د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین د اوکراین د جګړې له پيل وروسته د دویم ځل لپاره خبرېاترې وکړې.
پنتاګون کې اعلان وکړ، چې اسټین جمعه د اکټوبر پر ۲۱ له سرګي شویګو سره اړیکه نیولې او اوکراین کې «د روانې جګړې په لړ کې د اړیکو د ساتلو پر ارزښت» ټینګار کړی دی.
کرملین هم په یوه لنډه خبرپاڼه کې د دغو دوو چارواکو له «ټلیفوني خبرو» یوازې ویلي، چې هغوی «د اوکراین د وضعیت په ګډون د نړیوال امنیت پر اړوند اړخونو» بحث کړی دی.
د روسیې یوه ديپلومات ګاوریلوف د دغه هېواد ټلویزیون ته ویلي، چې د دې اړیکې موخه د دواړو لوریو ترمنځ د «ناسم پوهاوي» لیري کول وه او هغه یې ډېره مهمه بللې ده.
یوه ورځ مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې خبرداری ورکړ، چې د ناټو غړي په ځانګړې توګه امریکا له اوکراینه په پوځي ملاتړ او د وسلو په مرسته کولو له روسیې سره د «مخامخ نښتې له خطرناک ګواښ سره» مخ شوي دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخرووا زیاته کړې، چې له اوکراینه د لوېدیځ پوځي ملاتړ تر اوسه ۴۳.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلی، چې ۲۸.۳ میلیارده یې د امریکا له خوا تامین شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو اونیو کې روسي ځواکونه اړ شول، چې د اوکراین له ځینو برخو شاتګ وکړي خو روسیې په اوکراین کې پراخ هوایي عملیات په لار اچولي دي.
دغه خبرېاترې په داسې حال کې شوې دي، چې له اټومي وسلو د روسیې د تکتیکي کار اخیستو د شونتیا په اړه بحثونه زیات شوي دي.
د ویلو ده، چې اسټین او شویګو له دې مخکې د روان زېږدیز کال د مې میاشتې پر ۱۳ او د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې له پيل وروسته یو بل سره خبرېاترې کړې وې.