د افغانستان د سولې مذاکراتو په بریالیتوب کې د چین اهمیت

لیکوال: غلام غوث عمري، ژباړن: م. ظ. صمیم

چین له ۱۹۷۹ تر ۱۹۸۹ کال پورې د پخواني شوروي اتحاد له پلوي حکومتونو پرته د افغانستان له ټولو حکومتونو سره ديپلوماتیکې اړیکې لرلې دي. په داسې حال کې چې دغه هېواد پر افغانستان د پخواني شوروي برید غندلی و، خو د طالبانو د واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې غیرفعال پاتې شو. د طالبانو له واکمنۍ وروسته يې له مالي او سیاسي پلوه د افغان دولت ملاتړ وکړ. دا هېواد په افغانستان کې یو لوی بهرنی پانګه وال دی. د لوګر د عینک د مسو د ایستلو او د آمو سیند د تېلو د ایستلو پروژې په افغانستان کې د چین د پانګونې لويې بېلګې دي.
د افغانستان په لویو ملي مسایلو کې د چین د رول لوبولو منطق په لاندې دلایلو دی: افغانستان له سینکیانګ سره چې تر ډېره د چین مسلمان میشته او بېلتون غوښتونکې سیمه ده لنډه پوله لري. د چین د ملي امنیت یوه اندېښنه دا ده چې د امریکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به په افغانستان کې ناامني زیاته شي او ښايي د ختیځ ترکستان غورځنګ چې له اویغور بېلتون غوښتونکو سره نږدې اړیکې لري، د افغانستان له خاورې د خپلو پوځي عملیاتو لپاره کار واخلي. چین همداراز افغانستان داسې سیمه ګڼي چې له دې لارې له خپل پاکستاني متحد سره سوداګریزې او امنیتي اړیکې لاپراخولی شي او د خپل سیال یعنې هند په پرتله به ډېره ګټه پورته کړي.
تر ټولو مهمه دا چې افغانستان د چین د یوې لارې یو کمربند دیپلوماسۍ لپاره نوي او لوی اقتصادي فرصتونه برابر کړي دي. د افغانستان پر منرالونو او کانونو د چینایي شرکتونو پر پانګونې سربېره، زموږ هېواد منځني ختیځ ته مستقیمه ځمکنۍ لاره ده. همداراز، د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز هم بدلېدای شي چې په اقتصادي ارزښت سره له ژوپولیتیک پلوه د چین د یوې لارې یو کمربند ديپلوماسۍ مهمه پروژه ده.
په فودان پوهنتون کې د افغانستان او پاکستان د مطالعاتو مسوول پروفیسور دیانګ له ديپلومات ورځپاڼې سره په مرکه کې د افغانستان د سولې بهیر په اړه ویلي:
لومړی: که امریکا او ناټو د بایډن دولت د طرحې له مخې د سپتمبر تر یوولسمې نېټې خپل ټول سرتېري وباسي، خو په افغانستان کې ښکېل لوري د سولې هوکړې ته ونه رسېږي، د افغانستان امنیتي وضعیت به خراب شي.
تراوسه ډېر شکونه موجود دي، آیا افغانستان به په راتلونکي کې اوسنی وضعیت وساتي او که نه په کورنۍ جګړه کې به ښکېل شي؟ آیا د شمال او سویل ترمنځ جنجالونه به دوام وکړي او که افغانستان به سولې ته ورسېږي؟
سربېره پر دې، چین د افغانستان د نږدې ګاونډي په توګه د هېواد د سولې بهیر ملاتړی، منځګړی او آسانچاری و او ددغه هېواد د بهرني سیاست یو لومړیتوب، د افغانستان د سولې بهیر بریالیتوب دی. آن تر نورو هېوادونو زیات چین هیله من دی چې افغانستان سولې او ثبات ته ورسېږي او د بیارغونې لپاره یې هڅې ګړندۍ شي.
دوهم: هماغه شان چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت د پای ته رسولو په حال کې دي، د هېواد برخلیک باید د افغانانو په لاس کې وي. دا بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او په دوی پورې اړه ولري او دغه اصل ته باید درناوی تضمین شي.
درېیم: پرمختګ، په افغانستان کې د سولې تضمینوونکی او د حکومتولۍ د ستونزو اصلي حل لاره ده. په افغانستان کې د دوامداره سولې د تضمین په موخه، باید د افغانستان ټول لوري، د سیمې هېوادونه او نړیواله ټولنه عمومي اجماع رامنځته او له افغانستانه د ملاتړ لپاره ددغه هېواد په بیارغونه او پرمختګ کې په ګډه کار وکړي.
بالاخره، امریکا او ناټو باید په افغانستان کې د واک سوله ییز بهیر تضمین او په مسوولانه او منظمه توګه خپل سرتېري وباسي. هېڅ هېواد باید له دې وضعیته د خپلو شخصي ګټو لپاره استفاده ونه کړي او ژوپولیتیکو سیالیو ته مخه نه کړي. ټول لوري باید د افغانستان د سولې بهیر لپاره هڅې وکړي.
نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره ددغه هېواد د کړکېچ د سوله ییز حل او له طالبانو سره د مذاکرې په موخه هڅې کړې دي. چین د سیمې د یوه لوی قدرت او د افغانستان د ګاونډي په توګه له طالبانو سره د افغان دولت د سولې په مذاکراتو کې رغنده رول لوبولی شي.
پر پاکستان د چین نفوذ
پاکستان د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې یو مهم هېواد دی. پاکستان د طالبانو ډلې پر مهمو غړو پراخ نفوذ لري. د کویټې شورا، د میرانشاه شورا او د پېښور شورا د پاکستان په خاوره کې د طالبانو د تصمیمونونو مهمې شوراګانې دي. هغه اړیکې چې چين یې د افغان دولت، طالبانو او پاکستان د دولت په ګډون د قضیې له ښکېلو لوریو سره لري، چین د سولې په مذاکراتو کې د یوه غوره منځګړي رول ادا کولی شي. د چین لپاره د پاکستان ارزښت نه یوازې په سویلي آسیا کې د چین د ګټو په خوندیتوب پورې اړه لري، بلکې له دې هېواد سره مرسته کوي چې د امریکا د هند ـ اقیانوسیې تګلاره ناکامه کړي. که ټاکل شوې وي چې چین د منځنۍ آسیا په سیمه کې د یوه تصمیم نیوونکي قدرت په توګه مطرح شي، دا هېواد دې له خپل نفوذه په استفادې پر پاکستان فشار راوړي چې پاکستان د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو کې رغنده رول ولوبوي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان پر غړو د چین نفوذ
له سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو سره تعامل او څو اړخیزه ديپلوماسي، په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسېدو اغېزمنه لار ده. د افغانستان ستونزه تر ډېره په سیمه ییزه او د سیمې او د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په کچه د اواري وړ ده. د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې مهم سیمه ییز او له سیمې اخوا لوبغاړي، د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي دي او چین پر هغوی پراخ نفوذ لري. د شانګهای د همکارۍ سازمان په افغانستان کې د سولې بهیر لپاره د آسانتیاوو د برابرولو او خپلو پولو د تثبیت وس لري. ددغه سازمان پر غړو د چین له نفوذه د افغانستان د سولې په بهیر او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د فعال رول لوبولو په موخه د دغه سازمان د غړو دولتونو د هڅولو لپاره استفاده کېدای شي.
په افغانستان کې بې ثباتي د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو ته د کډوالۍ بهیر د زیاتوالی لامل کېږي او ددغو هېوادونو ملي امنیت او ځکمنۍ بشپړتیا ته زیان رسوي. د بېلګې په توګه، په افغانستان کې جګړه او ناامني به د منځنۍ آسیا له افراط پالو سره مرسته وکړي چې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره امن پټنځایونه جوړ کړي. د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره کار وکړي. د سولې په چوکاټ کې د شانګهای د همکارۍ سازمان دوه غړي هېوادونه پاکستان او ایران په افغانستان کې پراخ نفوذ لري او دا دوه هېوادونه د افغانستان د سولې بهیر په بریالي کېدو کې د پام وړ رول لوبولی شي. د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې د رغنده رول لوبولو لپاره پر ایران د روسیې او پر چین د پاکستان فشار به د سولې بهیر د بري پولې ته ورسوي. د افغانستان د ستونزې د اواري او د سولې مذاکراتو د بریاليتوب په موخه د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کولو لپاره پر دغو هېوادونو د چین نفوذ ګټور کېدای شي.
د «یوې لارې یو کمربند» تګلارې د بري لپاره افغانستان ته د چین اړتیا
د چین د یوې لارې یو کمربند دیپلوماسۍ بریالیتوب، د سیمې او افغانستان په امنیت پورې اړه لري. افغانستان په ښه توګه په دغه پروګرام کې رول لوبولی شي؛ ځکه چې افغانستان د چین او منځنۍ آسیا، فارس خلیج او عربو سمندر ترمنځ ترټولو لنډه لاره ده. سربېره پر دې، په دغه پروګرام کې د رول په لوبولو سره به افغانستان د خپلو اقتصادي بېخ بنسټونو د رغولو وس پيدا کړي.
د سیمې ناامني نه یوازې د چین د یوې لارې یو کمربند د ديپلوماسۍ په وړاندې ګواښ دی، بلکې د چین ـ پاکستان د اقتصادي دهلیز لپاره هم یو ګواښ بلل کېږي. دا موردونه د افغانستان د سولې په بهیر کې د چین د لافعال رول د لوبولو مثبت ټکي کېدای شي.

ورته لیکنې

Back to top button