نیتا کاشد یوه ۴۴ کلنه بوخته ښځه ده، چې د ارام لپاره وخت نه لري. هغه یوه ټولنیز کارکوونکې ده. د هغې کاري ورځ په خپل کلي کې له ښځو او ماشومانو سره پر کتنو تېرېږي. هغه په خپلو ورځنيو کاري ساعتونو کې د روغتیا پر بېړنیو مرستو، له میندو او ماشومانو سره پر همکارۍ، د سروې پر ترسره کولو او د واکسین پر کمپاینونو بوخته وي. هغه په دې ځای کې د هند د حکومت د روغتیايي فعالیت یوه بېلګه بلل کیږي.
له دې ټولو بوختیاوو سره سره، هغه باید خپلې وړې کروندې ته هم پاملرنه وکړي. که څه هم نیتا کاشید په لومړۍ لیکه کې د ټولنیزې روغتیايي کارکونکې په توګه ټول وخت پر دندې بوخته وي، ناڅېزه معاش ترلاسه کوي او اړه ده، چې د خپل ژوند د چلولو لپاره خپل محصولات هم وپلوري.
کاشد وايي: «هغه معاش چې زه یې ترلاسه کوم زما د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بسنه نه کوي. زه دوه ماشومان لرم چې ښوونځي ته ځي. زه باید د هغوی د زده کړې لګښت ورکړم.»
کاشد د ټولنیزې روغتیا د نږدې یو میلیون کارکوونکو له ډلې ده، چې د هند د حکومت له خوا د ځانګړي پروګرام له لارې ګومارل شوې ده. دا پروګرام د بې وزلو کلیوالو او د دې هېواد د عامې روغتیا سیسټم ترمنځ د خورا مهم رابط په توګه عمل کوي.
دا کارکوونکې د کورونا وبا پر مهال لومړنيو مراقبتونو ته د لاسرسي په تضمین کې د مهم رول له امله د ټولنې د پاموړ وګرځېدې او د روغتیا د نړۍوال سازمان له لوري « د روغتیا د رهبرۍ» د نړیوالې جایزه ګټونکي معرفې شوې. دا جایزه د دې لامل شوه چې په ټوله نړۍ کې د ټولنې د روغتیایی کارکوونکو (CHWs) کاري شرایطو ته پاملرنه وشي.
دا پروګرامونه په تیرو لسیزو کې د میندو او ماشومانو د مړینې، ایډز، نري رنځ او نورو بېلابېلو ناروغیو د کمولو لپاره د ارزانه لارې په توګه ستایل شوي. د دې پروګرام د لګښت د سپما یو دلیل د لږ معاش ورکول او یا وړیا کاري ځواک دی چې ډېری یې ښځې دي. په ډېرو هیوادونو کې ډیری دا میرمنې په خپله خوښه کار کوي.
د «ښځې په نړیواله روغتیا کې» په نوم یو سازمان چې یو غیر انتفاعي سازمان دی، د ۲۰۲۲ کال راپور اټکل کړی چې ۶ ملیونه ښځې د روغتیا په سکتور کې کار کوي، چې هېڅ معاش نه لري او یا خورا لږ معاش ترلاسه کوي. دا سازمان پر دې باور دی چې دا شمېرې د ګټې اخیستنې وړمعلوماتو د نشتوالي له امله ډېرې ریښتینې نه دي او خورا ټیټې دي. د دغه سازمان څېړنه د لنسټ د ۲۰۱۵ کال د یوې مقالې پربنسټ ده، چې ادعا کوي د ټولنیزې روغتیا د کارکوونکو له خوا بې معاشه کار په بالقوه توګه له نړیوال اقتصاد سره یو اعشاریه څلور ټریلیون ډالره مرسته کوي. دا ښیي چې بې معاشه کاري ځواک چې ډیری یې ښځینه ټولنیزې روغتیایی کارکونکي دي، په هغه وخت کې د نړۍ په کچه د ناخالص کورني تولید نږدې دوه اعشاریه پنځه سلنه له خپله جیبه ورکاوه.
رویا ډاټ چې ډاکټره او دغه راز« ښځې په نړیوالې روغتیا کې» د پروګرام اجرایوي مدیره ده وایي: ولې موږ د کاري ځواک د دې ځانګړې ډلې لپاره یو ځانګړی کاري ارزښت نه ټاکلو، او د دې پروګرامونو په بودیجه کې یې په پام کې نه نیسو؟ نوموړی زیاتوي :« دا زبېښاک دی او موږ باید د هغه پر وړاندې غږ پورته کړو.»
تېر کال، په ټول هند کې د ټولنیزې روغتیا کارمندانو په اعتصاب لاس پورې کړ او د ښه معاش غوښتنه یې وکړه او دغه راز یې له حکومت وغوښتل چې د دوی کاري وضعیت رسمي کړي. دوی د ټولنیزو روغتیایی کارکوونکو او کارپوهانو د تنظیمولو د مخ پر ودې غورځنګ یوه برخه دي چې د داسې مناسب معاش غوښتنه کوي چې ژوند پرې وکړای شي.
