افغانستان له ۲۰۰۱ څخه وروسته د بیان ازادۍ او اطلاع رسونې ځلانده دوره تجربه کړه. په دې دوره کې په هېواد کې سلګونه رسنیو فعالیت وکړ. د جمهوري نظام پر مهال له ستونزو سره سره ازادو رسنیو ته د کار زمینه برابره وه. خبریالانو اطلاعاتو ته لاسرسی لاره او د نړیوالې ټولنې په حضور د هغوی کاري خوندیتوب تضمین شوی و. رسنیو د قانون له مخې په بې پرې اطلاع رسونې او پرله پسې افشاګرۍ سره د سیاست او واک خاوندان ځواب ورکولو ته اړ ایستل. څېړنیزو خبریالانو د مسوولانو فساد ډاګیز کاوه او رسنۍ په نقد او پوښتنو د تروریزم او بنسټپالنې پر ضد جدي او غښتلی دریځ نیولی و.
د ۲۰۲۱ د اګسټ پر ۱۵ د دولت له سقوط سره د رسنیو د فعالیت لپاره فضا په یوځلي واوښته. طالبانو چې په څومره چټکۍ ارګ او نورې دولتي ادارې ونیولې، په کابل کې يې د خپل حضور په لومړیو ورځو کې رسنیو ته هم ځان ورساوه. د نشراتي پالیسۍ د تغییر لپاره پر رسنیو فشار، د رسنیو د ساتونکو بې وسلې کول، د قوانینو لغوه کول، په ځانګړې توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په لغو کېدو سره يې د رسنیو پر فعالیت د سختدریځو کړنلارو طرح، د لاریونونو له رسنیز کولو پر رسنیو بندیز، د خبریالانو نیول او پلټنه، دا ټولې هغه چارې دي چې په تېرو پنځو میاشتو کې طالبانو د رسنیو پر وړاندې ترسره کړې دي.
د طالبانو له خوا د محدودیتونو او اقتصادي ستونزو له کبله ډېری رسنۍ له سقوط سره مخ شوې دي. ښځينه خبریالانې وزګارې شوې دي. ډېریو رسنیو د طالبانو پرله پسې فشار له کبله نشراتي پالیسي بدله کړې ده او په ځان سانسورونې فعالیت کوي. هغه خبریالان چې د طالبانو تر فشار لاندې زیات نه وي راغلي، هره ورځ د طالبانو سرپرست حکومت د استخباراتو ریاست له خوا غوښتل کېږي او پوښتنې ګروېږنې ترې کېږي. اوس چې یو څه د افغانستان په رسنیو کې په ډاګه لیدل کېږي، ځان سانسورول او وېره ده. خبریالان ځان خوندي نه ګڼي.
د خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټونو له اعتراضاتو سره سره، طالبانو د اطلاع رسونې ازادي په رسمیت نه ده پېژندلې. دې ډلې اطلاع رسونې ته په شریعتي لیدلوري، د رسنیو ازادي محدوده کړې ده. «د بیان ازادۍ کور» په تازه اعلامیه کې ویلي دي، چې رسنۍ په سیسټماټیکه توګه د طالبانو د استخباراتو ادارې له خوا سانسورېږي. په دې اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو استخباراتو اداره د زور، ګواښ او فساد په کارونې غواړي د افغانستان ټولې ازادې رسنۍ په خپل تبلیغاتي «پلټفورم» واړوي چې د دغه بنسټ په ویناو «له بده مرغه په دې کار کې تر یوې کچې بریالي شوي دي». د بیان ازادۍ کور تر څنګ، د خبریالانو او رسنیو ملاتړو بنسټونو هم دا اندېښنه مطرح کړې ده او د رسنیو د بیان ازادۍ د نابودۍ خبرداری یې ورکړی دی.
تر اوسه طالبانو دغو اعتراضاتو ته پام نه دی کړی. هغوی د هرې ورځې په تېرېدو، پر رسنیو فشار زیاتوي او د طرزالعمل جوړولو له مرحلې څخه د خبریالانو «امر و نهی» او ګواښ مرحلې ته رسېدلي دي. هغوی په داسې وضعیت کې چې هېواد له لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د رسنیو په بشپړ سانسورولو پسې يې رااخیستې ده. دا بربنډ واقعیت دی او د رسنیو په اړه د طالبانو د سرپرست حکومت په چال چلن کې لیدل کېږي.
د مخکیني حکومت په نسکورېدو، ملي بنسټونه وپاشل شول. د خلکو او افغانانو ډېری لاسته راوړنې د فقر او د معاصرې نړۍ د بې مخینې بشري ناورین په لمن کې ولوېدې. په داسې وضعیت کې چې کله د ازادو رسنیو فعالیت په بشپړه توګه په هېواد کې له منځه لاړ شي، تاوتریخوالی او ځپل به لا زیات شي او واکمن جوړښت به افغانانو او نړۍ ته ځواب ویونکی نه شي.
په داسې وضعیت کې یوازې د خبرپاڼې خپرول بسنه نه کوي. نړیوال بنسټونه او د نړۍ هېوادونه باید د افغانانو د لاسته راوړنو په ځانګړې توګه د بیان ازادي او اطلاع رسونې د ساتنې لپاره له هېڅ کوښښه مخ وانه ړوي. رسنۍ د طالبانو له زیاتېدونکي فشار سره مخ دي او که نړۍ يې تر څنګ ونه درېږي، په افغانستان کې د اطلاعاتو د ازاد ګردش شونتیا له منځه ځي.