدې حال کې د بدخشان یوه اوسېدونکي په کندز ولایت کې د بهرنیو جنګیالیو د حضور په اړه خپل د سترګو لیدلی حال له له ۸صبح ورځپاڼې سره شریک کړی دی. هغه په کندوز ښار کې داسې کسان ليدلي چې په فارسي، پښتو، اوزبیکي او ترکمني ژبو یې خبرې نه شوای کولی. دا سرچینه وايي: «له سقوط څو میاشتې وروسته وخت و چې زموږ د موټر ډیزل پمپ خراب شوی و. د کندوز په ښار کې یو نوی چوک جوړ شوی و، هغه ته نږدې د مستري یو ورکشاپ و. دوه موټره کسان وو، یو موټر یې خراب شوی و، خراب شوی موټر یې د ورکشاپ منځ ته راوستی و، د پاکستان لاس یو بې پلیټه فیلډر موټر یې و، سپینې جامې یې اغوستې وې او په لاس اوبدل شوې (وطني) شیپتوک خولۍ یې په سر وې. په خپل منځ کې سره غږېدل خو موږ پر نه پوهېدو. زه فکر کوم چې دوی اویغور یا قزاق وو، ځکه چې د روسۍ یا قزاقۍ ژبې په څیر خبرې یې کولې، اوږدې ږیرې یې درلودې، ویښتان یې ماشین کړي وو. افغان ترکمنانو ته یې څېرې ورته وې، خو ترکمن نه وو، ځکه داسې ښکارېدل چې له خلکو او سیمې سره هېڅ اشنایي نه لري. ټولو ویل چې دا بهرني طالبان دي.»
له دې سره هممهاله، په بدخشان کې سرچینو ویلي چې ډېری تاجیکستاني جنګیالي د امام صاحب ولسوالۍ ځنګلونو ته تللي او هلته پر روزنې او پلان جوړولو بوخت دي. یوه باخبره سرچینه په دې ولسوالۍ کې د تاجیکي جنګیالیو شمېر شاوخوا ۳۰ تنه ګڼي. د هغه په وينا، طالبان دغه کسان پر تاجیکستان د فشار د وسيلې په توګه کاروي. دغه سرچینه زیاتوي: «د هغوی شمېر له ۳۰ تنو زیات نه دی. دوه هاموې ټانکونه لري. ځينې ورځې له طالبانو سره شېرخان بندر ته ځي. همالته د تاجیکانو لويو لاریو ته چې له پولې تېرېږي، ځانونه ورښيي. په شیرخان بندر کې کبان خوري. ټول خلک پوهېږي، ځکه دوی مجهز دي او امریکايي وسلې لري. تاجیکان فکر کوي چې په یوه ورځ کې به خپل هیواد فتحه کړي. طالبان له هغوی د فضا په جوړولو او پر تاجیکانو د فشار راوستلو لپاره کار اخلي.»
یوه پخواني حکومتي چارواکي چې د هېواد د شمال ختیځو سیمو په تړاو بشپړ معلومات لري، هم ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د داعش، جماعت انصارالله او ختیځ ترکستان غورځنګ په ګډون ټول جهادي وسله وال په شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه په بدخشان، کندز، تخار، بغلان او سرپل کې فعالیت لري. هغه زیاته کړه: « هغوی د امارت تر ملاتړ لاندې د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د شاه روان سیمې د سپین زر په کورونو قرارګاه لري. دغه راز په چهاردرې ولسوالۍ کې [ قرار ګاه] لري.» دغه سرچینه د داعش او د جماعت انصارالله او ختیځ ترکستان د غورځنګ د مشرانو د حضور په اړه وایی: «د داعش د پوځی شبکې مشر شیخ عبدالحق ایغوري او د جماعت انصارالله مشر مولوی ابراهیم په بغلان ولایت کې پوځی قرار ګاه لري. فرقان د پلخمري ښار د مرکزي سیلو په شاوخوا کې د قوماندان ګل احمد په حویلۍ کې فعالیت لري.
په همدې حال کې د تېر حکومت د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل ویلي، چې د تاجیکستان انصارالله ډله، جندالله ډله ، د علم بیګ محمدوف په مشرۍ د اسلامي جهاد ډله او د مهدي ارسلان/محمد شریفوف په مشرۍ د تاجیکستاني طالبانو تحریک هم د افغانستان په شمال ختیځ کې حضور لري، چې د له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې جنګیالي لري. په بدخشان کې باخبره او ځایي سرچينې هم د دې ډلې د جنګياليو شمېر تاييدوي او وايي، چې ډېرى يې له تاجیکستان سره په سرحدي سيمو کې مېشت دي.
