د هرات ځينې اوسېدونکي وايي چې له وسلهوالو غلاوو تر پوزې راغلي دي. د هغوی په خبره، وسلهوال غله ان د طالبانو د امنیتي حوزو په څو مترۍ کې هم د لارویانو پر مخ لار بندوي او د وسلې په زور خلک لوټوي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وار وار په ټول هېواد کې د امنیت د ټينګښت خبره کړې؛ هغه ادعا چې تر اوسه پر ځای شوې نه ده.
۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلې ویډیوګانې چې امنیتي کمرو ثبتې کړې دي، ښکاري چې وسلهوال غله له ډار او وېرې پرته د هرات ښار په ځينو سیمو کې غلا کوي.
صفيالله د هرات ښار په «سپینادې» سیمه کې ژوند کوي. هغه وايي چې وسلهوالو غلو ترې د طالبانو پوستې ته څېرمه، موټرسایکل او مبایل غلا کړی دی. د هرات دا اوسېدونکی زیاتوي: «د سهار شاوخوا ۱۰:۰۰ بجې وې چې له کوره ووتم. پر یو موټرسایکل دوه سپاره کسان مې څنګ ته ودرېدل. یو یې راښکته شو او تومانچه یې پر غوږ راته کېښوده او ویل یې مبایل دې راکړه. ګواښ یې وکړ که له ځایه وخوځېدم، ډز راباندې کوي.» صفیالله وايي: «د حیرانۍ خبره دا ده چې زموږ کور د طالبانو تر پوستې ښايي ۱۰۰ متره لرې نه وي او که جوړجاړی نه وي، د غل پلار نه شي کولای چې د پوستې په ۱۰۰ مترۍ کې غلا وکړي. په همدې سیمه کې چې موږ ژوند کوو، په دې ورځو کې ډېر موبایلونه او سایکلونه غلا کېږي او طالب هم څه ورته نه وايي.»
د هرات اوسېدونکي وايي چې د ښار له مرکز سربېره د دغه ولایت په ځينو ولسوالیو کې هم وسلهوالې غلاوې ډېرې شوې دي. د کشک رباطسنګي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دغې ولسوالۍ کې په بې مخینې توګه وسلهوالې غلاوې ډېرې شوې او طالبان یې تر اوسه په کابو کولو کې پاتې راغلې دي.
د هرات د کشک رباطسنګي ولسوالۍ د چهاردرې کلي اوسېدونکی عبدالحی وايي چې د هغوی په سیمه کې په هېڅ دوره کې وسلهوالو غلاوو مخینه نه لرله؛ خو په دې وروستیو کې د څو وسلهوالو غلاوو شاهده وه. عبدالحی زیاتوي: «په کلي کې مې په ټول عمر کې غلا نه وه لیدلې، اوس هره ورځ یا اوونۍ کې د غلا شاهد یم. په اوونۍ کې دوه یا درې وارې غله د کلي له اوسېدونکو پیسې یا موټرسایکل لوټوي. دوه ورځې وړاندې مې چې زوی بازار ته روان و، د لارې په اوږدو کې وسلهوالو غلو درولی و، ۲۰ زره افغانۍ او موټرسایکل یې ترې واخیست.»
د هرات دا اوسېدونکی زیاتوي: «لوږه او بېوزلي ډېره شوې. غلا دومره زیاته شوې چې هېڅ وخت یا حکومت کې مې نه یادېږي، چې دومره غلا دې وي. د کور په څلور قدمۍ کې پیسې او موټرسایکل درنه اخلي او هېڅ څوک هم ځوابویونکی نه دی.»
ورته مهال طالبان هم په هرات کې د وسلهوالو غلاوو زیاتوالی مني او ټينګار کوي چې د کابو کولو لپاره یې کار روان دی. په هرات کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ ویلي چې په دغه ولایت کې یې د جدي میاشتې په اوږدو کې له ۱۵۰ کسان د بېلابېلو جرایمو په تور نیولي. یادې قوماندانۍ زیاته کړې چې په دغه ولایت کې وسلهوالې غلاوې زیاتې شوي او هڅه کوي مخه یې ونیسي. یاد بنسټ ټينګار کړی چې غله تر ډېره د اوسېدونکو نقلیه وسایط او مبایلونه غلا کوي.
د هرات اوسېدونکي داسې مهال په دغه ولایت کې د وسلهوالو غلاوو له زیاتوالي اندېښنه ښودلې چې په دې وروستیو کې په ځينو نورو ولایتونو کې هم د غلاوو د زیاتوالي راپورونه خپاره شوې دي.
۸صبح ورځپاڼې ته داسې معلومات رسېدلي چې پکې ښکاري د پروان د جبلالسراج ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي د شپې «ګزمه» کوي.
ورته مهال بیا طالبان په هېواد کې د سراسري امنیت د ټينګښت خبره کوي او په خبره یې څوک نه شي کولای پر غلا لاس پورې کړي؛ خو خلک بیا په ځينو ښارونو او ولسوالیو کې له وسلهوالو غلاوو تر پوزې راغلې دي.