اومیکرون د کرونا ویروس چټکه خپرېدونکې بڼه ده. دغه ساري ویروس د افغانستان پولو ته ځان رسولی دی. د افغانستان ګاونډ هېوادونو د لړم او لیندۍ میاشتو په لومړیو کې د دغه ویروس لومړنۍ پېښې ثبت کړې دي. دا چې د افغانستان، پاکستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د ځمکې له لارې د مسافرو تګ راتګ زیات دی او هره ورځ په سلګونه کسان له روغتیايي ټېسټ پرته دغه هېواد ته له ایران او پاکستانه راځي، په افغانستان کې د اومیکرون بڼې د پراختیا شونتیا زیاته لیدل کېږي.
د راپورونو له مخې، د طالبانو سرپرست حکومت عامه روغتیا وزارت تر اوسه له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره چندان چمتوالی نه لري. که څه هم د دغه وزارت مسوولان وايي، چې په هېواد کې د اومیکرون هېڅ بڼه نه ده ثبت شوې؛ خو مني چې د دغې بڼې د تشخیص لپاره هېڅ وسیله په واک کې نه لري. د دغې بڼې تشخیص ته پرمختللي وسایل لکه طبي مواد او کیتونه پکار دي، د طالبانو سرپرست حکومت د عامې روغتیا له وزارت او نورو روغتیايي بنسټونه هېڅ یو نشته.
د طالبانو سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت نه یوازې د دغه ویروس د تشخیصي وسایلو له کموالي سره مخ دی؛ بلکې د اکسیجن او روغتیايي کارکوونکو له کموالي سره هم مخ دی. که دا وزارت سر له اوسه د دغو کمیو د پوره کولو غم ونه خوري، افغانستان ته به په نژدې راتلونکي کې له انساني ناورین سره مخ شي. د اومیکرون بڼې لومړۍ پېښه چې نژدې درې میاشتې مخکې په سویلي افریقا کې ثبت شوه، له درېيو میاشتو په کمه موده کې ۸۹ هېوادونو ته ورسېده.
د افغانستان د مخکیني حکومت د عامه روغتیا وزارت د ۱۳۹۸ په کب میاشت کې تر هغې وروسته چې د کرونا لومړۍ پېښه په افغانستان کې ثبت شوه، له دغه ویروس سره د مبارزې چمتوالی وښووه. هغه وزارت کافي اکسیجن په واک کې لاره، په ښارو او ولایتونو کې يې په کرونا د اخته ناروغانو لپاره د ساتنې مرکزونه تشخیص او د کارکوونکو له کموالي سره مخامخ نه و. پر دې سربېره، کله چې د کرونا پېښې زیاتې شوې، روغتیايي مرکزونه د طبي موادو، تشخصي کیتونو، اکسیجن او نورو لوازمو له کموالي سره مخ شول. په کرونا د اخته کسانو د کورینو غړو د اکسیجن د اخیستلو لپاره په ساعتونو په لیکه کې ولاړ او په دولتي روغتونونو کې ناروغان له ژوند او مرګ سره ډغرې وهلې. دا ناورین په هېواد کې د کرونا په دویمه او درېيمه څپه کې هم تکرار شو.
اوس د طالبانو سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان په ژمنې زړه خوشاله کړی. دغه سازمان له افغانستان سره ژمنه کړې، چې په نژدې راتلونکي کې به د اومیکرون د تشخیص څو دستګاه او کیتونه ورکړي. په دې مرستو کې اکسیجن شامل نه دی. له دې کبله د طالبانو سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت باید د اکسیجن، روغتیايي مرکزونو او درملو د چمتو کولو لپاره لاس په کار شي. همداراز د ورغتیايي کادر د کموالي ستونزه هم باید حل شي.
ښکاره خبره ده، چې د طالبانو سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت د دغو توکو پېرلو ته کافي پسې نه لري؛ خو د دغه وزارت مسوولان باید غلي پاتې نه شي او په هېواد کې پېښېدونکي ناورین ته لاس تر زنې کېنني. هغوی مکلف دي، چې افغانستان ته روغتیايي بشردوستانه مرستو د جلبولو لپاره یو پلان تیار کړي. په ټوله کې د طالبانو سرپرست حکومت چې اوس د قدرت واګې په لاس کې لري، اړ دی چې د عامې روغتیا وزارت ته کافي بودیجه ځانګړې کړي، چې د پېښېدونکي ناورین مخه پرې ونیسي.
درمل او د اومیکرون تشخیصي کيتونه په کرونا د اخته ناروغانو مړینه راکموي. هغه څه چې د مخنیوي لپاره یې اړین دي، د واکسین تزریقول دي، چې دمګړۍ ډېری ګاونډي هېوادونه يې هم له کموالي سره مخامخ دي. د طالبانو سرپرست حکومت مسوولان باید اکسیجن او د اومیکرون ویروس د تشخیص کیتونه چمتو کړي او په روغتیايي مرکزونو کې د مسلکي کسانو ګومارنې او د روغتیايي مرکزونو سمبالولو ته زیات پام وکړي.