په افغانستان کې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ (ETIM) حضور
د ۸صبح ورځپاڼې د موندنو له مخې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې فعال حضور لري. د دې ډلې د نظامي جبهې عمومي قوماندان حاجي فرقان خپل ډيروخت د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې تېروي. باخبرو او باوري سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې، چې د ختیځ ترکستان د غورځنګ دغه مشر دا مهال په فیض اباد کې ژوند کوي او امنیت یې د طالبانو له خوا نیول کیږي. هغه په بدخشان کې واده کړی او په جعلي نوم يې تذکره او پاسپورټ اخیستی دی. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارنې ډلې راپور هم دا خبره تایید کړې ده. د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، بغلان ولایت د دغې ډلې اصلي اډه ده. د عبدالحق ترکستاني په نوم یو کس د دې ډلې مشري پرغاړه لري.
۸صبح ته سرچینې تاییدوي، چې دغه ډله اوسمهال د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې د خپلو مورچلو پر جوړولو بوخته ده. یوې سرچینې ۸صبح ته وویل:« سکواټر یې بیولی دی، خپلې مورچلې کلکوي. سیمه یې خپله ده، هر څه کنټرولوي.» د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارنې ډلې په راپور کې همداراز راغلي، چې دغې ډلې په بدخشان ولایت کې څو مورچلې جوړې کړې او خپله عملیاتي سیمه یې پراخه کړې ده. د دغه راپور له مخې، د ختیځ ترکستان غورځنګ د خپلو پوځی وړتیاوو د لوړولو لپاره په پټه وسلې پېرلي دي.
په ورته وخت کې د تېر حکومت د ملي امنیت عمومي رییس رحمت الله نبیل د ترکستان د اسلامي غورځنګ (TIP/ETIM) د جنګیالیو شمېر له ۷۰۰ تر ۸۰۰ پورې بللی دی. ښاغلي نبیل ویلي، چې د چین د اویغور جنګیالیو مشري حاجي فرقان او شیخ ابوذر کوي چې تر ډېره د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې فعالیت لري. ښاغلي نبیل دغه راز ویلي چې دا ډله په بادغیس او غور ولایتونو کې فعاله ده او د ۱۰۰ او ۱۵۰ ترمنځ جنګیالي لري.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څارنې ډلې په راپور کې ویل شوي، چې دغه ډله د پاکستاني طالبانو له تحریک او جماعت انصارالله سره د پوځي تجربو د تبادلې او د چاودېدونکو توکو پر طراحۍ بوخته ده. امنیت شورا په خپل راپور کې ویلي، چې د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ جنګیالیو د بریدونو تمرکز په افغانستان کې د چین پر ګټو دی. د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ خپل اصلي هدف د چين په ختیځ او منځنۍ اسيا کې د چينايي اويغوریانو او نورو ترکي ژبو ډلو لپاره د يوه خپلواک اسلامي دولت جوړول اعلان کړي دي. دا ډله د امریکا د ترهګرو ډلو په نوملړ کې وه، خو واشنګټن تېر کال له دغه لېست څخه واېستله.
سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ادعا کوي چې حاجي فرقان د ۶۵ او ۷۰ کلونو ترمنځ عمر لري. یوه سرچینه وايي: د «[حاجي فرقان] څېره تر ډېره د افغانستان ترکمنانو ورته ده. هغه اوږده ږېره لري. پیاوړی ملا او مفتی دی، ډیر فصاحت او بلاغت لري. هغه په فارسي خبرې کوي، په کومو سیمو کې چې نوموړی ژوند کړی، تبلیغاتو یې پر خلکو اغېز کړی او ډېر کسان یې جذب کړي دي، طالبان یې ډېر درناوی کوي، د جمهوریت پرمهال یې طالبانو ته د چسپکي او د سړک غاړې د مایونونو روزنه هم ورکړې ده.
