۸صبح، واشنګټن ډيسي: د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډيسي کې د افغانستان د سوداګرۍ شورا پرانېستل شوه.
د افغانستان د سوداګرۍ شورا اجرایوي رییس فرشید حکیمیار دوشنبه د سلواغې پر ۹مه د دغې شورا په پرانېستغونډه کې ویلي چې د دې شورا موخه د افغان او امریکايي سوداګرو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول او په امریکا کې د هېواد د سوداګرو له لوري د سوداګرۍ په برخه کې د واقعي فرصتونو برابرول دي.
عبدالهادي نجرابي د افغانستان د سوداګرۍ شورا رییس دی او نوموړی یې اداره کوي.
ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس او د دغې شورا یو بنسټ اېښودنکي په دې غونډه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ سوداګرۍ ته هیله ښودلې او ویلي دي چې دا شورا به وکړای شي د افغان او امریکايي سوداګرو ترمنځ هغمږي رامنځته کړي.
له بلې خوا د افغان مېرمنو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په امریکا کې د افغان مېرمنو لپاره د سوداګرۍ د فرصتونو یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د ښځو ونډه ګټوره او اغېزناکه یاده کړې ده.
دې شورا کې هغه سوداګر راټول شوي چې په وروستیو کلونو کې یې په افغانستان او امریکا کې د پام وړ سوداګریز فعالیتونه کړي دي.
د افغانستان د سوداګرۍ شورا له دې وړاندې په دبۍ او استانبول کې هم جوړه شوې وه.
د دې شورا موخه د نړۍ په بېلابېلو ښارونو کې د افغان سوداګرو ترمنځ د اړینې همغږۍ رامنځته کول دي.