۸صبح، کابل: د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، چې د کابل په شهرنو کې پر یوه هوټل برید د بریدګرو په وژلو سره پایته ورسېد.
نوموړي دا موضوع دوشنبه د لیندۍ پر ۲۱ د یوه ټویټ په خپرولو بیان کړې ده.
مجاهد ادعا کړې ده، چې د هوټل ټول مېلمانه ژغورل شوي او هېڅ بهرنی نه دی وژل شوی.
هغه زیاته کړې: «البته دوه بهرني وګړي، چې ځانونه یې له ودانۍ راوغورځول، ټپیان شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې نن غرمهمهال (دوشنبه د لیندۍ پر ۲۱) وسلهوالو کسانو د کابل ښار د شهرنو سیمې پر «کابل هوټل» برید وکړ.
د شاهدانو په وینا، په دې هوټل کې مېشت کسان چینایي وګړي وو.
د ویلو ده، چې له دې مخکې افغانستان کې د چین سفیر له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د سفارت او د دغه هېواد د وګړو د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې وه.