یوې بلې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې حاجي فرقان د جمهوریت پر مهال ډېر وخت د وردوج ولسوالۍ خوستک درې ته څېرمه د جرم ولسوالۍ په « کیو» کلي کې ژوند کړی. دغې سرچینې زیاته کړه: «حاجی فرقان د جمهوریت پر مهال د قاري فصیح الدین [د طالبانو د لوی درستیز] اصلي مالي ملاتړی و. څومره چې فرقان په بدخشان کې طالبانو ته پیسې ورکړي، طالبانو [د طالبانو رژیم] ورسره مالي مرسته نه ده کړې. دغه سرچینه وايي: «فرقان اوس د ګرځېدو په حال کې دی. هغه ډیری وخت په فیض اباد کې وي. نوموړی د نشه یي توکو له یوه قاچاق کوونکي او په دغه ولایت کې د طالبانو له دریم جګپوړی چارواکي سره نېږدې اړیکې لري او ډېر وخت د هغه په کور کې تېروي. هغه پخپله هم ښځه کړې او د خپلوۍ اړېکې یې جوړې کړې دي.» دغه سرچينه د يوه بل طالب نوم هم اخلي، چې تر ډېره د حاجي فرقان امنيتي وضعيت څاري، خو د سرچينې د امنيتي ستونزو له امله د دغه طالب نوم له اخيستو ډډه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د سرچینو په وینا، حاجي فرقان د تاجیکستان د بدخشان د خاروق په بلواوو کې هم لاس درلود. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې ډلې يو شمېر غړي په تاجیکستان کې په بېلابېلو نومونو پټ فعاليت کوي او د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو له خوا ورته مالي امکانات برابرېږي. د یادونې وړ ده، چې حاجي فرقان له القاعده شبکې سره هم یو څه وخت تېر کړی او اوس هم، له دغې شبکې سره نږدې اړیکې لري. بل پلو، ۸صبح ورځپاڼه په خپلواکه توګه د تاجیکستان د بدخشان د خاروق په بلواوو کې د حاجي فرقان رول نه شي تاییدولای.
د ختیځ ترکستان د غورځنګ غړو هم هڅه کړې چې په افغانستان کې د خپلوۍ اړیکې ټینګې کړي. د دې ډلې یو شمېر غړو د طالبانو په مرسته د افغانستان تذکرې او پاسپورټونه اخیستي دي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې یادونه شوې چې دغه ډله د ودونو، د هویت د جعلي اسنادو د ترلاسه کولو او د افغانستان د اوسېدونکو په توګه د خپلو غړو په ښودلو سره له بېلابېلو لارو په افغانستان کې د ځای پیدا کولو په لټه کې ده.
تر دې وړاندې د تاجیکستان د کورنیو چارو وزیر رمضان رحیم زاده ویلي وو، چې طالبانو د «ترهګرو ډلو» ۳۰۰۰ غړو ته پاسپورټونه ورکړي دي. هغه زیاته کړې چې ترهګرې ډلې د تاجیکستان پولې ته نږدې د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای شوي دي. رحیم زاده همداراز ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې تر ۲۰ زیاتې ترهګرې ډلې فعالیت لري.
تر دې وړاندې طالبانو په وار وار اعلان کړی چې په سیمه کې یې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړې او د داعش له حضوره یې هم انکار کړی دی. دغه ډله چې د سیمې له هېوادونو سره تعامل لري، له چین سره یې په لیکلې بڼه هم ژمنه کړې ده، چې د ختیځ ترکستان د غورځنګ او په افغانستان کې د دغه هېواد د نورو مخالفو ډلو ملاتړ به نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې، د افغانستان په شمال ختیځ کې د دې ډلې د مشرتابه غړي د طالبانو تر سخت امنیتي مدیریت لاندې د ژوند کوي او د هویت اسناد ورکول کیږي. رحمت الله نبیل هم تایید کړې، چې بهرنیو ترهګرو ډلو له طالبانو سره د ژورو او ایډیالوژیکو اړیکو له امله د افغانستان تذکرې اخیستې دي او د نومونو په بدلولو سره د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مېشت شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د امريکا، چين، پاکستان او منځنۍ اسيا هېوادونو تر څنګ روسيې هم په منځنۍ اسيا کې د اورپکو ډلو د نفوذ په اړه سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. که څه هم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی، خو په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه خبرداری ورکړی دی. هغه ویلي چې ترهګرې ډلې د همګټو هیوادونو (CIS) ټیکاو او امنیت ګواښي. څرګنده نه ده چې دا اندېښنې به تر کله څرګندېږي، خو اسناد او شواهد ښيي چې په سیمه او نړۍ کې د طالبانو او جهادي ډلو تر منځ اړیکې نه ختمېدونکې دي او داسې ښکاري چې په هر حالت کې دا ډله له هغوی نه په خپلو تشکیلاتو کې او یا د خپل ملاتړ تر سیوري لاندې ساتنه کوي.