۸صبح، کابل: افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان د استازولۍ پلاوي (یوناما) د خصوصي پوهنتونونو د ۱۴۰۲ کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون د ممنوعیت په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون ویلي، چې په دې ازموینه کې د نجونو پر ګډون بندیز په ناسمه لار کې یو بل ګام دی.
یوناما دوشنبه د سلواغې پر لسمه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د طالبانو دغه پرېکړه د هغوی د مخکینیو ژمنو خلاف ده، چې ویلي یې وو په راروانه میاشت کې به د پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ پرانیستل شي.
دغه بنسټ د دې امر د ژرترژره لغو کېدو غوښتنه کړې ده.
د ویلو ده، چې طالبانو په خپله ترټولو تازه پرېکړه کې خصوصي پوهنتونونو ته د یوه مکتوب په لېږلو ترې غوښتي، چې د ۱۴۰۲ کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو د ګډون مخه ونیسي.