که څه هم د جمهوریت له ړنګېدو سره هر څوک له پراخ اقتصادي ناورین سره مخ شول، چې منفي پایلو به یې تر ډېرو کلونو پورې د خلکو پر ټولنیز- اقتصادي ژوند خپل سیوري غوړولی وي، خو په عین حال کې ښځې د یوې زیانمنې شوې ډلې په توګه په مذهبي او دودیزه ټولنه کې چې د تور سرې، عاجزه او بې وسه په نوم يادېږي، تر ډېره د جمهوريت د ړنګېدو په طوفان کې لوېدلې او په ژوند کې يې ستر بدلونونه راغلي دي. د افغانستان په تاریخ کې د ترټولو بدمرغې واکمنې ډلې په توګه د طالبانو بیا راڅرګندطدو له مېرمنو څخه ډوډۍ، کار او ازادي واخیسته او سیاسي ملایان هڅه کوي، چې ښځې یو ځل بیا د تورې برقعې، اجباري حجاب او د دوی د ښځینه ضد ایډیالوژۍ په ترڅ کې له مخي لیرې کړي. په عین حال کې، ښځې په کوڅو، سیاست او اقتصاد کې ان د کوچنیو کارونو په کولو سره د ژوند لپاره مبارزه کوي؛ ان که دا ستونزمن هم وي. دوی هڅه کوي، چې له دغه ناورین څخه د خلاصون لپاره فرصتونه رامنځته کړي.
د همدې وېرې او هیلو په منځ کې د خیاطۍ د ورکشاپونو، لاسي کارونه، ښوونې او روزنې، د کتاب لوستلو او لسګونه نورو ډولونو په څېر کوچني اقتصادي فعالیتونه د کاري فرصتونو د رامنځته کولو، د کار موندلو، د مسلکونو د روزلو او ترټولو اړین د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ لپاره هڅول دي. او په خورا ستونزمنو ورځو کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره مبارزه وکړي. هغه مشهور متل دی «په صحرا کې زاړه بوټان هم نعمت دی.» د یو کم شمېر مېرمنو لپاره د کار فرصتونو موندلو لپاره خورا ښه مرسته او نسبتا ښه چاپېریال رامنځته کړی. په دې کار سره دوی هڅه کوي چې طالبانو ته وښيي چې افغان مېرمنې د دوو لسیزو پخوانۍ ښځې نه دي او دوی د «ډوډۍ، کار، ازادۍ» په ارمان خپلې سینې ډال کړې دي ترڅو خپل حق د لیوانو له خولو څخه واخلي، چې دا یوه مانا لرونکې مبارزه ده. د طالبانو په رژیم کې د ښځو لپاره د دې فرصتونو رامنځته کول چې د هغوی د کار حق، ازادي او خپلواکي په رسمیت نه پیژني، یو کوچنی کار دی چې په لوی مفهوم سره دا ښيي چې ښځو د ازادۍ او د بقا لپاره مبارزه نه ده هېره کړې.
همدا اوس په کابل کې په سلګونو کوچنیو او لویو بنسټونو د ښځو د ظرفیت لوړولو په موخه په خصوصي ډول خپل فعالیت پیل کړی او یو شمېر دغه بنسټونه او ورکشاپونه د طالبانو د ویرې له امله په پټه خپل فعالیت ته دوام ورکوي. په بدخشان او تخار کې د خیاطۍ، لاسي ګنډل او د کار موندنې ورکشاپونه او په بلخ کې لسګونه خصوصي روزنیز مرکزونه جوړ شوي چې په دې سخت وخت کې له ښځو سره مرسته وکړي او د «ډوډۍ، کار، ازادۍ» مبارزې ته دوام ورکړي. د دې بنسټونو او فعالیتونو بل ارزښت دا دی چې ښځې نور په کور بندې نه دي او بل چا اړتیا نه لري او په هر حالت کې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. دا یو ډول هغه مبارزه ده، چې د طالبانو فکر ته د نه ویلو او د خپلو اساسي، انساني او اسلامي حقونو د ترلاسه کولو لپاره په تیارو کې د ودرېدو په مانا ده چې طالبان یې ورڅخه د اخیستو هڅه کوي.
