د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ممنوعیت او محرومیت تګلاره د هغو نجونو او ښځو په منځ کې د ځانوژنې د زیاتوالي لامل شوې چې له زده کړې، تحصیل او کاره بې برخې شوې دي. هغه ښځې او نجونې چې د ځانوژنې په اړه فکر کوي او یا یې د ځانوژنې ناکامې هڅې کړې دي، له خپلو اساسي حقونو محرومیت د ځانوژنې یوازینی لامل ګڼي. د هغوی په وینا، کله چې ښځه له زده کړې، تحصیل، کار او خپلو ټولو بشري حقونو بې برخې وي، د کور په کونج کې ژوند کول ورته د زندان په څېر دي. ښځې او نجونې چې په ډیرو موردونو کې د ځانوژنې فکر کوي، بېوزلي، کورنی او ټولنیز تاوتریخوالی او په وروستیو پیښو کې له بشري حقونو محرومیت د ښځو په منځ کې د ځانوژنې د مخ په بره بهیر لامل بولي. په همدې حال کې یوې نجلۍ چې د طالبانو د زندان ترخې او دردوونکې خاطرې لري، د ځانوژنې هڅه کړې ده. بلخوا په تېرو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۴۵ ښځو په ځانوژنې لاس پورې کړی دی.
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، پر ښځو داسې محدودیتونه ولګول چې له عمومي ډګره یې و اېستې او له خپلو بشري حقونو یې بې برخې کړې. خو په هېواد کې ګڼې ښځې او نجونې د خپلو کورنیو یوازینۍ د اړتیاوو برابروونکې دي، چې بېکارۍ او د ټولیز ژوند له ټولو برخو نه د منع کېدو له امله مرګ د آرامۍ یوازیني درمل ګڼي او ځان وژنه کوي. په هغوی کې داسې ښځې هم شته چې د طالبانو له خوا له نیول کېدو او خوشې کېدو وروسته د خورا بدو ورځو تجربې لري او د مرګ کومې ته له لوېدو ژوند ته راستنې شوې دي.
په تازه موردکې په بامیان ولایت کې په څلورو بېلابېلو پېښو کې څلورو مېرمنو د ځانوژنې هڅه کړې ده. په دغو پيښو کې دوې ښځې وژل شوې او دوې نورې له مرګه ژغورل شوې دي. ځایي سرچینو د یکشنبې په ورځ د سلواغې پر دویمه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي دي، چې په وژل شویو کې یوه ۱۶ کلنه نجلۍ او یوه ۴۵ کلنه ښځه د بامیان د سیغان او یکه ولنګ نمبر۱ ولسوالیو د «قرونه» او «سرقول» کلیو اوسېدونکې دي.
دغهډراز د باميان د ولايتي روغتون يوې سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي، چې په دغه روغتون کې دوه نورې نجونې هم تر درملنې لاندې دي. د سرچینې په وینا، هغوی د ځانوژنې له یوې هڅې ژوندۍ وتلې دي. په بامیانو کې طالبانو د دغو دوو ښځو د ځانوژنې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بللی دی.
تر دې وړاندې هم په نیمروز ولایت کې یوې محصلې نجلۍ ځان وژنه کړې ده. د دغه ولايت ځايي سرچينو ۸صبح ته ویلي، چې دغې محصله د پنجشنبې په ورځ د مرغومې پر ۲۹مه، د زرنج ښار په يوه سيمه کې ځان زندۍ کړی دی. دغه محصله فرشته نومېده او ۱۵ کلنه وه. هغه د نیمروز په یوه ښوونیز مرکز کې پر خپلو درسونو بوخته وه. د سرچينې د معلوماتو له مخې، هغې تر هغه وروسته په خپلې خونه کې ځان زندۍ کړی دی، چې کورنۍ يې کورس ته له تلو منعه کړې ده.
تېره میاشت د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ په دهن درودي سیمه کې یوې ښځې په ډزو سره ځان وژنه کړې ده. دغه ښځه سکینه نومېده. د هغې د ځانوژنې لامل نه دی په ډاګه شوی. تر سکينې وړاندې پريما هم په تيورې ولسوالۍ کې ځان زندۍ کړی دی. د ځايي سرچينو په وینا، دغه نجلۍ ۱۸ کلنه وه او د کورني تاوتريخوالي له امله يې خپل ژوند پای ته رسولی دی.
په ورته وخت کې د همدې ورځې په ماښام د غور ولایت د مرکز اړوند د دره قاضي په سیمه کې یوې ۱۳ کلنې نجلۍ هم ځان زندۍ کړی دی.
د دې ترڅنګ په دایکندي ولایت کې د طالبانو له خوا د پراخو بندیزونو له اعلان وروسته د ژورنالیزم یوې محصلې ځان وژنه وکړه. ځايي سرچينو ۸صبح ورځپاڼې ته ويلي، چې دغه نجلۍ عارفه نومېده او د دايکندي په مرکز نيلي ښار کې يې ځان وژنه کړې ده. سیمه ییزو رسنیو د هغې د ځانوژنې لامل د کورنۍ د بې وزلۍ له امله د زده کړو له دوامه پاتې کېدل بللي دي. خو یوې ځايي سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د عارفې کورنۍ غوښتل هغه په زور واده کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېر یوه کال کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې ښځو او نجونو په ځانوژنې لاس پورې کړی دی. شاوخوا يوه مياشت وړاندې د پنجشېر د دره عبدالله خېلو ولسوالۍ په کنسار کلي کې د شيما په نوم يوې نجلۍ ځان زندۍ کړی و. د دغې ځوانې نجلۍ د ځانوژنې لامل کورنۍ ستونزې بلل شوې دي. د هغې تر څنګ یوې بلې نجلۍ د لړم پر ۳۰مه، د دوشنبې په شپه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده. دغې نجلۍ له هغې وروسته ځان وژنه وکړه، چې کورنۍ یې له رضایت پرته خپل د تره زوی ته کوژدن کړه.
