د برازیل په سويل کې د سېلاب له کبله د مړو شمېر ۷۸ ته ورسېد
د برازیل په «ریو ګرانده دو سویل» ایالت کې د قوي ورښتونو له کبله د سېلابونو د قربانیانو شمېر لږترلږه ۷۸ کسانو ته رسېدلی دی. رویټرز دوشنبه د مې پر ۶مه د برازیلي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې تر اوسه پورې په دې سیمه کې څه باندې ۱۱۵ زره کسان د سېلابونو له کبله بې ځایه شوي دي. د...