یوناما: بدني سزا د نړیوالو قوانینو له خوا منع ده

۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي دفتر (یوناما) پروان کې د طالبانو له خوا د ۱۸ نارینه او ۹ ښځو په دُرو وهلو په غبرګون کې ویلي، چې بدني سزا د نړیوالو قوانینو له خوا منع ده.
یوناما جمعه د لیندۍ پر ۱۸ دغه موضوع د یوې خبرپاڼې په خپرولو یاده کړې ده.
دغه بنسټ زیاته کړې: «موږ د بشري حقونو نړیوالو ژمنو ته د درناوي غوښتنه لرو.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ ۱۸ نارینه او ۹ ښځې د غلا، له واده مخکې اړیکې او له کورو د تښتې په جرمونو د پروان ولایت د مرکز چاریکار ښار په لوبغالي په متروکو ووهل.
د سرچینو په وینا دغه کسان هر یو له ۲۹ تر ۳۵ دُرو وهل شوي دي.
په یوه بل مورد کې طالبانو تېره ورځ د پکتیکا ولایت د فوټبال په لوبغالي کې درې نارینه د غلا په تور په دُرو ووهل.