د طالبانو له پراخو بندیزونو وروسته په ښځو او نجونو کې د ځانوژنې پېښې په داسې حال کې زیاتې شوې، چې تر دې وړاندې ۸صبح ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي وو، چې د پوهنتونونو او تعلیمي مرکزونو د دروازو تړل کېدل له وخته د مخکې ودونو، اجباري ودونو او کم عمره ودونو لامل شوي دي. یو شمېر نجونو چې غوښتل یې تحصیل وکړي او د خپلې خوښې وړ کس سره ژوند وکړي، ۸صبح ته ویلي دي، چې کورنۍ یې د بېوزلۍ او بې کوره کېدو له امله جبري ودونو ته مجبوروي.
په همدې حال کې یوه ښځه چې مرګ ته نږدې ورځې پرې تېرې شوې دي. د ځانوژنې اصلي لامل د طالبانو توهین او سپکاوی ګڼي. هغه وايي چې نور د ژوند هیله نه لري او نړۍ ورته تیاره شوې ده. نوموړې له ۸صبح ورځپاڼې سره د نوم د نه ښودلو په شرط خبرې وکړې. په راپور کې هغه د مهرانګیز په نوم یاده شوې ده. مهرانګیز په افغانستان کې یوه له لسګونو اعتراض کوونکو نجونو ده. هغه د طالبانو د وېروونکې شکنجې، نیولو او سپکاوي ترخې تجربې د مرګ تر کومې رسولې ده. مهرانګیز چې د خپل ژوند د پای ته رسولو هوډ یې درلود، له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي:«زه د (X) نېټه په ضمانت خوشې شوې یم. رواني حالت مې ډیر ګډوډ و. له ځانه مې کرکه لرله. له نهیلي او نا امیدۍ سره مخ شوې وم. پریکړه مې وکړه چې خپل ژوند پای ته ورسوم، ما خپل ماشومان له خپل پلار سره د خپلوانو کره ولېږل. په خپله بام ته پورته شوم چې له بامه ځان ښکته واچوم. کله چې د بام پر لور تلم، سترګې مې تورېدې. د خپل ژوند د پای په اړه مې فکر کاوه او ژړل مې . له داسې دردناک حالت سره مخ وم، چې بیانولای یې نه شم. د مور زنګ مې راغی او ویې ویل: «ته چیرته یې؟» ما هیڅ ونه ویل. غلې شوم. په هغه وخت کې مې یوازې ماشومان تر سترګو سترګو کېدل. د خپل ژوند او ماشومانو تر منځ مې د مور په غوښتنه ماشومان غوره کړل. کور ته راغلم، خو بیامې هم د مرګ په اړه فکر کاوه. د مرګ او اولادونو د غوره کولو تر منځ له تزلزل سره مخ وم. نړۍ راته تیاره شوې او د ژوند کولو هېڅ لاره او دلیل نه وینم.»
له یوې ناکامې غمېزې راستنه شوې دغه مېرمن د ځانوژنې لامل د طالبانو توهین اوسپکاوی ګڼي. هغه ټینګار کوي: «هلته هم ډیر توهین او سپکاوی و. ماته د پلورل شوې او یاغي باغي خطاب کېده. هغوی ان زما د خصوصي حریم درناوی هم نه کاوه. ماویل چې د خپل انساني او دیني حق لپاره چې کار او تعلیم دی، واټونو ته راوتلې یم. هغوی ویل له کوم ځایه پیسې اخلۍ؟ له کوم ځایه مو ملاتړ کیږي چې امارت بدنامه کړئ؟ ما ډېرې سختۍ او ستونزې وګاللې.»
هغه خپلې ډېرې ترخې او دردونکې تجربې بیانوي، خو وايي چې د نیول کېدو هغه شېبه چې د یوه خطرناک مجرم په څېر یې پر مخ توره کڅوړه راکش کړای شوه، د نورو پېښو په پرتله ورته ډېره دردوونکې ده. مهرانګیز زیاتوي: «هغوی توره کڅوړه راپه سر کړه او موټر ته یې پورته کړم، ماویل چې زه نه مجرمه یم او نه ترهګره یم او ساه مې بندېږي، کڅوړه لېرې کړئ، ساه نشم اخیستلای. هغوی په بکس په سر او مخ وهلم او خندل یې. زه به د دوی خندا او زهرجن سپکاوی هیر نه کړم. اوس هم زه د خپلو ماشومانو د ناڅرګند راتلونکي او یوازیتوب په تړاو له اندېښنې پرته ژوند ته کومه هیله نه لرم.»
د بدمرغۍ او بربادۍ په کندۍ کې راګېرې ښځې او نجونې په داسې حال کې د ځانوژنې فکر کوي، چې د طالبانو صحرایي محاکمې او په متروکو وهل ورځ په ورځ زیاتېږي. دا هرڅه په داسې حال کې دي، چې یوازې په تېرو څلورو میاشتو کې شاوخوا ۴۵ ښځو او نجونو په ځانوژنې لاس پورې کړی دی. یوازې د مني په درېیو میاشتو کې ۲۷ ښځې د طالبانو له خوا په عام محضر کې صحرایي محاکمه او وهل ټکول شوې دي.