پر ښځو محدودیتونه؛ هغه زوړ ټپ چې مکروبي شوی

پرویز اکرم سروري

په افغانستان کې ښځې په سیستماتیک ډول د نارینه وو تر واکمنۍ لاندې ژوند کوي او ښځو دا نابرابري د نارینه وو د حق په توګه منلې ده.

د فکر دا تېروتنه له دې حقیقت څخه پیلېږي چې ښځې نارینه خپل واکمن ګڼي. که پلار یا مېړه وي، ښځه باید هغه د خپل مالک په توګه ونه ګڼي. له بده مرغه، په ډېرو مواردو کې، دا د درناوي مسله نه ده، خو یو مکلفیت دی چې ښځې يې خپل مکلفیت ګڼي. کله چې دا ښکارنده د کورنۍ په چوکاټ کې رامنځته شي، بې له شکه په ټولنه کې به هم پلي شي. له همدې ځایه د ښځو ضد ټولنه رامنځته کېږي.

نن که طالبان د ښځو پر وړاندې خنډونه جوړوي، کورنۍ باید د هلکانو د زده کړې په بندولو سره د خپلو لوڼو او ښځو تر څنګ ودرېږي؛ آن که دا کار پایلې هم ونلري. په دې کار سره دوی لږ تر لږه د دې توان پیدا کوي چې د انسان په توګه له خپل توان سره سم له فساد سره مقابله وکړي. د طالب د ظلم او استبداد په وړاندې مقاومت یوازې په وسله واله بڼه نه شي کیدای. د طالبانو له پلانونو او قوانینو څخه نافرماني او بې تفاوتي د مقاومت یوه بڼه کېدای شي.

دا له یوه خیال پرته بل څه نه دي چې طالبان ښځې له تعلیمه منع کوي او د نارینه وو په تعلیم باور لري او د سبا کدرونو په توګه ورته ارزښت ورکوي. د طالبانو هدف دا دی چې افغانستان د ترهګرۍ په یوه فابریکه بدل کړي تر څو سبا له دې خاورې او ولس څخه د خپلو بادارانو په ګټه کار واخلي او حلقه به ګوش غلامان پاتې شي.

طالبان د ښځو په وړاندې د خنډونو په جوړولو او له مذهب څخه په استفادې سره هڅه کوي چې خلک د دوی ناروا غوښتنې ومني. سياسي اسلام د وسيلې په توګه په استعمالولو سره هغه ژوند چې د ښځو حق دى، ترې اخيستی دى. د طالبانو سیاسي اسلام نورې افراطي ډلې پیاوړي کوي او ښځې لا هم حاشیه ته وباسي. سیاسي اسلام او افغاني کلتور هغه دوه پدیدې دي چې تل د ښځو لپاره یوه ستونزه وه. د دي ارزښت سره تل، د یوې ښځې نوم اخیستل کیږي. چې ګنې په ښځو د الله تعالی د دین او د نارینه وو د دین ساتنه فرض ده. د ښځو ښایست او خلاقیت یوه اشتباه ګڼل کیږي او دا اشتباه باید د نارینه وو له سترګو پټه شي تر څو د دوی ایمان ته زیان ونه رسیږي. د سياسي اسلام په آند ښځه د سړي د ايمان او تقوا مسووله ده.

په افغاني ټولنه کې د ښځې تعریف د غیرت، حیا، عفت او حجاب له کلمو سره یو ځای کېږي. ښې میرمنې د دې کلمو سره یوځای یاديږي. ښځې په دې هڅه کې دي چې هغوی ته بدې ښځې ونه ویل شي او شرعي حدودو پرې وضع نه شي، د دې کلمو په چوکاټ کې د نومونو په ساتلو سره د ښځو د پرمختګ او سرلوړۍ مخه نیول شوې ده. له بلې خوا، چې تر کومه حده ښځو خپل ځانونه محروم او محدود کړي دي، په هیواد کې د سیاسي اسلام پالو او د ښخو ضد ناریناوو خپلې د لالچې سترګې لا زیاتي ښځو ته نیولي دي. دا نارینه ښځې د خپلو جنسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوازې د وسیلې په توګه پيژني. د نارینه وو جنسي تسلط، سیاسي اسلام او جنس پرستۍ له جګړې او تاوتریخوالي سره یو ځای شوي او د ښځو بشري حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.

