افغانستان کې د ټيټيپي پر مرکزونو د پاکستان د هوايي بریدونو پیل؛ ننګرهار کې پر ځینو هدفونو بریدونه شوي

۸صبح، کابل: افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک پر مرکزونو د برید په اړه د پاکستان د حکومت له خبرداری وروسته، ننګرهار ولایت کې سرچینې پر ځینو هدفونو د بمبارۍ خبر ورکوي.
ننګرهار کې سرچينو پنجشنبه سهار د مرغومي پر ١٥ وویل: «پاکستاني جنګي الوتکو د دغه ولايت د ګوشتې ولسوالۍ په اړوند سلاله سيمه کې پر ځینو هدفونو بمبار کړی دی.»
د پاکستان حکومت او طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول خپل نظرونه نه دي وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د ملي امنیت شورا درې ورځې وړاندې پرېکړه وکړه، چې په افغانستان کې به د پاکستاني طالبانو پر پټنځایونو بریدونه وکړي.