تقاعد شوی جنرال اندري ګورولیوف چې اوس د روسیې د پارلمان غړی دی وايي، هېواد یې یوې سترې جګړې ته چمتووالی نیسي.
یورونیوز د سېشنبې ورځ د جنورۍ په ۲۳مه د ګورولیوف په حواله راپور ورکړی چې که د جګړې لمن پراخه شي، روسیه به لومړی لندن په نښه کړي.
ګورولیوف د یوې نړۍوالې جګړې په صورت کې د پوتین د موخو په اړه وویل: «لومړی منطقي ګام به د دښمن د سپوږمکۍ سیسټم غیر فعالول وي.»
هغه زیاته کړې: «موږ قطعاً دا جګړه پر پاریس، وارسا یا برلین باندې برید سره نه پیلوو؛ بلکې دا به پر لندن لومړی برید وي. دا خورا روښانه ده، هغه ګواښ چې په نړۍ کې دروند دی د آنګلوساکسونیانو څخه راځي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې دوه کاله وړاندې د ژمي په پای کې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل راهیسې بربټانیا د امریکا ترڅنګ د اوکراین د وسلو یو له مهمو ملاتړو شمېرل کېږي.
په وروستي ځل، د بریټانیا لومړي وزیر ریشي سوناک ویلي، هېواد به یې اوکراین ته نور ۲.۵ میلیارډه پونډه نظامي مرسته ورکړي چې د روسیې له لوري پر دغه هېواد د برید وروسته ترټولو لویه کلنۍ ژمنه ده.