۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې د پرېکړو په اړه غبرګون ښوولی دی.
یاد وزارت جمعه د غبرګولي پر ۶ په یوې خبرپاڼه کې د افغانستان د بانکدارۍ او مالي سیسټم بیارغول او له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو د پرېکړې هرکلی کړی او له امریکا یې غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده او هر ډول اقتصادي بندیزونه لرې کړي.
ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د افغان مېرمنو د حقونو په اړه د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلې اندېښنې له واقعیته لرې بللې او د افغانانو د منل شویو دیني او کلتوري لارښوونو په چوکاټ کې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د بشپړو حقونو د تامین په برخه کې یې پر خپلې ژمنې ټينګار کړی دی.
طالبان داسې مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د ښځو د حقونو د نه پلي کېدو دریځ غیرواقعي ګڼي، چې تازه هغوی د تلویزیون ښځينه ویندویانې اړ کړې، چې په تلویزیون کې د راڅرګندېدو پر مهال ماسک واچوي.