د افغانستان د لوېدیځ په پنځو ولایتونو کې د ښځینه بندیانو د وضعیت په تړاو د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي، چې ښځينه بندیانې پر دې سربېره چې په « بې بنسټه» تورونو په خپلسري ډول نیول شوې دي، په زندانونو کې ربړول شوي هم دي. دا مهال د هېواد د لوېدیځ په پنځو ولایتونو کې څه باندې ۳۴۰ ښځې د طالبانو په زندانونو کې دي، چې د هغوی پر وړاندې تر ټولو ډېر تورونه له نارینه وو سره د ټلیفوني اړیکو ټينګول بلل شوي دي. د زندان نامناسب موقعيت، ناروغتیایي خواړه، حفظ الصحې ته نه پاملرنه، د مناسبو طبي او روغتیایي خدمتونو نشتوالى، د زندان د ساتونکو سپکې سپورې خبرې او ناوړه چلند، د زندان د مسلکي ساتونکو نشتوالى، له زندانه بهر روغتيايي مرکزونو ته د لېږد پر مهال د ولچک او زنځیر کارول، له کورنیو سره له منظمو اړیکو محرومیت او یو شمېر نورې ستونزې هغه ننګونې دي چې ښځينه بندیانې ورسره مخ دي او په زندانونو کې د ژوند له تر ټولو لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي. د راپور موندنې ښيي، چې ټول ښځينه زندانونه د طالبانو د پوځي قومندانانو له خوا اداره کېږي او د دغو زندانونو په مدیریت کې هېڅ ښځه رول نه لري. د امنیتي ګواښونو له امله په راپور کې ټولو ته مستعار نومونه کارول شوي دي.
د دغه راپور د موندنو له مخې، د هرات، غور، بادغیس، فراه او نیمروز په ګډون د لوېدیځ زون په هېڅ یو ولایت کې هم د ښځو لپاره جلا او معیاري زندان نشته. هرات ولايت چې د بېلابېلو دولتي ادارو لپاره د دولتي امکاناتو د لرلو له پلوه په لوېديځ زون کې د نورو ولايتونو په پرتله ښه دى، هم د ښځو د ساتلو لپاره مناسب زندان نه لري. په دغو زندانونو کې تر ډېره ښځې له نارینه وو سره د اړیکو لرلو او له کوره د تېښتې په تور زندان ته اچول شوي او یو شمېر یې د غلا او قتل په څېر جرمونو په تور بندیانې دي.
د هرات ښځينه زندان
د هرات ښځينه زندان کې له ۲۵۰ تر ۳۰۰ پورې ښځې بندیانې دي. دغه زندان له ۲۰۱۹ کاله د جمهوریت تر سقوط پورې د یوې ښځینه پولیسې عالیې عزیزي له خوا اداره کېده. د هرات د ښځو د محبس دغه افسره چې په هرات کې د طالبانو د زندان د عمومي قوماندان په غوښتنه د جمهوري نظام له راپرځېدو یوه اوونۍ وروسته بېرته دندې ته ستنه شوه، ورکه شوه، له هغه وخت راهیسې د هغې د برخلیک په تړاو معلومات نشته. د مېرمن عزیزي تر ورکیدو وروسته اوس هم دغه زندان د طالبانو د یوه پوځي قوماندان له خوا اداره کیږي.
بي بي حورا (مستعار نوم) ۲۴ کلنه ده. هغه له کوره د تېښتې له امله له خپلې مور او پلار سره یوځای بندي شوې ده. طالبانو یوه اوونۍ وروسته د هغې مور او پلار له بنده خوشي کړل، خو بي بي حورا یې دوه میاشتې بندي کړه. هغه د طالبانو له خوا د نوموړې د مېړه له رضایت وروسته په هرات کې د ښځو له زندانه خوشې شوه.
بي بي حورا وايي: «شپږ کاله کیږي چې واده مې کړی. کله به مې چې له مېړه سره جنګ او جنجال وکړ، زه به یې وهلم. دا ځل یې ډېره ووهلم، له کوره ووتم، د خپلې مور کره ولاړم او شپه مې هم وکړه، سهار چې رینجر راغی، مېړه مې له درېیو طالبانو سره زه او مور او پلار مې ولسوالۍ او بیا امنیه قوماندانۍ ته بوتلو. زما مور او پلار یوه اوونۍ وروسته خوشي شول، خو زه یې په زندان کې وساتلم.»
