په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په سلګونو کسان په ټولنیزو رسنیو کې د دین او سیاست په تړاو د خپلې انګېرنې د تبلیغ لپاره استخدام کړي دي. د مجازي مبلغانو دې ډلې پر ځان «د امارتي مبازرو قلموالو» نوم اېښی دی. د طالبانو قلموال په ټولنيزو رسنيو کې دې ډلې ته د تبلیغاتو په بدل کې معاش اخلي او طالبان هم ورته د تاکتيکي فعاليت لارې چارې ورزده کوي. د ټولنیزو شبکو ډېری دغه کاروونکي د نجونو په نومونو فعالیت کوي او د «پنجشیري، بدخشاني، غزنوي، مجاهد او افغاني» تخلصونه کاروي. د ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونه دنده لري، چې د طالبانو د رژیم رسمي پروګرامونه له خپلو «قلموالو» سره شریک کړي. د طالبانو د ټولنیزو پاڼو د مبلغانو کره شمېر څرګند نه دی، خو سرچینې وايي، د طالبانو د «قلموالو» په ډله کې تر ۷۰۰ ډېر کسان فعالیت لري، چې څه موده وړاندې یې په کابل کې ښوونیزه دوره هم تېره کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې د جمهوريت د نظام پر مهال هغه کسان چې د دولتي چارواکو په ګټه یې تبلیغات کول او د ملي امنیت له مخکینۍ شورا یې معاش اخیست، پر «فیسبوک چلوونکي» مشهور وو.
په تیرو دوو کلونو کې طالبانو د خلکو د پام را اړولو او له دې ډلې نه د ولسي ملاتړ د ښودلو په موخه د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکي په خپله ګټه استخدام کړي دي. د طالبانو د فکري ملاتړو تر څنګ، دغې ډلې د ځوانانو له بې کارۍ او مجبوریته هم ګټه پورته کړې او د پیسو په بدل کې یې د «فیسبوک چلوونکو» په توګه استخدام کړي دي، څو په ټولنیزو شبکو کې د دې ډلې په ګټه لیکنې وکړي او« لاسته راوړنې» یې وستایي.
بلخوا، د ۸صبح ورځپاڼې موندنې ښيي، چې طالبانو سلګونه کسان ګومارلي چې دغې ډلې ته تبلیغات وکړي او وښيي چې دغه ډله ولسي ملاتړ لري. د دغو کاروونکو کره شمېر تر اوسه څرګند نه دی، خو باخبره سرچینې ۸صبح ته تاییدوي، چې طالبان دغه کسان «د امارتي مبارزو قلموالو» په نوم نومولي او په منظم ډول ورته اهداف ټاکي او «هشټګ» جوړوي. باوري سرچینې وايي، چې په فیسبوک او اېکس/ ټویټر ټولنیزو شبکو کې د طالبانو په ګټه سلګونه جعلي اکاونټونه فعالیت کوي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، ډېرى دغه جعلي پاڼې د نجونو په نومونو او د پنجشيري او بدخشاني په تخلصونو سره جوړې شوې دي.
یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې طالبانو څه موده وړاندې د زونونو په کچه شاوخوا ۷۰۰ کسان د سل کسیزو ډلو په اډانه کې کابل ته رابللي او د دوو ورځو لپاره یې روزنه ورکړې ده.
د ۸صبح موندنې ښيي، د دغو کسانو له ډلې هر یو د اکاونټونو د شمېر زیاتوالي او د فعالیت کچې ته په پام سره، په میاشت کې له ۵ تر ۲۰ زرو افغانیو معاش اخلي او په ځانګړو فرصتونو او مناسبتونو کې ټول په یوه «هشتګ» سره چې د طالبانو ډلې د ویاند د دفتر له خوا جوړېږي، په ټولنیزو رسنیو کې پراخ تبلیغات پېلوي. د طالبانو قلموال په عادي حالاتو کې د مقالو او تبصرو په لیکلو او د دې ډلې د «لاسته راوړنو» د خبرونو په خپرولو سره خپل کار ته دوام ورکوي.
سرچینه وايي، د طالبانو د ټولنیزو پاڼو جعلي کاروونکي خپلې تبلیغاتي او فکري سرچینې د دې ډلې د ویاندویانو له واټساپ ګروپه ترلاسه کوي. د سرچينې په وينا، د هغوی کاري بڼه په داسې ډول تنظیم شوې، چې د طالبانو وياندويان او د ولايتونو د اطلاعاتو او کلتور رييسان يې تبليغاتي پروګرامونه همغږي کوي او بيا يې د «قلموالو» واټساپ ګروپونو ته استوي. سرچینه زیاتوي، چې د ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور ریاستونه له دغې ډلې سره په بېلابېلو برخو کې خپلې ترسره شوې چارې او فعالیتونه شریکوي.
