طالبان: په افغانستان کې د ترهګرۍ د پراختیا په تړاو د هند او منځنۍ اسیا د هېوادونو اندېښنه بېځایه ده

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ملی امنیت سلاکارانو د لومړۍ غونډۍ اعلامیې ته غبرګون ښودلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت چهارشنبه د لیندۍ په ۱۶ د یوې اعلامیې په خپرولو د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو د لومړۍ غونډې هرکلی وکړ.
خو دغه وزارت په افغانستان کې ترهګرو ته د پناه ځایونو د برابرولو او د هغوی د مالي ملاتړ په تړاو د هند او منځنۍ اسیا هېوادونو اندېښنه بې ځایه بللې ده.
طالبانو هیله څرګنده کړې، چې د هند او د منځنۍ اسیا هېوادونو د ملي امنیت سلاکارانو دویمې غونډې ته، چې ټاکل شوې د راتلونکي زېږدیز کال په مې میاشت کې د قزاقستان په کوربتوب جوړه شي، دوی ته هم بلنه ورکړل شي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان په هکله د هند او د منځنۍ اسيا هېوادونو د ملي امنيت د سلاکارانو لومړۍ غونډه روانه اونۍ د هند په کوربتوب جوړه شوه. په دې غونډه کې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د پراختیا په تړاو اندېښنه وښودل شوه.