مېرمن حورا زیاتوي: «که څه هم مېړه مې پوهیده چې زه په غوسه شوم او بېرته کور ته راستنېږم، خو بیا یې هم دا کار وکړ. کله چې مې ترې وپوښتل ولې دې داسې وکړل؟ هغه وویل هرې ښځې او هر سړی ویل! هغه دغه راز وویل باید پوهه شې چې دا جمهوریت نه دی چې هر وخت دې زړه شو، غږ پورته کړې او جنجال جوړ کړې! » بي بي حورا ټينګار کوي چې د خپل مېړه د شکايت له امله يې دوه مياشتې د طالبانو په زندان کې تېرې کړې تر دې چې د لېوره په منځګړيتوب یې مېړه له زندانه د دې خوشې کېدو ته راضي شو او له زندنه خوشې شوه. حورا وايي چې اوس یې مېړه ورسره د یوې ( غلامې) په څېر چلند کوي او مجبوره ده، چوپه خوله پاتې شي.
له نکاح پرته د اړیکو تور بل مورد دی چې ښځې یې د طالبانو د زندانونو د تمبو شاته اچولي دی. دا تور د یوې عادي کتنې یا ټلیفوني اړیکو تر بریده هم لګول شوی دی. په دې تور ګڼې ښځې د طالبانو د لوېدیځ زون په زندانونو کې بندیانې دي.
فریده (مستعار نوم) یوه ځوانه نجلۍ ده چې له یوه سړي سره د ټلیفوني خبرو پرمهال ونیول شوه. هغه سړی چې فریده تورنه ده له نکاح پرته اړیکې ورسره لري، یو خیاط دی. دغه خیاط له څو کلونو راهیسې د فریدې د کورنۍ د ټولو غړو کالي ګنډي. کله چې فريدې له هغه سره د خپلو محفلي جامو د ګنډلو په تړاو خبرې کولې، د طالبانو له خوا ونيول شوه. طالبانو د همدې تور پر بنسټ، فریده پر شپږو میاشتو بند محکومه کړې ده.
فريده وايي: له خپلې مور او خور سره ليلامي واټ ته ولاړم ، د جامو لپاره مو ټوکر واخیست، مور او خور مې زرګرۍ ته ولاړې، مور ته مې وويل څو چې تاسو له زرګرۍ راخلاصېږئ ، زه خپلې جامې خیاطۍ ته وړم او بېرته راځم. له څو کلونو راهیسې زموږ ټولې کورنۍ خپلې جامې په همدې خیاطۍ کې ګنډلې. د خیاط شمېره مې ثبت کړې وه، ټلیفون مې ور وکړ چې وپوښتم چې هغه په هټۍ کې دی او زما نوبت رارسېږی کنه، ځکه چې د واده مراسم نږدې وو. خیاط وویل، چې ډیري جامې په نوبت کې اېښودل شوي او ستاسو جامې نه شم ګنډلای، ما ورسره بحث کاوه او ورته ویل مې چې موږ څو کاله کیږي ستاسو مشتریان یو، باید زما جامې وګنډې.»
دا ځوانه نجلۍ زیاتوي:« خیاط ومنله او ویې ویل چې خپلې جامې راوړه، موږ ورسره پېژندل نو ځکه مې ورسره ډاډه او په ټوکو خبرې کولې، کله چې فردوسي مارکیټ ته نږدې شوم، ټلیفون مې پرې کړ او مارکیټ ته ننوتم. کله چې د خیاطۍ د هټۍ دروازې ته ورسېدم، یو طالب مې مخې ته ودرېد او ویې ویل: بې شرمې! رنډۍ! حرکت وکړه! زه حیرانه وم چې څه پیښ شوي، بیا یوې میرمنې چې ماسک یې تړلی و او چادري یې اغوستی وه زما لاس ونیوه او په زور یې په موټر کې سپره کړم او امنیتي حوزې ته یې بوتلم.»
فریده چې په امنیه قومندانۍ او هم د دغې ډلې په زندان کې د طالب جنګیالیو د ناوړه چلند او بدو خبرو ترخې او دردوونکې کیسې لري، وايي:« له هر طالب سره چې مخامخېدم، له سپکاوي او تحقیر پرته بل څه نه وو. ټولو هغو ښځو ته به چې زما په څېر د نامشروع اړیکو د لرلو په تور بندیانې وې، د هر طالب لومړی او وروستۍ خبره د رنډۍ ویل وو.»
