د قزاقستان د بېړنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په دغه هېواد کې د سېلاب له کبله شاوخوا ۱۱۷ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
رویټرز چهارشنبه د اپرېل پر ۱۷مه د قزاقستان د بیړنیو چارو وزارت په حواله راپور ورکړی چې د دغه هېواد په شمالي او لوېدیځو سیمو کې له کورونو د وتلو بهیر دوام لري.
تر دې دمخه قزاقستان د دغه هېواد په اتو ولایتونو کې د سېلابونو له کبله «بېړنی وضعیت» اعلان کړی و.
تېره اوونۍ د اروپا د اورال سیند په ګډون د څو سیندونو اوبه راپورته شوي او تر اوسه په ساحلي سیمو کې روانې دي.
د دغو سیندونو یوه لویه برخه د روسیې او قزاقستان ترمنځ موقعیت لري.
ځینو سرچینو په روسیه او قزاقستان کې وروستي سېلابونه په تېرې یوې پیړۍ کې «ترټولو بد سیلابونه» بللي دي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جمارت توقایف ويلي چې دا سېلاب په تېرو ۸۰ کلونو کې بې مخیني دی.