د موټرو په شورماشور کې يې غږ سهي نه اورم، ورلنډېږم او هیله ترې کوم، چې خپل غږ لږ اوچت کړي؛ خو بې سېکه ښکاري او له ورایه څرګندېږي، چې د خبرو وس نه لري. شونډو یې پهاړ نیولی او د بېوزلۍ بوږنوونکې څپې يې په ګونځه څېره کې څپې وهي. سوړ باد لګي، دی ورو ځان سره ټول کړي، مخې ته پر هوارو اسنادونو او کاري تجربو کوچنی ګاټی یا ډبره ورسمه کړي، داسې اسناد چې یو وخت یې پرې د بانک په تاوده دفتر کې تر کاري مېز شاته کار کاوه.
د کابل د اوومې ناحیې اوسېدونکی دی، اوس د غازي لېسې مخې ته د لوړو زده کړو په یو قدمۍ کې د سړک پر غاړه ناست دی. خان محمد (مستعار نوم) نومېږي، غږ لوړوي، له شونډو يې پهاړ جلا کېږي بیا وايي: «عصبي ناروغي راولوېده، د دفتر کار مې له لاسه ووت، ویل يې چې نور کار نه شې کوای. شاوخوا اته کاله مې کار وکړ اوس نږدې درې کاله کېږي، چې روزګار نه لرم او پخپله هم پوهېږم چې کار نه شم کوای.»
خان محمد چې ځان د نوي کابل بانک پخوانی کارکوونکی معرفي کوي وايي، چې د کابل پوهنتون اداره او منجمنټ پوهنځی یې په ۱۳۹۰ کې لوستی او وروسته یې نږدې اته کاله په نوي کابل بانک کې د مدیر په توګه کار کړی دی.
په خبرو کې ورو ورو دمه کوي، الفاظ په ښه توګه ادا کوي او ښکارېږي، چې یو لوستی خو په تن بیمار خیراتمار غږېږي. هغه چې اوس د کابل په اوومه ناحیه کې له خپلې مېرمنې او یوه ماشوم سره اوسېږي وايي: «زه، مېرمن او یو ماشوم مې په یوه ګډه او ناکاره خونه کې اوسېږو، کله کله ګاونډیان د خوراک لپاره څه راوړي، کله هغه هم نه وي.»
په دې خبرې سره بیا کوچنۍ شاتنه دمه کوي، مخې ته پراته اسناد راټولولي، راښيي يې، یو سند له نورو سندونو بېلوي او وايي: «ستاینلیک دی، په نوي کابل بانک کې مې د ګومارنې سند هم لرم، ګورې یې؟»
په کوچنۍ اشارې ورته د «هو» ځواب وایم، په لاس کې د بنډل اسنادو له منځه یو بل سند رابېلوی: «د نوي کابل بانک د بشري سرچینو سند دی، زه په همدې سند وګومارل شوم.»
اسناد بېرته پر ځمکه ویړوي، پر هر سند د دې لپاره چې باد یې یونه سي، ګاټی پرې ږدي. لمنه پر زنګنونو ویړوي، تر څنګ يې پلاستیک هم له پاڼو کاغذونو ډک دی. اشاره ورته کوم، چې څه دي پکې، کټ مټ لکه کلي ته چې بنجاره راغلی وي او د کلي ماشومان ورنه ژاولې، بنګړۍ لښتۍ اخلي. خان محمد غوټې ته لاس اوږدوي او په دې سره د خپل زړه غوټه هم پرانیزي: «د کار پر مهال مې ذهني توازن ورځ تر بلې خرابېده، ذهني تمرکز مې کمېده او ورسره ذهني ګډوډي راولوېده، ډاکټر ته ورغلم؛ ویل یې چې زهري مواد دې تېر شوي او په دې سره دې عصبي کنټرول ګډوډ شوی دی.»
خان محمد پوزې ته اشاره کوي، غاړه تازه کوي او په غریو وايي: «له سترګو او پوزې مې وینې راتلې، نږدې له درېیو کالو راهیسې د ځان تداوي کوم؛ اوس ښه شوی یم؛ خو بشپړ نه او ډاکټران وايي، چې باید خپل درمل په دوامداره توګه وخورم؛ خو په څه يې وخورم؟»
پر لار تېرېدونکو خلکو ته ګورم، کله چې له خان محمد سره غږېږم، د پلیو کسانو سیوری پر موږ راشي، بیا لمر ته سترګې اړوم، په ډوبېدو دی، کټ مټ لکه د ۳۵ یا ۴۰ کلن خان محمد ژوند چې ناروغۍ ژېړ او که مرسته ورسره ونه شي، وېره شته چې ډوب شي. خان محمد ارام ناست دی، پلي کسان یو چوانی هم په دې موده کې خان محمد ته نه دی نیولی، هغه وايي: «دلته مې اسناد او طبي نسخې ځکه راوړې، چې که څوک راسره مرسته وکړي او پام يې را واوړي. ګوزاره سخته ده، تېر وخت ته مې ګورم، اوسني وخت ته؛ له داسې حالت سره مخامخ، چې ماشوم ته مې له ډېرۍ ناهیلۍ کتلی نه شم، پخپله په بد حالت اخته یم، ژوند تریخ دی، ډېر تریخ.»
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې نړیوالې مرستندویه ادارې ورسره مرسته کوي که نه یا يې بل چا لاسنیوی کړی، په ساړه انداز وايي: «پخوا د خلکو اقتصادي وضعیت ښه و، څه لاسنیوی به یې راسره کاوه؛ خو اوس اقتصادي وضعیت کمزوری شوی دی. نړیوالې مرستندویه ادارې هم مرسته نه ده کړې، زه چې اړ هم یم؛ خو لا هم مرسته نه ده راسره شوې.»
لمر د غرونو پر سر غرغرې وهي، خو په ورته وخت کې د نړۍ په یوه بله څنډه کې څیره وهي، کټ مټ لکه د خان محمد د ژوند بهیر چې سرچپه کړې، د لمر له څیرې یا راختلو څخه اوس د ډوبېدو پر لور روان دی. هغه په خبرو خبرو کې له مرستندویه ادارو او چارواکو څخه د مرستې هیله کوي.
د خپلې غوټې خوله تړي، ښايي د کور ته تګ تابیا یې نیولې ده؛ خو په وینا یې چې د ورځې څلوېښت پنځوس افغانۍ مرسته ورسره کېږي، چې په اوسني شرایطو کې پرې ژوند چلول ناشونی دی. زه ترې لرې کېږم، خان محمد خپلو اسنادو ته ګوري، ښايي د خپلو هیلو جنازې يې مخې ته اېښي وي او یو نوستالژيک تصویر پکې ویني.