دا ځوانه نجلۍ له ښځینه بندیانو سره د طالبانو د چلند په تړاو داسې وايي: «یوه ورځ د قوماندانۍ په منځ کې چې له ما یې پلټنې کولې، یوه طالب چې ډېر په غوسه و، وویل چې امریکایانو تاسو په فحشا روږدي کړي یاست، له وژلو پرته توبه نه باسئ». فريده چې له شپږو مياشتو وروسته د طالبانو له زندانه خوشې شوې، وايي چې د «نامشروع» اړيکو په تور زنداني کېدو يې ژوند تور کړى دى. هغه چې له خوشي کېدو وروسته يې دوه مياشتې د خپل ماما کره تېرې کړې وايي، چې ورور يې قسم خوړلى و چې وبه یې وژني، خو بالاخره یې د ماما په ټينګارسره اجازه ورکړل شوه، چې بېرته کور ته ستنه شي او د يوه نه بخښونکې مجرمې په توګه ژوند وکړي.
په جنایي قضیو کې مدافع وکیل ته د لاسرسي نشتوالی یوه له هغو نورو ننګونو ده چې تورنې ښځې ورسره مخ دي. طالبانو په جنايي قضیو تورنې ښځې د مدافع وکیل له لرلو بې برخې کړې دي. یوازې په کمو مواردو کې هغه تورنې ښځې چې له طالب جنګیالیو سره پېژندګلوي ولري یا په هغوی کې واسطه ولري، کولای شي مدافع وکیل ولري.
نبیله (مستعار نوم) هغه مور ده چې لور یې له خپل مېړه سره د نه جوړېدو او د هغه د وهلو ټکولو له امله زنداني شوې ده. هغه وايي چې د ډېرو ستونزو په ګاللو سره وتوانېده چې د طالبانو په منځګړتوب او د هغوی په منځ کې د واسطې په پیداکولو سره د خپلې لور لپاره مدافع وکيل پيدا کړي. دا په داسې حال کې ده، چې مدافع وکیل پخپله د نبیلې د لور لپاره یو لوی سرخوږی ګرځېدلی دی. دغه مدافع وکیل نه یوازې دا چې د طالبانو په محکمه کې د لیلما (مستعارنوم) د قضیې په دفاع کې پاتې راغلی، بلکې بل دروند توریې هم ورته پیدا کړی دی.
د لیلما مور وايي:« په ډېرې سختۍ سره مو وکړای شول چې د یوه مولوي صاحب [طالب] له لارې چې پخوا زموږ ګاونډی و او اوس د [طالبانو] په حکومت کې کار کوي، لیلما ته مدافع وکیل پیدا کړو، خو څه یو بد عاقبت! دویم ځل چې مدافع وکیل په زندان کې د لیلما لیدو ته ولاړ، هغه یې په ناحقه او ظالمانه توګه له لیلما سره د نامشروع اړیکو په تور ونیوه.»
نبیله له اوښکو په ډکو سترګو زیاتوي: «په قرآن مې دې قسم وي چې زما پر بې چاره لور یې په دروغو تهمت ولګاوه. هغه هره شېبه د خپل مرګ په فکر کې وي او له ژوند کولو پکو ده او دغو ظالمانو په بې رحمۍ سره په هغې پسې تهمت وتاړه.» د نبيلې په وينا، د ليلما مدافع وکيل هم څه موده په زندان کې و، خو وروسته له بنده خوشي شو.
عادلانه محکمو او مدافع وکیلانو ته پر نه لاسرسي سربیره، د خوړو د سالم سیستم نشتوالي د طالبانو په زندانونو کې د ښځینه بندیانو ژوند په یوه وېروونکي خوب بدل کړی دی. د طالبانو په مالي او اداري جوړښت کې فساد د دې لامل شوی چې بندیان د بهرنیو بنسټونو له مرستې سره سره، مناسبو خوړو ته لاسرسی ونه لري.
سور صليب د هرات د ښځينه زندان لپاره د خوراکي توکو د برابرولو مسووليت پر غاړه لري، خو ښځينه بنديانې وايي، چې د خوراکي توکو د چمتو کولو او وېش په برخه کې د طالبانو د چارواکو د مداخلې او لاسوهنې له امله د دوى د خوړو سيستم نامناسب دی او له هغه خوراکي رژیم سره چې طالبان یې د نارینه په زندان کې لري، هېڅ ډول توپیر نه لري. دغه بندیانې د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو په ځانګړې توګه له سره صلیبه غواړي چې د خپلو مرستو د وېش پر بهیر څارنه وکړي.
حليمه (مستعار نوم)، چې يوه له ښځينه بنديانو ده، وايي:« د ښځو په زندان کې خواړه ښه نه وو، ويل يې چې سور صليب مرسته کوي، خو موږ داسې څه ونه ليدل چې وښيي خواړه ښه دي، یوازې د وخوره او مه مره خواړه وو، چې له مجبوریته مو خپلې ګېډې مړولې». د حليمې په وينا، ډېری وخت ښځينه بنديانو ته خوسا شوي خواړه او د څو ورځو پاتې وچه ډوډۍ ورکول کېږي.
