۸صبح، نیمروز: نیمروز کې ځایي سرچینې وایي، چې قطري شیخان په دغه ولایت کې له طالبانو سره په همغږۍ او د هغوی له امکاناتو په ګټې اخیستو د نادرو مرغانو ښکار کوي.
سرچینو پنجشنبه د لیندۍ پر لسمه نېټه له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، چې په نیمروز کې عرب شیخان د طالبانو له چورلکو په ګټې اخېستو د دغه ولایت څو ولسوالیو ته تللي او د نادرو مرغانو ښکار کوي.
ویل کیږي چې دغه عرب شیخان د قطر وګړي دي او تر تېرې اونۍ پورې په نیمروز کې وو.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په یو شمېر لویدیځو ولایتونو کې د نایابه مرغانو پر ښکار بندیز لګولی دی.