د ټولنې د روغتیا د اغېزو د ایتلاف اجراییوي رییسه ماډیلین بالارډ چې په ټوله نړۍ کې د ټولنیزې روغتیا د کارکونکي د مسلک د رسمي کولو مدافع وکیله ده، وايي: د ټولنیزې روغتیا کارکوونکي نومورکي بسپنه ورکوونکي او د خیر ښېګنې د چارو سمبالوونکي دي چې د نورو لپاره وړیا کار کوي.َ»
دا کیسه په ټوکو بدلیږي، چې ډیری دا پروګرامونه له هغو نړیوالو موسسو پیسې ترلاسه کوي چې د ښځو د پیاوړي کولو شعارونه ورکوي او له دغو شعارونو د دغو پروګرامونو د اخلاقي پوښښ لپاره کار اخلي چې د ښځو ارازانه کاري ځواک پکې بنسټيز رول لري.
هند په ۲۰۰۲ کال کې په چاتیسګر کې چې د دغه هېواد یو له بې وزلو ایالتونو دی، خپل پروګرام پیل کړ او په ۲۰۰۵ کې یې په ټول دغه هیواد کې پلی کړ. په روغتیا وزارت کې د روغتیا او د کورنیو د هوساینې د څانګې پخوانۍ سکرتره سوجاتا رائو چې د دغه پروګرام په پیلولو کې یې برخه اخیستې وه، وايي:« البته د دې پروګرام لومړنی هدف د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې راټیټول وو، ځکه د مړینې کچه ډېره لوړه وه.»
د دغه پروګرام په پیل کې کارګرانو د پوهاوي رامنځته کولو، مشورې ورکولو، د ټولنې یوموټي کولو او د ځینو لومړنیو روغتیایی خدمتونو د چمتو کولو مسولیت درلود. خو د کلونو په تېرېدو سره، د دوی مسؤلیتونه او کاري ساعتونه دواړه ډېر شوي.
کله چې د کورونا ویروس ناروغي خپره شوه ، ټولو د ټولنیزې روغتیا د کارګرانو د کار ستاینه وکړه چې په لومړۍ لیکه کې وو، خو دغه کارګران له خورا کم ملاتړه برخمن وو. نیتا کاشید پخپله د هند د حکومت د قرنطین د قوانینو د پلي کولو پرمهال د یوه کلیوال له خوا تر فزیکي برید لاندې راغله. یوه بله ټولنیزه روغتیایی کارکوونکې یوشا یادو چې ۴۳ کلنه وه، د زړه د حملې له امله مړه شوه او ډاکټرانو د دغې حملې لامل د خوراکي بې نظمي او د کار لوړ فشار وباله.
ډیری کارپوهان پر دې باور دي چې هغه ستونزې چې د ټولنیزې روغتیا کارکونکې د کورونا ناروغۍ په لړ کې ورسره مخ وې، د دغو کارګرانو د ټیټ معاش د توجیه کولو لپاره د یوه عام شعار دروغجن توب په ډاګه کړ او دا شعار دا و: «ښځې ذاتاً د ټولنې د خدمت انګېزه لري.»
مارګوریټ اوډرا چې د ټولنیزې روغتیا کارکوونکې ده او په نیروبي کې ژوند کوي او دغه راز په کینیا کې د ټولنیزې روغتیا د کارکوونکو لپاره د ملي اتحادیې رامنځته کولو لپاره په فعاله توګه کار کوي، وایي:« دا کار له احساساتو ناوړه ګټه اخیستنه ده.» د دې ادعا د ثابتولو لپاره هغه یوه کیسه کوي، له هغو خلکو سره چې له امریکا زموږ د لیدو لپاره راغلي وو، مخ شوم، چې ویل یې: ستاسو د ټولنیزې روغتیا کارکوونکي په رښتیا د ستایلو دي.» او که به یې موږ په ځواب کې وویل چې: نو موږ ته معاش راکوئ؟ هغوی به ویل: موږ نشو کولای! ځکه چې ستاسو کار ډیر ګران دی او تاسو یې بیه نه شئ ټاکلی!
د اودرا لپاره د معاش ورکولو مسأله خورا روښانه ده. ډاکټران هم له خپل کاره راضي دي، خو معاش ورکول کېږي او له بلې خوا د ټولنيزې روغتيا کارکوونکي هم هغه د روغتیا برخې متخصصان دي چې مهم خدمتونه وړاندې کوي او بايد د کار له مخې معاش ورکړل شي.
هغه روغتیایی شمېرې چې د خپل وروستي راپور لپاره یې راټولې کړې خپلو سرپرستانو ته بیانوي: د هغو ماشومان شمېر چې چنجي یې له منځه وړل شوی، د هغو ماشومانو شمېر چې په روغتونونو کې دننه او بهر زېږېږي، د هغو ماشومان شمېر چې خوارځواکي دي؛ د امیندواره میندو شمېر؛ د ټولنې د هغو غړو شمېر چې په غیر ساري ناروغیو اخته دي او… په همدې ډول د خپلو شمېرو د نوملړ لوستلو ته دوام ورکوي.
مېرمن اودرا ورپه یادوي چې کله یې زوی ترې وپوښتل: «مورې، ته هره ورځ روغتون ته ځې، زه فکر کوم چې ته ډاکټره یې، خو د میاشتې په پای کې کله چې له تا د یو څه شي د اخیستلو غوښتنه کوم، راته وایې، چې پیسې نه لرم، نه پوهیږم ولې؟ او تاسو پوهیږئ چې زه یې په ځواب کې د ویلو لپاره هیڅ نه لرم.
* دا متن د یوې اوږدې مقالې اېډېټ شوې نسخه ده چې د فولر پروژې په ویبپاڼه کې ده.