په همدې حال کې په هرات کې د طالبانو په زندان کې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته تایید کړې چې په دغه زندان کې د سره صلیب مرستې د طالب چارواکو له خوا تالا ترغۍ کیږي. د دې سرچينې په وينا، د کېدونکو مرستو نيمايي هم په زندانونو کې ښځو ته نه رسېږي.
د نیمروز ولایت ښځينه زندان
د نیمروز په ښځینه زندان کې له ۱۰ تر ۱۵ ښځینه بندیانې ساتل کېږي. دغه زندان له زرنج ښاره لس کیلو مټره لېرې موقعیت لري. دا زندان د نارینه وو له زندان سره په یوه ګډ انګړ کې دی. د طالبانو په دغه زندان کې یو شمېر ښځې د داعش د غړیتوب په تور بندیانې دي.
په نیمروز کې د طالبانو په زندان کې دغه ښځينه بندیانې د هغو کسانو د کورنیو غړې دي چې تېر کال د زرنج ښار په معصوم اباد سیمه کې له طالب جنګیالیو سره د داعش د غړیتوب په تور په څو ساعته جګړه کې ووژل شول. د نیمروز د ښځو د زندان په تړاو د راپور موندنې ښيي، چې د زندان د ساتونکو پر نامناسب او سپکوونکي چلند او له خپلو کورنیو سره د بندیانو له اړیکو پر محرومیت سربېره، له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي. په زندان کې روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالى کله ناکله د دې لامل ګرځي چې ښځينه بنديانې د درملنې لپاره د ښار دننه روغتيايي مرکزونو ته ولېږدول شي.
عزیزه رحماني (مستعار نوم) له شپږو میاشتو ډېره موده د نیمروز د ښځو په زندان کې وه. دا وايي، چې په دروغجنو تورونو زندان ته اچول شوې ده. رحماني هغه دردوونکې او ټکان ورکوونکې کیسې بیانوي چې بندیانې ښځې ورسره مخ دي.
عزيزه وايي:« له خپلې مور سره ښار ته ولاړم، د ګرځنده ټلفیون چارچ مې خلاص شو، د موبايل يوه پلورنځي ته ورغلم او له هټیوال مې وغوښتل چې د څو دقيقو لپاره مې ګرځنده ټلیفون چارچوم. هټیوال وویل خورې موږ په جنجال مه اخته کوه، نه کیږي طالبان ګرځي. ډېر ټينګار مې وکړ، هغه ومنله او څو دقیقې د خپل ټلیفون چارچېدو ته منتظره ناسته وم چې دوه طالبان راننوتل او ویې ویل دلته څه کوې، ومې ویل موبایل مې چارچ نه درلود، چارچ ته مې کېښود، د ټوپک په میل یې پرسینه کېکاږلم او ویې ویل ووځه رنډۍ! او هټیوال یې څو څپېړي پر مخ وواهه او ورته ویل یې چې تاسو له دکانه رنډۍ خانه خانه جوړه کړې ده.»
د عزیزې په وینا، ښځې د تورنېدو له پیله تر محاکمې او ان په زندان کې د طالب چارواکو له خوا په بدو خبرو سره تحقیر او سپکېږي. د زندان ښځينه ساتونکي چې د تېر حکومت له وخته په دې زندان کې دنده ترسره کوي، د طالب جنګیالیو له خوا له سپکاوي سره مخ کیږي. د عزيزې په وينا، حفظ الصحې ته نه پاملرنه او د مناسبو طبي او روغتيايي خدمتونو نشتوالى بله هغه ستونزه ده، چې ښځينه بندیانې ورسره مخ دي.
خو د نيمروز د ښځينه زندان يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط له ٨صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تاييد کړه، چې د نيمروز ولايت په زندان کې کلينيک چې نارينه او ښځينه دواړه برخې تر پوښښ لاندې لري، پوره امکانات نه لري او لومړني روغتيايي خدمتونه وړاندې کوي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د نيمروز ښځينه زندان دا مهال ښځینه روغتیایي کارکوونکي نه لري چې له امله يې ښځينه بنديانې له جدي روغتیايي ستونزو سره د مخ کېدو پرمهال د زرنج ښار دننه روغتيايي مرکزونو ته لېږدول کېږي.