يوه باخبره سرچينه وايي: «د هر ولايت د اطلاعاتو اوکلتور رييس له نورو ولايتونو سره هغه کارونه او فعاليتونه شريکوي چې په یو ډول د دې ډلې لاسته راوړنې ګڼل کېږي. په هر ولایت کې یې یو بل واټساپ ګروپ جوړ کړی چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس پکې د ولایتي ګروپ له ۲۰ غړو سره په اړیکه کې دی او له مرکزي واټساپ ګروپه ترلاسه شوي معلومات او فرمایشونه پکې شریکوي څو په ټولنیزو پاڼو کې خپاره شي.»
دا کسان په هر ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور د رئیس تر مدیریت لاندې په فېسبوک، ټویټر/اېکس او یوټیوب کې د ۲۰ کسیزو ډلو په اډانه کې کار کوي او د طالبانو د ویاند د دفتر له لوري یې په مستقیم ډول ملاتړ کوي.
دا مهال په دې راپور کې د نجونو په نومونو او د پنجشیري، بدخشاني، غزنوي او افغاني په تخلصونو سره د طالبانو لسګونه جعلي فیسبوک او ایکس/ټویټر ادرسونه په ګوته شوي، خو د هغوی په ګټه د تبلیغاتو د مخنیوي لپاره د دغو پاڼو له نومونو ډډه شوې ده. ډیری دغه کاروونکي د نجونو په نومونو او عکسونو سره فعالیت کوي، په داسې حال کې چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې نجونې او ښځې د ټولنیز ژوند له ټولو برخو حذف کړي دي.
طالبانو د ځان سپين ښودلو او د مشروعیت د تر لاسه کولو په موخه له ټولنیزو شبکو ناوړې ګټې اخیستنې ته مخه کړې ده. تېر حکومت هم د «فیسبوک چلوونکي» په نوم د ټولنیزو شبکو لسګونه کاروونکي استخدام کړي وو. دا اصطلاح له هغه وخته د ژبو پر سر شوه، چې اشرف غني د ۲۰۱۴ کال له جنجالي ټاکنو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په منځګړیتوب د ملي یووالي د حکومت مشري پر غاړه واخیسته. هغه مهال دا اصطلاح د هغو کسانو لپاره کارول کېده، چې په ټولنیزو پاڼو کې یې په لسګونو جعلي اکاونټونو سره د محمد اشرف غني د ټيم په ملاتړ لیکنې کولې. دغو کسانو د داسې تبصرو او څرګندونو په خپرولو سره د ولسمشر محمد اشرف غني د ټیم د لاسته راوړنو د تبلیغ مسوولیت درلود، چې کله ناکله له سپکاوي هم ډکې وې او له بلې خوا به یې که اړتیا شوه، د دولت پرمنتقدانو هم نیوکې کولې او رټل به یې.
د هغه وخت معلوماتو دا په ډاګه کوله چې د ښاغلي غني د حکومت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د ملي امنیت شورا په دفتر کې یو شمېر ډلې د میاشتني معاش په بدل کې ګومارلې وې چې د حکومت لپاره تبلیغات وکړي. د جمهوريت په پرځېدو سره «فېسبوک چلوونکي» هم چوپ شول او اوس په ټولنیزو رسنیو کې لږ حضور لري.
اوس طالبانو چې د تېرو دوو لسیزو د جګړې پر مهال یې په رسنیو کې له تبلیغاتو ډېره ګټه پورته کړې، پر افغانستان په واکمنېدو سره د جعلي پاڼو جوړولو ته مخه کړې ده. دې ډلې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د «قلموالو» ټیمونه فعال کړي دي، چې د هرم په ډول مدیریت کیږي او د دغه هرم سر په کابل کې دی.
طالبان انټرنېټ ته په لاسرسي او د اړیکو په پراخېدو سره توانېدلي چې د ناسمو خبرونو او معلوماتو له خپرولو ډېره ګه پورته کړي. د تېر حکومت له امنیتي ځواکونو سره د طالبانو په جګړو کې د ټولنیزو شبکو رول او له دې لارې د دغو ځواکونو د مورال کمزوري کېدل لاهم د بحثونو سرټکي دي، له همدې امله دا ډله هڅه کوي چې له دې لارې د خپل رژیم لپاره مقام او حیثیت ترلاسه کړي.
طالبان له ټولنیزو رسنیو او جعلي اکاونټونو په پراخه توګه ناوړه ګټه پورته کوي او د فېسبوک شبکې کله ناکله پر دې ډلې بندیزونه لګولي دي. فېسبوک شبکې د ملي راډیو ټلویزیون او باختر آژانس د فیسبوک اکاونټونه چې د جمهوريت له سقوط وروسته د دغې ډلې لاسته ورغلي وو، بند کړي او کله ناکله پر نورو هغو اکټونونو هم بندیز لګوي او یایې کاروونکوته خبرداری ورکوي چې د «امارت» او «طالبانو» په څېر کلمې کاروي.
اېکس (ټويټر) دا موضوع جدي نه ده ګڼلي چې له همدې امله د طالبانو ډله له دغې شبکې ډیره ګټه پورته کوي. که څه هم تر دې وړاندې د دغې شبکې په زرګونو کاروونکو د هشټاګ په خپرولو سره له دغې شبکې نه د طالبانو پر استفادې د محدودیت غوښتنه وکړه، خو د اېکس (ټویټر) شبکې په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی کړی.