اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت: پاکستان کې ۱۵۰۰ افغان کډوال زنداني دي

۸صبح، کابل: اسلام‌اباد کې د طالبانو سفارت د پاکستان په زندانونو کې د سلګونه افغان کډوالو د بندي کېدو خبر ورکړی دی.

دغه سفارت یکشنبه شپه د لیندۍ پر ۲۷ یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې پاکستاني چارواکو څو ځله د کډوالو دوسیو ته د رسېدنې ژمنه کړې ده؛ خو د هغوی زیات شمېر لا هم په زندانونو کې دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې تېرو درېیو میاشتو کې ۵۰۰ کډوال د پاکستان له زندانونو خوشي شوي دي.

پاکستان کې د طالبانو سفارت ویلي، چې ټاکل شوې د ښځو، ماشومانو، سپین‌‌ږیرو او ناروغانو په ګډون یو شمېر کډوال په نږدې راتلونکي کې خوشي شي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې مخکې د بښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي د پاکستان لومړي وزیر ته په یوه لیک کې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو له وضعیته اندېښنه څرګنده کړه.

ورته لیکنې

Back to top button