۸صبح، فاریاب: د فاریاب د ولسوالیو اوسېدونکي وایي، چې له درېیو ورځو راهیسې د میمنې ښار له مرکز سره لارې تړل شوې دي.
ځایي سرچینې جمعه د مرغومي پر درویشتمه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې د سختې یخنۍ او واورو له امله د فاریاب ولایت له مرکز میمنې ښار سره د خیبر، بند لولاش، ګرزیوان، بلڅراغ او پښتون کوټ ولسوالیو لارې بندې شوې دي.
په دې ولسوالیو کې خلکو ویلي، چې د کنګلونو له امله له ګڼو ستونزو له دې جملې د اوبو له کموالي سره مخ شوي دي.
د فاریاب په ولسوالیو کې د هوا د سړوالي د درجې په اړه له منفي ۱۲ تر منفي ۱۸ او ان تر منفي ۲۲ سانتيګراد پورې راپور ورکړل شوی دی.
له دې مخکې د طالبانو د هواپېژندنې ادارې د هېواد په شمالي، شماللوېدیځ، لوېدیځ، شمالختیځ او مرکزي ولایتونو کې د سړې هوا د څپې خبرداری وکړی و.