دا سرچینه وايي: «موږ کافي پرسونل نه لرو، متخصص چې نه وي، نرس ناروغانو ته څه کولای شي. دا مهال ښځينه ډاکټره او نرسه په زندان کې نشته، کله چې ښځې ناروغه شي، ښار ته يې لېږدوو، هلته مو یې لاسونو ته ولچک اچولي وي، کله چې روغتون ته ځو، ټول خلک زموږ شاوخوا ته راټولېږي.»
عزیزه د نیمروز په زندان کې د روغتیايي مرکز د وضعیت په تړاو دردوونکې کیسه لري. هغه زیاتوي: «په زندان کې یوازې د سردردۍ درمل شته. ښځينه ډاکټره نشته، کله چې ښځينه ناروغي [میاشتنۍ ناروغي] ولرې، چا ته ووايي؟ ما پخپله میاشتنۍ ناروغي لرله، سخته وینه بهیدنه مې لرله، هرڅه مې چې وکړل نارینه ډاکټر ته مې ونه شوای ویلای چې په دریمه ورځ مې د ډېرې وینې د ضایع کېدو له امله ضعف وکړ.»
دا مېرمن د خپلې همنوعې بندۍ په حواله وايي: «یوې بندي مېرمنې ویلي وو چې وینه ترې بهېږي، زه یې روغتون ته ورسولم، بېلې خونه کې یې بستر کړم او په زنځیر یې یو لاس راته په کټ وتاړه.له نورو خونو ناروغان راتلل او په سپکه یې راته کتل، دومره وشرمېدلم چې هره شېبه مې د مرګ غوښتنه کوله، ډاکټر ته مې زارۍ وکړې چې ژر مې رخصت کړي.»
عزیزه وايي، د نورو ناروغانو او د روغتون د کارکوونکو له خوا سپکاوی بیا د ټولو هغو ښځينه بنديانو کيسه ده چې د درملنې لپاره له زندانه بهر لېږدول کېږي. نوموړې د نیمروز په ښځينه زندان کې ناپاکۍ ته په اشارې وايي: «پاکي له کومه شوه؟ د زندان ټول مرداری به موږ خپله پاکوه. کله به چې پلاوی راته، بندیانو ته یې نوې جامې ورکولې، تشنابونه او لوښي به یې پاکول. نور وختونه به یې ډډوزي ختل. همدا چې پاکاري به پېل شوه، پوهېدو چې پلاوی راځي.»
مېرمن عزیزه زیاتوي چې ډېری وخت به سپټيک څاګانې په زور او جبر پر نارینه بندیانو تخلیه کېدلې چې یوه ورځ د سپټيک څاه د پاکېدو پرمهال دوه بندیان ورولوېدل او ساه یې ورکړه او په دې اړه هېڅ طالب مسوول تر پوښتنې ګروېږنې لاندې رانغی.
د بادغیس د ښځينه زندان وضعیت
د راپور موندنې ښيي، چې په بادغیس کې د طالبانو ښځينه زندان د بندیانو د ساتلو وړتیا نه لري. اوسمهال د طالبانو په دې زندان کې د ۲۵ او ۴۰ ترمنځ ښځينه بندیانې ساتل کېږي. دا زندان د موقعیت، پر بندیانو د لګېدلو تورونو، خوړو، روغتیايي خدمتونو او له بندیانو سره د طالبانو د چلند له اړخه د هرات او نیمروز له زندانونو ښه نه ګڼل کېږي.
پر یادو ستونزو سربېره، هغه څه چې د بادغیس پر بندخونې ورزیات شوي هغه له یوې ښځينه بندي سره له نکاح پرته د طالبانو د زندان د یو چارواکي اړیکه وه. د بادغیس له بندخونې یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې داسې پېښه شوې ده. د سرچینې په خبره، یو طالب چارواکی له یوې ښځينه بندي سره له نکاح پرته د اړیکو په تور نیول شوی دی.
دا سرچینه زیاتوي: «د زندان یو کارکوونکي، دا تېروتنه [د اړیکې نیول] وکړه، خو موږ [طالبان] هغه د قانون منګولو ته وسپاره. نوموړی [طالب] نه و، یو کارکوونکی و چې د جمهوریت له مهال راهیسې یې په زندان کې کار کاوه او دا خباثت یې وکړ او الحمدلله چې قانون پرې پلی شو.»
د زندانونو لپاره د مسلکي ساتونکو کمی، هغه ننګونه ده چې د لوېدیځو ولایتونو ټول ښځینه زندانونه ورسره مخ دي.
نفیسه (مستعارنوم) پیغله نجلۍ ده چې تر لسم ټولګي يې ښوونځی لوستی دی. نوموړې د نامشروع اړیکې په تور د بادغیس په زندان کې بندي ده. هغه له بندیانو سره د زندان د کارکوونکو له ناوړه چلنده سرټکوي.
