۸صبح، کابل: د نقدي کڅوړو د لېږلو په دوام کې د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې یوه ۴۰ میلیون ډالري نقدي بسته کابل ته رسېدلې ده.
د دغه بانک د خبرپاڼې له مخې سهشنبه د لړم پر ۱۷ دغه پیسې د مرسته کوونکو هېوادونو د بشردوستانه مرستو د یوې برخې په توګه کابل کې یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.
د یوې اونۍ په لړ کې دا څلورمه ۴۰ میلیون ډالري بسته ده، چې کابل ته رسېږي او یوه سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.
د رارسېدلو پیسو کره شمېر تر اوسه نه دی روښانه، خو د رسنیو د راپور له مخې افغانستان ته لږترلږه شپاړس ۴۰ میلیون ډالري بستې او تر دېرشو زیاتې ۳۲ میلیون ډالري بستې رسېدلې دي.
د افغانستان بانک له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته تر یو میلیارد او ۵۹۳ میلیون ډالرو زیاتې نقدي پيسې افغانستان ته دننه شوې دي.
دغه نقدي بستې، چې د بشردوستانه مرستو په نوم کېږي د لګولو په اړه یې مرسته کوونکو او همداراز طالبانو کره معلومات نه دي وړاندې کړي.
بلومبرګ رسنۍ څو ورځې مخکې راپور ورکړ، چې لېږل شویو نقدي پیسو په اړه د افغانستان لپاره د امریکا د څارونکې ادارې، سیګار څېړنې د امریکا د ځینو دولتي بنسټونو له خوا له خنډ سره مخ شوې دي.
دغې ادارې ویلي و، چې په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د څو دولتي بنسټونو د نه همکارۍ له امله نه شي کولای افغانستان کې د امریکا دولت د لګښتونو په اړه راپور وړاندې کړي.