۸صبح، هلمند: د هلمند ولایت اوسېدونکي د طالبانو له خوا د کورونو د پلټنې پرمهال له نامناسب چلنده شکایت کوي.
د هلمند ولایت یو شمېر اوسېدونکو پنجشنبې د وږي په ۳۱مه وویل چې طالبان د کورونو د تلاشي کولو پرمهال د کور وسایل ګډوډ کوي او له خلکو سره ناوړه چلند کوي.
د هلمند د مرکز لښکرګاه اوسېدونکی نقیب الله وايي چې طالبان په زور سره د خلکو خصوصي حریم ته ورځي او د دوی شتمنۍ ته زیان رسوي.
د نقیب الله په وینا، په ځینو موردونو کې طالبان آن د ښځو تلاشي هم کوي چې څه یې نه وي پټ کړي.
د لښکرګاه ښار یو بل اوسېدونکی عبدالحکیم وايي چې طالبان هڅه کوي ځانونه د خلکو خدمتګار وښيي؛ خو په عمل کې پر خلکو ظلم کوي.
د هلمند ولایت اوسېدونکي په داسې حال کې د کورونو د پلټنې پرمهال د طالبانو له ناوړه چلنده شکایت لري چې پینځه ورځې مخکې د لښکرګاه شار د بُست کلا په سیمه کې د پلټنو پرمهال اوو مېرمنو ته مرګ ژوبله واوښته.