نفیسه وايي: «د زندان طالب کارکوونکي له قانونه ناخبره دي، ګومان کوي چې بندیانو ته باید هر مهال سزا ورکړل شي له همدې کبله ناسم چلن کوي او بندیانو ته یې هر څه چې په خوله راشي وايي یې.»
هغه زیاتوي چې د دغه زندان ډېری کارکوونکي، د خپلې دندې او له بندیانو سره د چلند له څرنګوالي خبر نه دي او له همدې کبله د ښځينه بندیانو پر وړاندې له تاوتریخوالي او ناسم چلنده کار اخلي.
د غور ښځينه زندان
دا مهال د غور په ښځينه زندان کې ۱۲ ښځې د مخدره توکو د قاچاق، له کوره د تېښتې، د طالبانو پر ضد تبلیغاتو او له نکاح پرته اړیکو په تور بندیانې دي.
بلقیس (مستعار نوم) ۲۱ کلنه ښځه ده. هغې د طالبانو په ښځينه زندان کې اته میاشتې له کوره د تېښتې په تور تېرې کړې دي. بلقیس هم د غور ښځینه بند خونه کې د ستونزو په اړه وویل چې په دغه ولایت کې ښځينه بندیانې له خپلو کورنیو سره د اړیکو له نیولو بې برخې دي. نوموړې وايي چې په اتو میاشتو کې توانېدلې یوازې درې ځلي خپله مور وویني.
بلقیس زیاتوي: «کله چې بندي شوم پنځه میاشتې مې د کورنۍ کوم غړی لیدو ته رانغی. وروسته مې مور وروڼه او پلار راضي کړل چې پرېږدي لیدو ته مې راشي. په همدې موده کې مې مور یوازې درې وارې وتوانېده چې لیدلو ته مې راشي.»
هغه وايي: «مور مې لسګونه وارې د زندان قوماندان ته زارۍ وکړې؛ خو په دې موده کې یوازې درې وارې هغه هم د یو طالب په واسطه چې زموږ ګاونډی و، زما لیدلو ته راغله.»
رقیه (مستعار نوم) په غور کې یوه پيغله چې یو سیمهییز طالب ته د ټیلفوني پيغام لېږلو په تور په خپلسري توګه نیول شوې ده. طالبانو له محاکمه کېدو د خپل سیمهییز قوماندان د ژغورلو لپاره د رقیې تور په ټيلفون کې له چټ کولو د اسنادو جعل ته اړولی دی. رقیه چې له یو طالب سره په ټيلفون کې د چټ کولو په تور نیول شوې، زندان ته لېږل کېږي او تورن طالب خپلې دندې ته دوام ورکوي.
د غور يو پخوانى مدني فعال چې رقيه له نږدې پېژني، پر هغې د اسنادو د جعل تورونه دروغ ګڼي او داسې کیسه کوي: «اصلي کیسه دا ده چې رقیې د دې ادارې له مسوول سره پر یوې کاري موضوع بحث لاره، د خبرو پر مهال دغه طالب چارواکي خبرې بل خوا اړوي، خبرې شخصي کوي او رقیې ته غولوونکي وړاندیزونه کوي. دغه طالب چارواکي په ضمني ډول د ملګرتيا د وړانديز ترڅنګ رقیې ته د خپلو خبرو د ښکاره کولو په صورت کې ضمني ګواښوونکې کلمې هم وايي او رقیه د ځان له وېرې له هغه سره چټ کولو ته دوام ورکوي چې ټيلفون یې د دې ډلې له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت کسانو له خوا کتل کېږي.»
د نوموړي مدني فعال په وينا، د دغه سيمهييز چارواکي او رقيې ترمنځ د پيغامونو له تبادلې وروسته د طالبانو له جنايي جرمونو سره د مبارزې کارکوونکي هڅه کوي چې دغه قوماندان هم ونيسي؛ خو د خپلې سيمهييزې ادارې د بدنامۍ د مخنيوي په موخه پر رقیې د اسنادو د جعل تور لګوي.
د دغه مدني فعال د ادعا له مخې، طالبانو د دغې ادارې یو کارکوونکی هم له رقیې سره د اسنادو په جعل کولو کې د همکارۍ په تور نیولی دی. رقیې نږدې درې میاشتې د طالبانو په زندان کې تېرې کړې دي.
د فراه ښځینه زندان
د فراه د ښځو په زندان کې له ۱۵ تر ۲۰ پورې ښځې د نشه يي توکو د قاچاق، قتل او نامشروع اړیکو په تور بندیانې دي. په دغه ولايت کې ښځينه بنديانې د لوېديځ زون د نورو څلورو ولايتونو د ښځينه بنديانو په څېر له ورته ستونزو سره مخ دي.
