ځانګړي

طالبانو په خوست کې پنځه کسان په دُرو ووهل

طالبان او د امنیت د ټینګښت شعارونه

طالبانو له ډېر پخوا راهیسې د یوې مهمې وسیلې په توګه د امنیت د ټينګښت ادعا کړې ده. دا ډله د دې ادعا په کولو سره پر دې سربېره چې ځان پر خلکو د واکمنۍ وړ بولي، یو شمیر هېوادونه یې هم غولولي دي. خو په تېرو دریو کلونو کې ځمکني واقعیتونه بل څه ښیي: د امنیت په ټينګښت کې...

ښځو سره روان توپيري چلند؛ د جمهوریت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې د ښځینه‌وو ادبي فعالیتونو وضعیت

ښځو سره روان توپيري چلند؛ د جمهوریت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې د ښځینه‌وو ادبي فعالیتونو وضعیت

تېر نږدې درې کلونه په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو لپاره خورا سخت او بوږنوونکي ول. پر دوی د کار او زده‌کړو د محدودیتونو تر لګېدو وروسته ورځ تر بلې د مېرمنو اندېښنې مخ پر زیاتېدو دي او د اوسني وضعیت دوام په افغانستان کې له ټولنې د ښځو د ګوښه او محوه کولو په مانا بولي. یو شمېر...

د سولې لپاره جګړه « جګړه د دې لپاره کوو چې ښايي په سوله کې ژوند وکړو»

د سولې لپاره جګړه « جګړه د دې لپاره کوو چې ښايي په سوله کې ژوند وکړو»

جګړه د بشریت لپاره کومه نا اشنا کلمه نه ده، دا ښکارنده د ځمکې پر مخ د انسان د وجود له پیدا کېدو راهیسې شته او تر نن ورځې پورې دوام لري او د وخت په تېریدو سره یې یوازې بڼه بدله کړې او په بېلابېلو ډولونو وېشل شوې ده. د وخت په تېریدو سره جګړه نوره هم مډرنه شوه...

په کندهار کې د صنعتي پارک ناوړه وضعيت؛ سرچینې: ۱۸۰ فابریکې سقوط شوي

په کندهار کې د صنعتي پارک ناوړه وضعيت؛ سرچینې: ۱۸۰ فابریکې سقوط شوي

د هېواد په سویل کې پروت کندهار هغه ولايت دی چې په تېرو دوو لسيزو کې یې صنعتي برخې پراخه وده کړې وه او د دغه ولایت په صنعي پارک کې سلګونه فابریکو فعالیت کاوه. د یاد ولايت صنعتکاران وايي چې د بېلابېلو ستونزو له کبله په صنعتي پارک کې سلګونه فابريکي سقوط شوي او د پاتې فابريکو د سقوط...

د داعش د فعالیت پراختیا؛ طالبان د وضعیت د کابو کولو توان نه لري

د داعش د فعالیت پراختیا؛ طالبان د وضعیت د کابو کولو توان نه لري

پرون رسنیو د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده یو غږیز کلپ خپور کړ چې پکې نوموړی د کندهار ښار د امنیتي حوزو له امرانو سره د امنیتي ګواښونو په تړاو خبرې کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې ملا هبت الله د کندهار ښار د امنیتي حوزو امرانو ته امر کړی چې په دغه ښار کې د داعش...

د طالبانو ضد حوزه کې ناهمغږي

د طالبانو ضد حوزه کې ناهمغږي

د هېواد حالات ورځ تر بلې خرابیږي. له هرې زاویې چې هېواد او حالاتو ته وګورو هېڅ مثبتې نښې پکې نه لیدل کېږي. ناامني او فساد چې طالبان یې د له منځه وړلو ادعا کوله، مخ پر زیاتیدو دي، په ځانګړې توګه فساد چې خپل اوج ته رسیدلی دی. پاسپورټ، تذکره او نکاح خط له بډو پرته چاته نه ورکول...

د متقي ادعا ته کتنه

د متقي ادعا ته کتنه

په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په یوې بې میخنې وینا کې ادعا وکړه چې د افغانستان درې ګاونډي هېوادونه د داعش ډلې ملاتړ کوي. د هغه د ادعا له مخې، یو له دغو هېوادونو داعش ته بشري ځواک ورکوي، دویم یې روزنه او پناه ځایونه ورکوي او درېیم یې بریدونه ورته...

د غويي ۸مه او هغه درسونه چې باید ترې واخیستل شي

د غويي ۸مه او هغه درسونه چې باید ترې واخیستل شي

د افغانستان معاصر تاریخ د سترو پېښو شاهد پاتې شوی چې هره یوه یې تلپاتې پایلې لري او هره یوه پېښه کېدای شي ډېر نسلونه اغېزمن او پکې ښکېل کړي. په افغانستان کې د غويي اتمه چې د پخواني شوروي اتحاد تر ملاتړ لاندې رژیم پر وړاندې د مجاهدینو د بري له کالیزې سره برابره ده، یوه له مهمو او...

روغتیايي ستونزې؛ په سویلي ولايتونو کې پر موسمي ناروغيو  د اخته کسانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی

روغتیايي ستونزې؛ په سویلي ولايتونو کې پر موسمي ناروغيو د اخته کسانو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی

د افغانستان له سویلي ولايتونو کندهار، هلمند، ارزګان او زابل څخه ۸صبح ورځپاڼې ته په رارسېدلي راپورونو کې راغلي چې په دغو ولايتونو کې د موسمي ناروغيو شمېر د زیاتېدو په حال کې دی او تر پنځه سوه زرو زيات کسان پر دې ناروغیو اخته شوي دي. د کندهار ولايت د عامي روغتیا په رياست کې ناروغيو ته د چمتووالي...

هلمند کې د  قطر په لګښت د ښارګوټي جوړېدل؛ د سیمې خلک: طالبان يې د ځانمرګو پر کورنیو وېښي

هلمند کې د قطر په لګښت د ښارګوټي جوړېدل؛ د سیمې خلک: طالبان يې د ځانمرګو پر کورنیو وېښي

د قطر شاهي کورنۍ په مالي لګښت تېره پنج‌شنبه د غويي پر ۷مه په هلمند ولايت کې د يو ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د هلمند طالب سیمه‌ییزو مسوولانو د دغه ښارګوټي د بنسټ ډبرې ايښودلو په مراسمو کې ویلي چې د ملا هیبت‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ د ښارجوړونې وزارت په نقشه بندۍ يې د قطر...