که د خبرو آداب زده نه کړو، د تفاهم دروازې به د تل لپاره تړلې وي، د همکارۍ پلونه به ونړیږي، د اړیکو لارې به له منځه ولاړې شي او زموږ پای به د هر ویشل شوي قوم او هر پاشل شوي ملت پای او د ناکامۍ او ناچارۍ دوام وي. د خبرو اترو آداب یعنې د خپلو احساساتو په کابو کولو سره د هغو د توندوالي او کرکجنوالي کمول او په ادب سمبالول دي.
ادب یوه درنه او له برمه ډکه کلمه ده چې د انسانیت او حیوانیت تر منځ پوله جوړوي او د انسان د روح او روان پوخوالی ښيي .ادب له کوره تر بازاره او له جوماته تر ښوونځي پورې په هرځای کې ارزښت لري، خو کله چې د رسنیو او ټولنیزو شبکو وار رځي، ارزښت یې دوه چنده کېږي. ادب تر ټولو ډير د خبرو کولو پر مهال څرګندېږي؛ د غږېدا په برخه کې خبرې باید مانا ولري، ښې او ګټورې وي. که د چا د خبرو کولو آداب نه وي زده، د خبرو کولو له ښو لارو چارو سره عادت نه وي او د خبرو لپاره پاکه او ښه ژبه غوره نه کړي، هغه هم له هغو کسانو سره چې په پام کې ده، د یوې لارې لارویان او ملګري وي. د مولانا په شعر کې یې ښه بېلګه وړاندې شوې.
بیادب تنها نه خود را داشت بد/ بلکه آتش در همه آفاق زد
هغه اور چې زموږ د خاورې اسمان ته یې لمبې پورته کیږي، له ورایه ښکاري. په افغاني ټولنه کې په وینا کې د ادب او نزاکت کچه ان د ډیرو په اصطلاح فرهنګي مخکښانو په منځ کې هم راټیټه شوې ده او په ډاګه ښيي چې له یوې تباه شوې ټولنې راځي. دا ناروغي په تير يو نيم کال کې له داسې سختې ماتې سره چې د هر چا هډوکي يې ولړزول، څو برابره شوې ده او ډير يې د خبرو کولو پر ځای د زهرو پاشلو ته اړ کړي دي. همدا چې د هغوی د نظر پر وړاندې ترټولو کوچنی نظر وویل شي، بې له ځنډه برید کوي او تر ټولو بدې بازاري ښکنځلي کوي. دا مهمه نه ده چې خبرې د مذهب یا سیاست، فلسفې یا هنر، ټولنې یا توکم یا کومې بلې نړیوالې موضوع په هکله وي. په ټولنیزو شبکو کې ډېر خلک له دې سره عادت شوي، چې کله یوه داسې جمله وویني، چې د دوی د خوښې وړ نه وي، ان له دې مخکې چې د لیکونکي د خبرو په مانا پوه شي، په خپلې خولې کې د زیرمه کړو ښکنځلو سیلاب پرې راخوشي کوي.
دا په داسې حال کې ده چې پر هېواد یوه ترهګره ډله واکمنه شوې او خلکو ته یې ژوند دوزخ ګرځولی دی. همغږي او پيوستون له دې حالته د خلاصون لپاره حتمي وار له مخه شرطونه دي، چې له خبرو او تفاهم پرته ناشوني دي. په داسې حالت کې له یو بل سره تقابل او یو بل ته د خورا بدو الفاظور کارول، له ادب او عزت سره د لېرې والي له نښې پرته بل څه کیدای شي چې له ډیرې مودې راهیسې یې له دې جګړه ځپلي او طاعون ځپلی هېواده کډه کړې ده. دا آفت په ځانګړې توګه د افغانستان د فارسي ژبو قلموالو په منځ کې په یوې وبا بدلیږي. هغه کسان چې فکر کوي چې د فردوسي، رومي او بیدل وارثان دي، خو په وړو وړو مسایلو دعوې پیلوي او بې معنی لانجې یې د کلیو تر کچو رسېږی، د دوست او دښمن ترمنځ له تفکیک پرته یې جهادي له کیڼ اړخي ،فدرالي یې له ملتپالي ، سیکولر یې له مذهبي او ان د کوز او بر کلي اوسېدونکو یې له یو بل سره په پاکه او ښه ژبه د خبرو کولو توان له لاسه ورکړی دی. یو شمیر یې خبرې کول د نېښ وهلو مترادف ګڼي او له ښکنځلو او بدو خبرو سره یې نه شلېدونکی تړاو موندلی دی.