په جنايي قضیو کې مدافع وکیل ته نه لاسرسی د دې لامل شوی چې ۱۹ کلنه ملکه (مستعار نوم) داسې څه ووايي چې له قضايي مقرراتو د ناخبرۍ له کبله یې قضیه لا درنه شي. ملکه د خپل مېړه په وژنه تورنه ده. نوموړې وايي چې د محکمو په غونډه کې د ګډون پر مهال شرمېدله او د طالبانو قاضي چې هر څه ویل منل یې. هغې د څېړنې او محاکمې پر مهال له ځانه دفاع نه ده کړې او دې چارې یې سزا درنه کړې ده.
ملکه وايي: «کله چې ونیول شوم زه یې جنايي څانګې ته بوتلم. تر قوماندانۍ پورې طالبانو څه څه ونه ویل او په قوماندانۍ کې یې هم چې پوښتنې کولې په ځنډ مې ځواب ورکاوه ښکنځلې یې کولې چې ډېره شرمېدم.»
که څه هم هغې د طالبانو د محکمو د قاضیانو چلند بیا د دې ډلې د پولیسو په پرتله ډیر نرم وښود؛ خو د قاضیانو له سپکاوي خلاصه نه وه. ملکه وايي: «قاضیان د قوماندانۍ له کارکوونکو ښه و، ډېرې ښکنځلې یې نه کولې خو بې پرې قضاوت یې نه کاوه. د محکمو له غونډو ستړې شوې وم او ډېره شرمېدم. ځکه یوه ښځه وم او څلور خوا مې نارینه و او هر کس یوه خبره کوله او سپکې سپورې یې ویلې. له همدې کبله قاضي چې به هر څه ویل چې دا کار دې کړی؟ هغه کار دې کړی؟ ما به هم ویل، هو کړی مې دی څو له محکمې ژر ووځم.»
مدافع وکیلانو ته د ښځینه بندیانو نه لاسرسی د دې لامل شوی چې ښځې کمزوری دفاعیې ولري. په فراه کې دا ښځينه بندي وايي: «کورنۍ مې هڅه وکړه مدافع وکیل راته ونیسي د طالبانو محکمې ونه منله، خپله د ځان وکیله وم او هغوی هم چې څه یې زړه و، په دوسیه کې یې راته ولیکل.» د ملکې په خبره، د طالبانو تر اغېزلاندې دې شرایطو کې یې هغې ته د اوږدمهاله حبس سزا ورکړې ده.
نظیفه (مستعار نوم) یوه بله فراهۍ مېرمن ده چې د فراه په زندان کې یې درې میاشتې د مخدره توکو د قاچاق د نه کړي جرم په تور تېرې کړې دي. کله چې طالبانو د نوموړې کور تلاشي کاوه او یو کیلو تریاک یې وموندل، د ساتلو او قاچاق په تور یې بندي شوې ده. خو وروسته په ډاګه شوه چې دا تریاک د نظیفې د مېړه د یوه ملګري دي چې د هغې له خبراوي پرته یې په یو کارتن کې پټ کړي و او ترې خبره نه وه.
نظیفه وايي: «زما د زوم [د خور مېړه] یو ملګری چې د هلمند و، پر یو کس یې موټرسایکل پلورلی و. د پیسو پرځای یې یو کیلو تریاک ورکړي و. دغه هلمندي کس زما زوم ته ویلي وو چې هلمند ته د یو کیلو تریاکو وړل ارزښت نه لري دا پټ وساته چې څو کیلو نور هم شول، بیا یې وړم. د زوم کور مې په ولسوالۍ کې و، دوی مخدره مواد راوړي بې له دې چې ماته څه ووايي او په کارتن کې یې ځای په ځای کړي و. څو ورځې وروسته یې ورور په ایران کې ټکر وکړ او ایران ته لاړ. یوه میاشت وروسته زموږ کور ته یوه ډله طالبان راغلل، تریاک یې وموندل او پوښتنه یې وکړه چې مېړه دې چېرته دی؟ ورته ومې ویل ایران، وروسته یې زنګ وکړ او یوه ښځه هم راغله بیا یې زه قوماندانۍ ته بوتلم او وروسته یې ښځينه زندان ته، درې میاشتې په زندان کې وم.»
