د اسراییلو د پوځ یو جګپوړی چارواکی وايي، دوی د لیزرونو په کارولو سره کولای شي هغه ایرانۍ بېپیلوټه الوتکې رانسکورې کړي، چې روسیې ته ورکړل شوې دي.
یروشلم پوسټ ورځپاڼې دا خبر سه شنبه د فبرورۍ پر ۱۴ د اسراییلو د پوځ د ازموینې او پراختیا د څانګې د مشر ډني ګولډ له قوله لیکلی دی.
ډني ګولډ ویلي، چې اسراییل په بریالیتوب سره د ایران د حکومت له خوا جوړ شویو ځانمرګو بېپیلوټه الوتکو په ګډون د یو شمېر جنګي الوتکو په نښه کول ازمویلي دي.
هغه زیاته کړه، چې دا وړتیا د «مصنوعي هوښیارتیا» ټکنالوژۍ په کارولو سره ترلاسه شوې او د اسراییلو دفاع وزارت د دغو پوځي لیزرونو راتلونکی نسل بشپړوي او وده ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په وار وار ویلي چې د ایران له خوا جوړې شوي ځانمرګي بېپیلوټه الوتکې د هغه هېواد د بېخبنسټونو لپاره ستر ګواښ دي.