۸صبح، خوست: خوست کې ځايي سرچينې وايي چې ناپېژاندو وسلهوالو په دغه ولايت کې يو ځوان وژلی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا ځوان پنجشنبه، د کب پر ۱۰مه د ناپېژانده وسلهوالو له لوري ټپي شوی و او تېره ورځ یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
دا ځوان عرفان الله نومېده او د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري د اسمعيلخېلو او مندوزيو ولسواليو اړوند «ډاډوالو» سیمه کې تر برید لاندې راغلی دی.
تراوسه د یاد ځوان د وژنې انګېزه نه ده معلومه.
طالبانو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې مرموزې او هدفي وژنې زياتې شوې دي.
دوه شپې وړاندې هم ناپېژاندو وسلهوالو د پنجشیر یو اوسېدونکی په کابل ښار کې په ډزو وژلی و.