زرمينه په تخار کې د خیاطی د يوه ورکشاپ مسووله ده، چې ليکوال ورسره خبرې کړې دي. لیکوال په دې باور دی چې زرمینې او د هغې همکارانو دا ورکشاپ د اقتصادي ګټو لپاره نه دی جوړ کړی، بلکې دوی هڅه کوي چې وښيي طالبان نشي کولای د ښځو مخه ونیسي. طالبان ښايي د ښځو پرمختګ ورو کړي، خو په خپل ټول توان سره یې مخه نه شي نیولای.
یو بل شی چې د دې هڅو اهمیت یې زیات کړی د ښځو د پرمختګ لپاره د دې مبارزې اصلي ماهیت دی چې د دی پروژو چلوونکي د ګټې په لټه کې نه دی. په تېرو شلو کلونو کې د ښځو لپاره د پروژو جوړول د ګټې اخیستنې لپاره ترسره شوی چې اغېزمن کار هم ندی ترسره شوی، له همدې نظره په ټولنه کې له ښځو سره د مرستې لپاره ټولو هڅو ته په ښه سترګه نه کتل کېږي ځکه چې پروژهیي کړنی وی او د خپلو کټو لپاره ترسره کیدې. خو اوس خبره بل ډول ده، د بېلابېلو ولایتونو اصلي اوسیدونکو ښځو او نارینهوو لاسونه سره ورکړي چې لږ تر لږه سره یو لاس شي او ښځو ته د خیاطۍ درس ورکړي، د نجونو لپاره کتابتون او ښوونځی جوړ کړي، په قلم او قدم سره مبارزه وکړي او د ښځو د حقونو لپاره داخلي او اصلي مبارزه دوام وکړي.
ښايي اوسنيو شرايطو ته په کتو دا کار په لومړي نظر کې ډېر اغېزمن ښکاره نه شي، خو له همدې کوچنيو کارونو څخه لوى کارونه پيل شوي دی او د څاڅکو څخه د سمندرونو توپانونه رامنځته شوي. د افغانستان ښځو په تېرو څلوېښتو کلونو کې له سترو او بدمرغیو ډکې پېښې تجربه کړې او اوس دې مقام ته رسېدلې چې چوپه خوله پاتې نه شي، کوڅې تشې پرېنهږدي او د «ډوډۍ، کار، ازادۍ» شعارونه د غوښتنو په ډګر بدل کړي، او د رجعت غوښتونکو او ښځو ضد خلک پدې وپوهوي چې ښځه د ژوند او ازادۍ سمبول ده او د هغوې هیلو، وظایفو، حقونو او شتون ته باید درناوی وشي. دا یقیني ده چې طالبان د ښځو پر وړاندې زغم نه لري او د ښځو کوچني کارونه به د افغانستان د راتلونکي لپاره لوی خدمت وي. که موږ غواړو چې پرمختګ او خپلواکي ترلاسه کړو، موږ باید په ټولنه کې له کوچنیو شیانو څخه پیل وکړو. حتی که دا د خیاطی ورکشاپ یا یو کتابتون جوړول وي چیرې چې نجونې مطالعه کوي.
که له یوې خوا د کار موندنې، تخنیکي – مسلکي زدهکړو او د ورکشاپونو د جوړولو لپاره د زمینې برابرول وړې هڅې او د طالبانو له فکر سره په زړه پورې مبارزه ده، له بلې خوا د هېواد د پرمختګ لاره هم ترې تېرېږي. له برياليو او خپلواکو ښځو پرته به افغانستان هيڅکله پرمختللی او يوه ښه ټولنه ونه لري. که څه هم د ښځو د پرمختګ لپاره بهرنۍ مرستې او د بشري حقونو د بنسټونو پاملرنه مهمه بلل کېږي، خو لیکوال په دې باور دی، ترڅو چې ټولنه او د خلکو اجتماعي عقل دې پایلې ته ونه رسېږي، چې هر څوک لاسونه سره یو کړي او له ښځو سره د ارزښت وړ مرسته او همکاري ونه کړي، یوازې د نړیوالې ټولنې پاملرنه ګټوره نه ده. لکه څنګه چې دا کار په تېرو شلو کلونو کې اغیزمن نه و. له همدې امله په اوسني حالت کې د ښځو لپاره وړې دندې ډېرې ګټورې دي.