۸صبح، پروان: پروان کې د طالبانو سیمهییز مسوولان د دغه ولایت د کروندګرو لپاره د سره صلیب له ۹۰۰ زره ډالري مرستې خبر ورکوي.
د پروان ولایت لپاره د طالبانو د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر نیازمحمد تایب وایي، چې د دغو مرستو د وېش بهیر دوشنبه د لړم پر نهمه د دغه ولایت د جبلالسراج او سیدخېلو ولسوالۍ د کروندګرو لپاره پیل شوی دی.
د هغه په وینا کروندګرو ته، چې د طبیعي افتونو او نباتي ناروغیو له امله زیانمن شوي د سره صلیب کمېټې له خوا به ۴۵۰ ډالر ورکړل شي.
په همدې حال کې یو شمېر کروندګرو د مرستندویه بنسټونو له خوا د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
دغه مرستې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په روان کال کې د پروان ولایت د کروندګرو ډېری محصولات د ورښتونو، سېلابونو او همداراز نباتي ناروغیو له امله له منځه تللي دي.