د ترکیې دفاع وزارت اعلان کړی چې د غلو د کوریدور هوکړې په چوکاټ کې، تراوسه څه د پاسه ۱۳ میلیون ټنه غلې له اوکراین څخه نړیوالو بازارونو ته لېږدول شوې دي.
اناتولي خبري آژانس دوشنبې د دسمبر په ۵مه د ترکيې د دفاع وزارت له قوله رپوټ ورکړی چې د اګست له لومړۍ نېټې راهیسې د اوکراین له بندرونو د غنمو، لمرمخي، د لمرمخو ګلانو د غوړیو، سویا، نخودو او وربشو په ګډون څه د پاسه دیارلس میلیون ټنه غلې لېږدول شوې دي.
په دې بیانیه کې ټینګار شوی چې د غلو د کوریدور د هوکړې په چوکاټ کې له اوکراین څخه د غلو د لېږد بهیر لا هم روان دی.
د ویلو ده چې روسیې او اوکراین د ترکیې او ملګروملتونو سازمان په منځګړیتوب د روان میلادي کال د جولای په ۲۲مه په استانبول کې د «د اوکراین له بندرونو د غلو او خوراکي توکو د امن لېږد» سند لاسلیک کړ.