۸صبح، کابل: اسپوتنیک خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په ناسته کې طالب پلاوي ته د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
یوې باوري سرچینې دغه خبري اژانس ته ویلي، چې د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په ناسته کې طالب پلاوي ته د افغانستان دولت په استازولۍ د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
د دې کړنې لامل د نړیوالې ټولنې او شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو له لوري په افغانستان کې د طالبانو حکومت نه مشروعیت ښوول شوی دی.
طالب چارواکو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
افغانستان د دغه سازمان څارونکی غړی دی او له دې وړاندې یې استازي د دغه سازمان په ناستو کې ګډون کاوه.
د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا ناسته جمعه د زمري پر ۷ په تاشکند کې د اوزبیکستان دولت په ریاست او کوربتوب وشوه.
په دې ناسته کې د روسیې، قزاقستان، تاجیکستان، اوزبیکستان، قرغیزستان، هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او د شانګهای د همکاریو سازمان سرمنشي ژانګ مینګ ګډون کړی و.