ايا د مصنوعي ځيرکتيا د چټ څلورم نسل کولای شي هنري اثار وپنځوي؟
دا هاغه پوښتنه ده چې دا مهال يې د ځواب موندلو لپاره د ډېرو خلکو تلوسه ده. د سويډن مشهورې ورځپاڼې ډاگېنس نيهېتر (Dagens Nyheter) د روان ۲۰۲۳زېږدیزکال د می پر ۲۶مه نېټه خبر ورکړ، چې د کتابونو يو خپروندويه شرکت نوويلکس (Novellex) د مصنوعي ځيرکتيا (Artificiell intelligen)د چټ څلورم نسل پرمټ وکولای شول، چې څلور هنري اثار وليکي یا...