د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت مرکچي پلاوی تاییدوي چې له مذاکراتو د طالبانو د ډډه کولو له امله دا بهیر درول شوی دی، خو په خبرو کې بندون نه دی رامنځته شوی.
د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړي رسول طالب د مرغومي په دوولسمه نېټه ددغه پلاوي له دوو نورو غړو فاروق مجروح او شریفې زرمتي سره په آنلاین خبري ناسته کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ووېل چې په مذاکراتو کې بندون نه دی رامنځته شوی، خو دغه خبرې له ځنډ سره مخ شوې دي. د هغه په وینا، د مذاکراتو د درېدو لامل د دغو خبرو دوام ته د طالبانو نه لېوالتیا ده. هغه ووېل چې طالبان بې له دې چې موجه دلیل ولري خبرې یې درولې دي.
د دولت د مرکچي پلاوي دغه غړي زیاته کړه چې د دولت پلاوی د دواړو لوریو له خوا د مطرح شویو اجنډاوو په اړه جدي خبرو ته چمتو دی، خو د طالبانو پلاوی بهرنیو هېوادونو ته په سفرونو سره هڅه کوي د سولې مذاکراتو د بهیر په اړه د دغو هېوادونو د چارواکو د نظرونو په اخیستو سره تصمیم ونیسي. د طالبانو پلاويو ایران او روسیې ته سفرونه کړي دي.
شریفې زرمتۍ هم ووېل چې د مرغومي له شپاړسمې نېټې راهیسې ددولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ یوازې درې ناستې شوې دي. د هغې په وینا، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت پلاوي په لومړۍ ناسته کې خپل لومړیتوب چې اوربند دی د طالبانو لوري ته وړاندې کړی، خو طالب پلاوي په دې ناسته کې څه ونه ویل.
هغه وایي چې په دوهمه ناسته کې هم د طالب پلاوي له خوا په مذاکراتو کې د دوی د بحث وړ لومړیتوب مطرح نه شو او وې وېل چې باید له خپلو مشرانو سره مشوره وکړي. شریفې زرمتي زیاته کړه چې درېيمه ناسته له پاکستانه د طالبانو د مرکچي پلاوي له راستنېدو وروسته د دواړو پلاویو د مشرانو ترمنځ وشوه او له هغه وخت راهیسې بیا کومه ناسته نه ده شوې.
زرمتي زیاته کړه چې له مذاکراتو د طالبانو ډډه کول به د دولت مرکچي پلاوی ستومانه نه کړي او دا پلاوی به د ملي روغې جوړې د عالي شورا او دولت له مشورې او تصمیم پرته کابل ته ستون نه شي.
د دولت د مرکچي پلاوي بل غړي غلام فاروق مجروح په دغه ناسته کې ووېل چې د سولې په مذاکراتو کې د دولت په وړاندیز شوې اجنډا کې ۲۸ موردونه دي او د طالبانو له خوا مطرح شوې اجنډا ۲۲ موردونه لري. هغه زیاته کړه چې اوربند د دولت د مرکچي پلاوي لومړیتوب دی.
له بلې خوا، د دولت د مرکچي پلاوي غړو ټینګار کړی، په دې تمه دي چې د طالبانو د مرکچي پلاوي ځینې غړي له بهرنیو سفرونو دوحې ته ستانه او خبرې پیل شي.
د دولت مرکچې پلاوي ووېل چې د موقت حکومت د جوړېدو موضوع د مذاکراتو په اجنډا کې نه ده شامله او د خبرو په بهیر کې هم تراوسه د هېڅ لوري له خوا نه ده مطرح شوې.
رسول طالب په مسکو کې د عباس ستانکزي څرګندونې چې د ولسمشر غني د استعفا موضوع یې مطرح کړې وه او د هغه په مشرۍ دولت یې د سولې په وړاندې خنډ بللی بللی و، په مذاکراتو کې د طالبانو د مرکچي پلاوي له نه ګډونه د عمومي افکارو د غړولو لپاره هڅه وبلله.
هغه د طالب بندیانو د خلاصون موضوع ته په اشارې سره ووېل چې د مذاکراتو لپاره یې د شرط په توګه وړاندې کول حل لاره نه ده او دواړه لوري باید په جدي توګه مذاکراتو ته دوام ورکړي.
رسول طالب زیاته کړه چې طالبان به هم په دې پوه شي چې مذاکرات د هېواد د ستونزو د اواري یوازینۍ لار ده او دغه درک ته تر رسېدو به د سولې په هکله د طالبانو دریځ بدلون مومي.
شریفې زرمتي د موقت حکومت په اړه د دولت د مرکچي پلاوي د غړي امین احمدي څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله. د هغې په وینا، د ولسمشر غني د استعفا غوښتنه د خلکو او دولت د مرکچي پلاوي لپاره د منلو وړ نه دی.
د دولت مرکچي پلاوی د مرغومي په شپاړسمه نېټه بیا ځلې دوحې ته ولاړ، لکه څنګه چې د دولت مرکچي پلاوی وايي تراوسه له طالبانو سره یوازې درې ناستې شوې دي. د ننه په هېواد کې د مذاکراتو د دوهم پړاو پر ټنکني بهیر نیوکې زیاتې شوې دي.