۸صبح، کابل: د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې بریتانیا او شمالي ایرلند په افغانستان کې د خوراکي نه خوندیتوب ناورین د مخنیوي لپاره، ۲۸ میلیون ډالره په پام کې نیولي دي.
دغه سازمان جمعه د لړم په دیارلسمه، په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی چې په دغو پیسو به د زیانمنونکو او هغو وګړو په ګډون چې په لیرې پرتو سیمو کې اوسېږي د ۶۵۰ زره تنو لپاره خواړه برابر شي.
د خوړو نړیوال سازمان روان کال د اقتصادي ستونزو، وچکالۍ، زلزلې او سېلابونو په شان چاپېریالي پېښو په شان ننګونو له پلوه بې مخینې بللی او اټکل یې کړی چې په راتلونکو کلونو کې به د ډېری افغان کورنیو لپاره وضعیت لاخراب شي.
د دغه سازمان په وینا، میلیونونه کورنۍ تقربیاٌ له سخت ژمي سره د مقابلې وس نه لري او له دې امله، د خوړو نړیوال سازمان په ټول هېواد کې د مرستې رسولو بهیر پيل کړی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام همداراز زیاته کړې چې د روان کال له پیل راهیسې دغه سازمان په ټول افغانستان کې د ۲۱،۹ میلیونه وګړو لپاره خوراکي مرستې او د ژوندانه نور وسایلو برابر کړي دي.
له بلې خوا، په دې وروستیو کې له څو ولایتونو څخه راپور ورکړ شوی، اوړه او ځینې نور خوراکي توکي چې د خوړو د نړیوال سازمان له خوا پر خلکو وېشل شوي فاسد او بې کیفیته دي.
بل لوري ته، د خوراکي توکو د وېش په بهیر کې د طالبانو د لاسوهنې، د نړیوالې ټولنې د مرستو د حیف و میل او اړمنو ته ددغو مرستو د نه رسېدو په هکله شکایتونو موجود دي.