افغانې ښځې د تاریخ تر ټولو محرومې ښځې دي چې آن د جامو د انتخاب حق هم نه لري. که تېر ته وګورو، په کابل کې د جمهوريت په دوره کې ښځې د جامو د اغوستو له امله له تاوتریخوالي سره مخ وې. دوی په خپلو بدنونو هیڅ واک نه درلود. دا حکومت او کورنۍ وه چې د ښځو د جامو د ډول په اړه پریکړه وکړي. که حکومت په کوم څه شکمن کېدلو، ښځه به د هغې له اجازې پرته طبي معایناتو ته مجبوریدله او د هغې بدن به یې په سپکاوي سره معاینه کولو. ښځې په کورنۍ کې هم باید د کورنۍ د خوښې سره سم جامې واغوندي ترڅو د کورنۍ آبرو او عزت وساتل شي. په دې توګه، دوی په کورنۍ کې پاتې کېږي. له واده وروسته به ښځه د بل سړي ملکیت شي چې په ټولو چارو کې به د هغې لپاره مکلفیتونه هغه سړۍ ټاکي.

افغانستان هغه ځای دی چې د نارینه وو لویه برخه یې د ښځو په انسانيت باور نه لري. طالبانو له یوه کال راهیسې پر ښځو محدودیتونه لګولي او ځینې نارینه او آن ځینې ښځې له دې وضعیت راضي دي او دغه بندیزونه د الله تعالی امر ګڼي. د ښځو پر وړاندې محدودیتونه د طالبانو له راتګ سره نه دي پیل شوي، بلکې دغې ډلې لا ډېر سخت او غیر انساني محدودیتونه لګولي دي. د طالبانو تر راتګ مخکې که څه هم ښځو د زده کړې او کار حق درلود، خو په دغو دوو برخو کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول دوي د محدودیتونو سره مخ وې. توپیر یې دا دی چې پرون خنډونه انفرادي وو، خو نن ټولیز دي. پخوا به ځينې ښځې د کار او زده کړو څخه د خپلو کورنيو او نږدې دوستانو د غوښتنو قرباني کېدې، خو نن ټولې ښځې د هغو کسانو د ځان جوړو قوانينو قرباني دي چې ځانونه د نن ورځي واکمنان ګڼي.

تاوتریخوالی، خنډونه او ځورونه د ښځو لپاره نوې پدیده نه ده. په هرصورت، دا باید د هیواد د ښځو دایمي برخلیک نه وي. د حل لپاره، دا ستونزه باید په بنسټیزه توګه ریښه شي؛ ځکه حساسیتونه تر دې حده دي چې د ښځې نوم، د ښځې کار او د ښځې جنس د مذهبي دوکاندارانو بنسټونه ټکانولای شي. د حل لپاره، باید په بنسټي توګه د دی ستونزي ریښې پیدا شي؛ ځکه حساسیتونه تر دې حده دي چې د ښځې نوم، د ښځې کار او د ښځې جنس د مذهبي دوکاندارانو بنسټونو ته  ټکان ورکولی شي. تر څو چې دا ستونزه له ریښې څخه حل نه کړو او له کورنۍ او ټولنې څخه یې لرې نه کړو، په ټولنه کې به د ښځو په وړاندې خنډونه پراته وي. طالب یا کوم بل رژیم به بدلېږي، مهمه خبره دا ده چې موږ خپل ځان بدل کړو. لومړی باید ښځې له نارینه وو سره برابرې وګڼو او له جنسیتي تبعیض څخه پاکه کورنۍ جوړه کړو، بیا د طالبانو جګړې ته ځو. اوس موږ د مبارزي لپاره په ډېر لږ شمېر کې یوو.

ورته لیکنې

Back to top button