ځینې سرچینې ۸صبح ته وايي چې د افغانستان د سولې په اړه ناسته چې د ترکیې په استانبول ښار کې جوړېږي ټاکل شوې دا غونډه لس ورځې دوام وکړي.
دغه ناسته په ګډه د ملګروملتونو سازمان، ترکیې، قطر او امریکا له خوا تنظیم او مدیریت کېږي.
ددغې غونډې اصلي اجنډا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک لپاره د لارې نقشې برابرول دي.
د مالوماتو له مخې، امریکا ټینګار لري چې هوکړه د نړیوالو ځواکونو په حضور کې ترسره شي.
د سرچینو په وینا، کوربه هېوادونه هڅه کوي چې ناسته د تصمیم نیولو په لویه کچه ترسره شي.
له بلې خوا، د جمهوریت لوری د استانبول په غونډه کې د طالبانو د مشرتابه د جوړښت د روښانه کېدو په تمه دی.
په دې توګه که د کوټې شورا لوړپوړي غړي په تېره بیا ملا هبت الله او ملایعقوب د استانبول په ناسته کې ګډون وکړي، سیاسي او جهادي مشران به هم په دغه غونډه کې ګډون وکړي.
د لومړني نوملړ له مخې چې ۸صبح ته رسېدلی، د ملي روغې جوړې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله، مخکینی ولسمشر حامد کرزی، عبدرب الرسول سیاف، محمدیونس قانوني، عطامحمد نور، حمدالله محب، محمدحنیف اتمر، سیدحامد ګیلانی، عبدالرشید دوستم، محمد محقق، محمدکریم خلیلي، ګلبدین حکمتیار، صلاحالدین رباني، معصوم ستانکزی، سلام رحیمي، حبیبه سرابي، فوزیه کوفي، فاطمه ګیلاني او حاجی دین محمد به د جمهوریت له اړخه په دې ناسته کې ګډون وکړي.
له بلې خوا، امریکا هڅه لري چې د استانبول ناسته برخلیک ټاکونکې وي.
په دې توګه ښايي په دغه غونډه کې د لویو او عمومي اصولو په اړه هوکړه وشي او په دوحه کې مذاکرات دوام وکړي.
دغو مواردو ته په پام سره، د استانبول غونډې په څنډه کې به د رسنیو او بهرنیو دیپلوماتانو له ګډونه پرته ناستې ترسره شي.
له بله پلوه، د هغه پلاوي د قرنطین کېدو احمتال هم شته چې استانبول ته ځي. د هغو معلوماتو پربنسټ چې ۸صبح ته رسېدلي، امریکا د کال تر پایه په افغانستان کې پاتې کېږي او دغه هېواد له طالبانو سره په دې هکله موافقه کړې ده.
طالبان هم د اوربند او د نړیوالو ځواکونو د حضور د دوام په بدل کې، د ټولو بندیانو د خلاصون، د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا له تور نوملړه د دوی د مشرانو د نومونو د ایستلو او د انتقالي حکومت پر سر د هوکړې غوښتونکي دي.
د ویلو ده چې د استانبول ناسته د بُن لومړۍ ناستې په شان ده چې د افغانستان د راتلونکي په اړه پکې بحث کېږي.