۸صبح، کابل: د خبریالانو نړیوال فدراسیون ویلي، چې طالبانو افغانستان ته د یوې بهرنۍ خبریالې دننه کېدل منع اعلان کړي دي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون چهارشنبه د تلې پر ۲۷ راپور ورکړی، چې یوه بهرنۍ خبریاله سټیفاني ګلینسکي، چې له نړیوالو رسنیو سره کار کوي د یوه انتقادي راپور د جوړولو له امله افغانستان ته له دننه کېدو منع شوې ده.
د خبریالانو د دغه نړیوال ملاتړي بنسټ په وینا سټیفاني ګلینسکي، چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې یې له ګارډین او فارن پالیسي سره کار کاوه د روان کال په جولای میاشت کې له افغانستانه تللې ده.
ګلینسکي په ټولنیزو شبکو کې لیکلي، چې د «طالبان د ډبرو سکرو پر سر د افغانستان په شمال کې جګړه کوي» تر عنوان لاندې د یوې لیکنې له خپرولو او د طالبانو په اړه له انتقادي یادداشتونو وروسته په وټساپ کې د هغوی له برید سره مخ شوې او له هغې یې غوښتي، چې خپله سرچینه ورته وښيي.
د خبریالانو نړیوال فدراسیون د طالبانو دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي: «افغانستان کې د بهرنیو او کورنیو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د ځورولو او وېروولو دوام د مطبوعاتو له ازادۍ سخته سرغړونه ده او طالبان باید خبریالانو ته اجازه ورکړي ترڅو له وېرې پرته په خپلواکه توګه کار وکړي.»
طالبانو له دې مخکې هم د بهرنیو خبریالانو پر فعالیت محدودیتونه لګولي دي او له هغوې غوښتي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه خپل نیوکې کوونکي راپورونه او لیکنې بېرته واخلي.