۸صبح، کابل: د تهران د اتباعو چارو ادارې سرپرست احسان حیدری ویلي چې د ۱۴۰۳ کال په نوروز کې له دغه ښاره د افغان کډوالو د شړلو کچه درې برابره لوړه شوې ده.
د ځوانو خبریالانو کلپ خبري اژانس د راپور په حواله، حیدري سهشنبه د وري پر ۲۸مه ویلي چې د ۱۴۰۳ کال په نوروز کې د تهران له سیاحتي ځایونو د ناقانونه اتباعو د راټولولو پلان په عملي کولو سره د دغه ښار له څنډو څه باندې اته زره افغان کډوال نیول شوي او افغانستان ته د ستنولو په موخه څارنیز کمپ ته سپارل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې په ۱۴۰۲ کال کې څه د پاسه ۷۰ زره ناقانونه کډوال راټول شوي او خپل هېواد ته د ستنولو په موخه د تهران ښار څارنیز کمپ ته سپارل شوي و.
هغه یادونه کړې چې له تهران ښاره د ناقانونه کډوالو د راټولولو پلان به تر وروستۍ نېټې دوام مومي.
د یادونې ده چې دمګړۍ په ایران کې میلیونونه افغانان مېشت دي چې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له کبله یې هېواد پرېښی دی.
زیات شمېر افغانان بیا پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د بېکارۍ او لوږې له کبله ایران ته تللي دي.
بل پلوه، پاکستان هم هلته د مېشتو افغانانو د ویستلو دویم پړاو پېل کړی دی. پاکستاني حکومت ویلي که دا کډوال له دغه هېواده د روان میلادي کال د اپریل له ۱۵مې وروسته په خپله خوښه لاړ نه شي، په زور به وشړل شي.