عقل جنسیت نه پېژني
د نړۍ په یوې څنډه کې د افغانستان په نوم هېواد کې موږ ښځې او نجونې ژوند کوو څو ثابته کړو چې عقل جنسیت نه پېژني. په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې پکې لا هم ځينې کسان ښځې «ناقص العقلې» او «کم عقلې» ګڼي؛ لکه عقل داسې څه وي چې انسان ته د جنسیت له مخې ورکول کېږي او...











