د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې د طالبانو رژیم «فوقالعاده ترهګر» بللی او د اټومي وسلو د ترلاسي لپاره یې د دوی له هڅو اندېښنه ښوولې. د امریکا د استازو جرګې یو غړي ویلي چې طالبان له شمالي کوریا او پاکستان څخه د اټومي وسلې د ترلاسي لپاره هڅه کوي. دغې کمېټې ویلي چې طالبان د القاعده لپاره پټنځای ورکوي او په افغانستان کې له امریکا پاتې وسلې پر ترهګرو ډلو پلوري. د دغې کمېټې مشر ویلي چې «طالب ترهګر» بشردوستانه مرستې تروړي، ښځې له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې کوي او ښايي د بګرام هوايي ډګر چین ته ورکړي. د نوموړي په خبره، طالبان خپل اطلاعاتي چارواکي په ملګرو ملتونو کې هم ځای پر ځای کوي. نوموړی د طالبانو د ورکېدو غوښتنه کړې او زیاته کړې ده چې د دې کار لپاره به د دوی له مخالفانو سره خبرې اترې وکړي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې دوه ورځې وړاندې «له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د بایډن ادارې د دوېمې برخې پالیسۍ د ارزولو» تر نامه لاندې د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ځانګړو استازو په ګډون ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ، د افغان نجونو، مېرمنو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، او د امریکا د پراختیايي ادارې مرستیال مایکل شیفر د امریکا د استازو جرګې د بهرنۍ کمېټې غړو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
د امریکا د استازو جرګې ځينو غړو په افغانستان کې د ناوړه بشري حالت او د ترهګرو ډلو د ځواکمنېدو په تړاو ویلي چې طالبان د اټومي وسلو په لټه دي او د القاعده په ګډون یې ځينو نورو ته پټنځای برابر کړی دی.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنۍ کمېټې جمهوري پال غړي اسکات پرې د دغې کمېټې په ناسته کې شمالي کوریا ته د اټومي وسلو د ترلاسي لپاره د طالبانو د استخباراتي چارواکو له سفره پرده پورته کړه. هغه ویلي: «د طالبانو امنیتي چارواکي چې پکې د کندهار امنیتي مسوول او د استخباراتو د بهرنیو اړیکو مسوول، عبدالرشید او عبدالمنیب[د طالبانو غړي] راځي، شمالي کوریا ته سفر کړی او له دغه هېواد سره د اټومي وسلو د ټکنالوژۍ د ترلاسي او تسلیحاتي اړیکو په لټه دي.» نوموړي زیاته کړې چې طالبان له پاکستان څخه هم د اټومي وسلو د ترلاسي په لټه دي. هغه له ټام وېسټ پوښتلي، که په دې اړه مالومات نه لري، یاداښت دې کړي او د دې کمېټې بله ناسته چې ټاکل شوې د تړلو دروازو ترشا جوړه شي، وړاندې کړي. ټام وېسټ دې پوښتنې ته په ځواب کې ویلي چې په دې اړه مالومات نه لري.
د امریکا دغه جمهوري پال غړي له ټام وېسټ سره د پوښتنو او ځوابونو په لړ کې ویلي: « زما وروره! دمګړۍ افغانستان یو ترهګر دولت[د طالبانو رژیم] دی. ته دا ټوکه ګڼې؟ ټام وېسټ: زموږ ارزونه داسې نه ده.»
له دې وړاندې د پخواني حکومت د ملي امنیت رییس د تاجیکستان پلازمېنه دوشنبه کې د هرات د امنیتي غونډې د یوولسم پړاو خبرو اترو کې ویلي و، داسې راپورونه لري چې ښکاري «ځینې طالبان د تاکتیکي اټومي وسلو د ترلاسه کولو د څرنګوالي په اروزنه بوخت دي.» نبیل ویلي و چې طالبان ښايي دا وسلې له پاکستان څخه ترلاسه کړي یا یې د ترلاسي لپاره جوړونکو ته پیسې ورکړي.
له بلې خوا، د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو رییس مایکل مککال ټینګار کړی چې د بایډن اداره هڅه کوي، طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه بهر کړي.
مککال زیاته کړې چې له افغانستانه د بایډن ادارې «وژونکې او له ګډوډۍ» ډکه وتنه له لومړۍ سره بده ګڼل کېده او نوموړي له افغانانو د ملاتړ او د سولې د ټيګښت د ډاډمنتیا لپاره هېڅ پلان نه درلود. د نوموړي په خبره، «طالبان یا ترهګر» هڅه کوي چې امریکا یې د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي، خو چارې یې د هرې ورځې په تېرېدو ناوړه کېږي، دا په داسې حال کې ده چې بایډن هڅه کوي د ملګرتیا له لارې د طالبانو سیاست بدل کړي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس ادعا کړې چې طالبانو د امریکا له لوري په افغانستان کې د اووه میلیارد ډالرو په ارزښت پاتې تجهیزات پلورلي او د ترهګرو ډلو او د دغه هېواد د دوښمنانو له خوا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې کارول کېږي. نوموړي له القاعدې سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني اړیکه یو نه منلکیدونکی حقیقت وباله او ویلي دي چې طالبانو زیات شمېر امریکايي وګړي نیولي دي.
