۸صبح، کابل: تخار کې سرچینې وایي، چې په دې وروستیو کې طالبانو په دغه ولایت غیررسمي دیني مدرسو ته میلیونونه افغانۍ ورکړې دي.
سرچینې سهشنبه د لړم پر اوولسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې طالبانو د کوکچې شاوخوا ولسوالیو کې دیني مدرسو سره ۱۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
دغه پېسې تخار ولایت کې د طالبانو د پوهنې وزارت له خوا د دې ډلې د پام وړ دیني عالمانو او دیني مدرسو ته وېشل شوې دي.
د دې نقدي مرستې موخه دیني مدرسو ته د خلکو هڅول بلل شوې ده.
د ویلو ده، چې په تخار ولایت کې د طالبانو وسلهوال فعالیتونو د کوکچې له شاوخوا ولسوالیو پیل او وروسته د دغه ولایت نورو سیمو ته پراخ شول. تخار کې د طالبانو ډېری جنګیالي د کوکچې د شاوخوا ولسوالیو دي.