د نظیفې په خبره، وروسته له هغې چې د خور مېړه یې له نیول کېدو خبرېږي، افغانستان ته راګرځي او په امنیه قوماندانۍ کې اعتراف کوي چې دا مخدره توکي یې د ملګري دي او هغه بې له دې چې په دې اړه نظیفې ته څه ووايي، په کور کې یې پټ کړي وو. له دغه اعتراف وروسته، نظیفه له درې میاشتني بند وروسته خوشې کېږي.
په ولسوالیو کې د طالبانو ښځينه زندانونه
سربېره پر دې چې طالبان نه دي توانېدلي د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې د ښځو لپاره د ډېرو کمو خدمتونو په لرلو یو معیاري زندان جوړ کړي، د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي چې دغه ډله په ولسوالیو کې ښځینه بندیانې په «بدوي» ډول په امنیتي برجونو یا جلا کوټو کې له اسانتیاوو پرته ساتي.
۲۱ کلنه حمیده (مستعار نوم) چې د نامشروع اړیکو په تور بندي وه په دې وروستیو کې د هرات په یوه ولسوالۍ کې له درې میاشتني بنده خوشې شوه ده – د حمیدې لپاره د امنیتي ستونزو له کبله د ولسوالۍ نوم نه دی په ډاګه شوی – نوموړې وايي چې په دې موده کې یې لسګونه وارې د ځانوژنې پرېکړه کړې؛ خو کوم کس چې ساتونکی و، د دې کار مخنیوی یې کاوه.
حمیده وايي: «درې میاشتې د ولسوالۍ په برجک کې بندي وم دوه طالبان چې عمرونه یې زیات و، زما ساتنه یې کوله، ډېره ګرانه وه د تشناب لپاره ځای نه و، د ولسوالۍ تشناب لېرې و، هرکله به چې تللم ساتونکی به راسره و، طالبانو هم راته کتل چې ډېره ځوروونکې وه چې تلم او راتلم به له شرمه به اوبه کېدم.»
نوموړې زیاتوي: «حمام کول خو ډېر ستونزمن وو، یوازې چې کله به مې میاشتنۍ ناروغي ختمېده مور به مې راتلله او حمام ته به راسره تلله ځکه حمام د ولسوال د دفتر په دهلیز کې و او ولسوال ویلي وو په کومو ورځو کې چې حمام کوي مور ته یې اجازه ورکړې چې ورسره وي.»
حمیده وايي: «څو وارې مې پرېکړه وکړه چې یوه لار یا یو څه پیدا کړم چې ځان پرې ووژنم، خو کوم کس چې زما ساتنه یې کوله نه یې پرېښودم او مور ته مې یې چې وویل، هغې په ډېرې زارۍ او چغې وهلې له همدې کبله مې وزغمل.» د حمیدې په خبره، طالبانو دې بندۍ ته هېڅ خوراکي پروګرام نه لاره او خواړه به یې هره ورځ مور له کوره ورته استول.
د ښځو تبعید، د زندان پر ځای سزا
په ځینو ولسوالیو کې طالبانو د ښځینه بندیانو د ساتلو لپاره د اسانتیاوو د نشتوالي له امله، د ژوند کولو له ځایه د هغوی تبعید د زنداني کولو بدیله سزا ټاکلې ده.
په هرات کې له یوې ولسوالۍ د یوې تبعید شوې مېرمنې د قضیې مدافع وکیل محبالله (مستعار نوم) ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې مریم (مستعار نوم) د هرات د یوې ولسوالۍ اوسېدونکې ده. نوموړې د نامشروع اړیکې په تور نیول شوې ده او ۲۰ ورځې د ولسوالۍ په یوې خونې کې بندي وه.
د دغې ښځې د ساتلو د ځای په اړه، د ځایی اوسېدونکو ترمنځ ډېرې ګنګوسې راپارولې، تر دې چې یو ملا د طالبانو ولسوال ته خبرداری ورکړ چې دا کار به د خلکو په منځ د طالبانو د بدنامۍ لامل شي. وروسته په دې ولسوالۍ کې د طالبانو قاضي پرېکړه وکړه دا ښځه دې د بندي کولو پر ځای تبعید کړل شي.
هغه د طالبانو د قاضي له حکم وروسته هرات ښار ته بیايي او تر یوه کاله اجازه نه لري چې کورته ستنه شي. د راپور موندنې ښيي چې د طالبانو تر واک لاندې هېڅ ښځينه بندخونه له حقوقي او روغتیايي معیارونو سره برابره نه ده.
له دې وړاندې هم ۸صبح ورځپاڼې د هېواد په شمالختیځو ولایتونو کې یوه څېړنیز راپور کې موندلې وو چې طالبان د ښځينه بندیانو جنسي غړي ربړولي او تېري یې پرې کړي دي.