د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په اړه د استانبول غونډې د ځنډولو خبر ورکړی دی.
مولود چاوش اوغلو ويلي چې له امریکا، قطر او ملګروملتونو سازمان سره مشوره یې پرېکړه کړې چې د افغانستان د سولې په هکله د استانبول ناسته له کوچني اختر وروسته ترسره شي.
د آناتولي خبري آژانس د رپوټ له مخې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا موضوع له خبر تُرک تلویزیوني چینل سره په مرکه کې مطرح کړې ده.
هغه په دغه مرکه کې ویلي چې له افغانستانه د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د وتلو لپاره د امریکا په پرېکړې سره، د بین الافغاني مذاکراتو بهیر او د واشنګټن او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د تېر کال لاسلیک شوې هوکړه حساس پړاو ته داخله شوې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، هڅې کېدې چې د استانبول غونډه له مې میاشتې مخکې جوړه شي.
د هغه په وینا، دلیل یې هم دا و چې ټاکل شوې وه امریکا له طالبانو سره د هوکړې پر بنسټ په دې نېټه په بشپړه توګه خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او ټول باوري وو چې د ترکیې په ناسته کې ټول لوري یوې هوکړې ته ورسېږي، خو دا بهیر آسانه نه و.
چاوس اوغلو زیاته کړې چې له افغانستانه د وتلو لپاره د امریکا له پرېکړې وروسته اړتیا نشته چې بیړه وشي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «د ناستې ځنډول به د پلاوي د جوړښت او تدارکاتي پړاوونو له پلوه ګټور وي، له قطر، امریکا او ملګروملتونو سازمان سره مو سلامشوره کړې چې دغه غونډه له روژې او کوچني اختر وروسته ترسره شي.»
د هغه په وینا، د استانبول غونډه به د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان له خوا پرانیستل شي او د افغانستان د کړکېچ پر دواړو لوریو سربېره به د ۲۱ هېوادونو او درېیو نړیوالو سازمانونو استازي په دغه ناسته کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې وه دا ناسته د اپرېل په ۲۴مه نېټه پیل او د مې تر څلورمې دوام وکړي.
تراوسه د استانبول ناستې د ځنډوېډو لامل نه دی روښانه شوی، خو له دې مخکې طالبانو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره د دغه هېواد د ولسمشر جوبایډن د تازه پرېکړې په غبرګون کې ويلي و، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه بهر نه شي په هېڅ یوه ناسته کې به ګډون ونه کړي.
څه موده مخکې کله چې د استانبول د غونډې وخت نه و روښانه شوی، ځینو سرچینو ۸صبح ته ویلي و چې طالبانو ډله له روژې میاشتې وروسته د استانبول غونډې د جوړېدو غوښتونکي ده.