له ترهګرۍ سره پر مبارزې د یوناما او کابل کې د پاکستان د سفارت ټینګار

۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي رییسې رزا اوتونبایوا کابل کې د پاکستان له سفیر عبدالرحمن نظامي سره لیدنه کړې ده.

یوناما یکشنبه د لړم پر ۲۱ یوه ټویټ کې ویلي، چې دواړو لوریو افغانستان کې د اقتصادي او سیاسي ننګونو په اړه خبرې‌اترې کړې دي.

د یوناما په وینا اوتونبایوا او نظامي له ترهګرۍ سره پر مبارزې او افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

له ترهګرۍ سره مبارزه او د ټولګډونه حکومت جوړول د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنه شرطونه دي.

ورته لیکنې

Back to top button