مککال زیاته کړې چې طالبان د امریکايي مالیه ورکوونکو له پیسو ګټه اخلي او د خپلو جنګیالیو د پیاړوي کولو لپاره د نادولتي بنسټونو امکانات تروړي. نوموړي د سیګار په حواله ویلي چې طالبانو د بشردوستانه مرستو د ترلاسي لپاره نادولتي بنسټونه جوړ کړي او دغه راز هڅه کوي خپل اطلاعاتي چارواکي په ملګرو ملتونو کې ځای پرځای کړي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رییس زیاته کړې، د دې وخت دی چې د بایډن اداره خپل سیاسي لومړیتوبونه وارزوي او د طالبانو پر ځای له افغانانو ملاتړ وکړي. نوموړي په افغانستان کې د چین له نفوذه هم اندېښنه وښوده او زیاته کړې ده چې ښايي دا هېواد د بګرام نظامي اډه ترلاسه کړي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ځينو نورو غړو هم د افغانستان وضعیت په ځانګړې توګه د مېرمنو حالت کړکېچن بللی دی.
د دې کمېټې مرستیالې کتي منینګ هم په افغانستان کې د مېرمنو وضعیت ناوړه بللی او ویلي دي چې طالبانو له ښځو د کاري فرصتونو په اخیستو، هغوی سختې ځپلي دي.
منینګ ویلي چې د امریکايي سرتېرو ملګري دې یوازې نه پرېښوول کېږي او هغوی ته دې د ویزو د ورکړې بهیر ګړندی شي.
له بلې خوا، د کانګرس یو بل غړي جو ویلسون ټينګار کړی چې د طالبانو د ټولبښنې سره سره، ملګرو ملتونو د غچاخیستنې ۲۰۰ بریدونه مستند کړي دي. د نوموړي په خبره، د بایډن حکومت هڅه کوی دا واقعیت پټ کړي او دا غمیزې کمرنګه وښيي.
ویلسون ادعا کړې چې طالبانو د چین له کمونیستي ګوند سره اړیکې ټینګې کړي او بیجینګ هڅه کوي دا ډله د ځان «غلامه» کړي.
ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په دې ناسته کې ویلي چې القاعده ډله د افغانستان له خاورې د امریکا د ګواښلو وړتیا نه لري. دغه راز هغه ویلي چې طالبان امریکايي وګړي نیسي.
وېسټ زیاته کړې چې د افغانانو بېړنیو اړتیاوو ته رسېدنه د بایډن ادارې لومړیتوب دی او دغه هېواد د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته له افغانستان سره څه باندې دوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده. نوموړي د ښځو وضعیت ته په اشارې ټينګار کړی چې د نړۍ په هېڅ ګوټ کې هم د افغانستان په پرتله ښځې او نجونې نه ځپل کېږي.
ورته مهال د افغان نجونو، مېرمنو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، ویلي چې طالبانو د ښځو د حقونو د ورکړې په تړاو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او په افغانستان کې د بشري حقونو حالت ناوړه شوی دی. هغې زیاته کړې چې د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي، امنیتي سرتېري او د طالب ضد له ټلوالو سره په لاس لرلو تورن، مذهبي او قومي لږکي او مخالفان له ګواښ او تاوتریخوالي سره مخ دي.
مېرمن امیري زیاته کړې چې د رسنیو ازادي تر ډېره محدوده شوې او د ښځو پر وړاندې د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه د زعملو نه دي. د هغې په خبره، طالبانو له ۵۰ ډېرو تبعیضي فرمانونو په صادرولو ښځې په نښه کړي او د کمېدو څرک یې نه لیدل کېږي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې داسې مهال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او اټومي وسلو ته د طالبانو د لاسرسي له هڅو اندېښنه ښوولی چې مککال له افغانستان انترنېشنل سره په یوې ځانګړې مرکه ویلي چې د «شمالي ټلوالې له مشرانو» له ډلې د مقاومت ټلوالې له مشر احمد مسعود سره د خبرو اترو غوښتونکی دی.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو مشر ټينګار کړی چې له نورو ډلو او سیاسي حرکتونو سره به چې د طالبانو د پرځېدو غوښتونکي دي، خبرې اترې وکړي. هغه زیاته کړې: «زه غواړم چې د طالبانو رژیم له منځه لاړ شي. هغوی ښه خلک نه دي. دا د خپګان ځای دی، ډېری افغانان چې ډېر ښه او ګران خلک دي، اړ دي چې د طالبانو تر بېرحمانه واکمنۍ لاندې ژوند وکړي.»
د مککال له څرګندونو وروسته د افغانستان د مقاومت ټلوالې او ځينو سیاسیونو د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له دغه دریځه هرکلی کړی دی. د طالبانو مخالف سیاستوال وايي چې په امریکا کې د طالبانو د «نسکورلو» د ملاتړ غږ، د مخالفانو همغږۍ او سیاسي شعور ته اړتیا لري، څو د دغې ډلې پر وړاندې د نورو منظمو پروګرامونو او متحد غږ په پورته کولو سره ودرېږي او دا شین څراغ له طالبانو د نړۍ د ناهیلۍ نښه وګڼي.
د یادونې وړ ده چې دا اندېښنې داسې مهال رامخته شوي چې تېره اوونۍ کابل او مزارشریف کې د چاودنو له کبله ګڼو کسانو ته مرګ او ژوبله واوښته.